Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា ផាស់ស្តូ * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាត់ទូខន   វាក្យខណ្ឌ:

دخان

គោល​បំណងនៃជំពូក:
تهديد المشركين ببيان ما ينتظرهم من العقوبة العاجلة والآجلة.
د مشرکانو ګواښل په هغه ژر يا وروسته سزا سره چې د هغوی انتظار کوي.

حٰمٓ ۟ۚۛ
د بقرې سورت په پيل کې د دغو غوندې تورو تفصيل تېر شو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ
الله په هغه قرآن لوړه (قسم) وکړ چې حق ته د هدايت لارې لپاره روښانه کوونکی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةٍ مُّبٰرَكَةٍ اِنَّا كُنَّا مُنْذِرِیْنَ ۟
بېشکه موږ قرآن د قدر په شپه کې نازل کړی، هغه شپه د زياتو ښېګڼو شپه ده، بېشکه موږ پر دغه قرآن وېروونکي يو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فِیْهَا یُفْرَقُ كُلُّ اَمْرٍ حَكِیْمٍ ۟ۙ
په دغه شپه کې د هر محکم کار پرېکړه کيږي چې تر روزيو، د مرګ تر وختونو او دېته ورته نورو هغه څه پورې تړاو لري چې الله يې په دغه کال کې پيداکوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَمْرًا مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟ۚ
موږ له خپل لورې د هر محکم کار پرېکړه کوو، بېشکه موږ د رسولانو لېږونکي يو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ
ای رسوله! موږ رسولان لېږو هغو خلکو ته ستا د پالونکي د رحمت په توګه چې ورلېږل شوي دي، بېشکه هغه پاک ذات د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی، پر کړنو او نيتو يې ښه پوه دی له هغه له دې څخه هيڅ هم پټ نه دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۘ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟
د آسمانونو پالونکی دی، د ځمکې پالونکی دی او د هغه څه پالونکی دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، که چېرې تاسو پر دغه باور کوونکي ياست، نو زما پر رسول ايمان راوړئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
له هغه پرته بل معبود نشته، ژوندي کول کوي او مړه کول کوي، له هغه پرته ژوندی کوونکی او مړه کوونکی نشته، ستاسو پالونکی او ستاسو د لومړنيو پلرونو پالونکی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ یَّلْعَبُوْنَ ۟
دغه مشرکان پر دې خبره باور کوونکي نه دي، بلکې هغوی ترې په شک کې دي، او په هغه څه کې لوبې کوي چې باطل دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فَارْتَقِبْ یَوْمَ تَاْتِی السَّمَآءُ بِدُخَانٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
نو ای رسوله د خپل قوم د نېږدې عذاب انتظار کوه، په کومه ورځ چې آسمان ښکاره دود راوړي، چې هغوی به يې له سختې لوږې په سترګو ويني.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
یَّغْشَی النَّاسَ ؕ— هٰذَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
ستا قوم ته به عام شي، او هغوی ته به وويل شي: دا عذاب چې تاسوته در رسېدلی دردوونکی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ اِنَّا مُؤْمِنُوْنَ ۟
خپل پالونکي ته به په سوال کولو زارۍ کوي: چې ای زموږ پالونکيه هغه عذاب چې پر موږ دې رالېږلئ را څخه اېسته کړه، بېشکه موږ پر تا او ستا پر رسول ايمان راوړونکي يو که هغه له موږ اېسته کړې.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَنّٰی لَهُمُ الذِّكْرٰی وَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
څنګه به هغوی لره وي چې پند ترلاسه کوي او خپل پالونکي ته ور وګرځي، حال دا چې هغوی لره رسول له خپل څرګند رسالت سره راغی، او هغوی يې رېښتينولي او امانتداري وپېژندله؟!
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوْا مُعَلَّمٌ مَّجْنُوْنٌ ۟ۘ
بيا هغوی يې له منلو مخ واړولو، او د هغه په اړه يې وويل: هغه ته ښوونه شوې چې بل څوک يې ورته ښيي او هغه رسول نه دی او په اړه يې وويل: هغه لېونی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّا كَاشِفُوا الْعَذَابِ قَلِیْلًا اِنَّكُمْ عَآىِٕدُوْنَ ۟ۘ
بېشکه موږ چې کله له تاسو څخه عذاب د لږې مودې لپاره لرې کړو، تاسو بېرته خپل کفر او درواغ ګڼلو ته ورګرځېدونکي ياست.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
یَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرٰی ۚ— اِنَّا مُنْتَقِمُوْنَ ۟
او ای رسوله! هغوی ته د هغې ورځې انتظار وکړه چې موږ به ستا د قوم کافران په لويه نيونه سره ونيسو د بدر په ورځ، بېشکه موږ له هغوی څخه د هغوی پر الله د کفر او د هغوی لخوا د رسول د درواغ ګڼلو له امله غچ اخېستونکي يو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَآءَهُمْ رَسُوْلٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ
او له هغوی مخکې مو د فرعون قوم وازمويلو، او د الله له لوري عزتمن رسول ورته راغی چې هغوی يې د الله يووالي او عبادت ته رابلل، او هغه موسی عليه السلام و.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اَنْ اَدُّوْۤا اِلَیَّ عِبَادَ اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ
موسی فرعون او قوم ته يې وويل: بني اسرائيل ماته پرېږدئ، هغوی د الله بندګان دي، تاسو دا حق نه لرئ چې هغوی مرېيان کړئ، بېشکه زه تاسو لره د الله له لوري رسول يم، په هغه څه کې امانتداره يم چې ماته يې تر تاسو پورې د رسولو امر کړی دی، له هغه نه څه کموم او نه څه ورزياتوم.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• نزول القرآن في ليلة القدر التي هي كثيرة الخيرات دلالة على عظم قدره.
د قدر په هغه شپه کې د قرآن نازلېدل چې له ډېرو ښېګڼو ډکه شپه ده د قرآن د قدر پر لوی والي دلالت کوي.

• بعثة الرسل ونزول القرآن من مظاهر رحمة الله بعباده.
د رسول لېږل او قران نازلېدل د الله له لوري پر بندګانو يې د رحمت له نښانو څخه دي.

• رسالات الأنبياء تحرير للمستضعفين من قبضة المتكبرين.
د نبيانو رسالتونه د کمزورو خلکو د متکبرو له منګولو آزادول دي.

 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាត់ទូខន
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា ផាស់ស្តូ - មាតិកានៃការបកប្រែ

ត្រូវបានចេញដោយមជ្ឈមណ្ឌល តាហ្វសៀរនៃការសិក្សាគម្ពីគួរអាន

បិទ