Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា ផាស់ស្តូ * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: យ៉ាស៊ីន   វាក្យខណ្ឌ:
وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلًا اَصْحٰبَ الْقَرْیَةِ ۘ— اِذْ جَآءَهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟ۚ
او ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ضد کوونکو ته يوه داسې بېلګه بيان کړه چې هغوی لره پند وي، چې د هغو کلي د خلکو کيسه ده چې رسولان يې ورته راغلل.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِذْ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمُ اثْنَیْنِ فَكَذَّبُوْهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوْۤا اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ مُّرْسَلُوْنَ ۟
کله مو چې لومړی دوه رسولان ور ولېږل ترڅو د الله يووالي او د هغه عبادت ته يې را وبولي، خو دغه دواړه رسولان يې درواغجن وګڼل، نو هغوی دواړه مو د درېيم رسول په ورلېږلو سره قوي کړل، چې درې واړو رسولانو د کلي خلکو ته وويل: له شک پرته موږ درې واړه تاسو ته را لېږل شوي يو، تر څو د الله يووالي او د هغه د شريعت پيروۍ ته مو را وبولو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قَالُوْا مَاۤ اَنْتُمْ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۙ— وَمَاۤ اَنْزَلَ الرَّحْمٰنُ مِنْ شَیْءٍ ۙ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا تَكْذِبُوْنَ ۟
د کلي خلکو رسولانو ته وويل: تاسو يوازې زموږ غوندې بشر ياست، تاسو پر موږ کوم غوروالی نه لرئ، او رحمان (الله) پر تاسو کومه وحي هم نه ده نازله کړې، او نه ياست تاسو مګر دا چې په خپله دغه دعوی کې پر الله درواغ تړئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قَالُوْا رَبُّنَا یَعْلَمُ اِنَّاۤ اِلَیْكُمْ لَمُرْسَلُوْنَ ۟
د کلي خلکو د درواغ ګڼلو په ځواب کې درې واړه رسولانو وويل: زموږ پالونکی پوهيږي ای د کلي خلکو! چې له شک پرته موږ تاسو ته د هغه له لوري استازي يو او دغه زموږ لپاره د دليل په توګه پوروالی کوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَا عَلَیْنَاۤ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او پر موږ يوازې د هغه څه څرګنده رسونه ده چې موږ ته يې تر تاسو د رسونې امر شوی دی، او ستاسو د لارښوونې واک نه لرو.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قَالُوْۤا اِنَّا تَطَیَّرْنَا بِكُمْ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهُوْا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَیَمَسَّنَّكُمْ مِّنَّا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
د کلي خلکو رسولانو ته وويل: له شک پرته موږ پر تاسو بد پالي کوو، او که چېرې تاسو د الله يووالي ته زموږ له بلنې لاس په سر نه شئ، هرومرو به تاسو ته تر مرګه د ډبرو په وېشتلو سزا درکړو، او هرومرو به تاسو زموږ له لوري دردوونکی عذاب ووينئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قَالُوْا طَآىِٕرُكُمْ مَّعَكُمْ ؕ— اَىِٕنْ ذُكِّرْتُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُوْنَ ۟
رسولانو پر هغوی د رد په توګه وويل: بدپالي مو پر تاسو لازمه ده ستاسو پر الله د کفر او د هغه د رسول د پيروۍ د پرېښودو له امله، ايا تاسو بدپالي نيسئ که موږ الله در په ياد کړو؟ بلکې تاسو داسې قوم ياست چې د کفر او ګناهونو په ترسره کولو کې له بريده اوړئ.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَجَآءَ مِنْ اَقْصَا الْمَدِیْنَةِ رَجُلٌ یَّسْعٰی ؗ— قَالَ یٰقَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
او د کلي له لېرې ځايه يو سړی د خپل قوم له لوري د رسولانو د درواغ ګڼلو او په وژلو او آزارولو د هغوی د ګوت څنډنې له وېرې په منډه منډه راغی ويل يې: ای زما قومه! د هغه څه پيروي وکړئ چې دغه رسولان ورسره راغلي دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اتَّبِعُوْا مَنْ لَّا یَسْـَٔلُكُمْ اَجْرًا وَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
ای زما قومه! د هغه چا پيروي کوئ چې له تاسو د هغه څه په رسولو کومه بدله نه غواړي چې راوړی يې دي، او هغوی په هغه څه کې په سمه لار دي چې د الله له لوري د کومې وحي رسونه کوي، نو څوک چې دا ډول وي د دې وړ دی چې پيروي يې وشي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَا لِیَ لَاۤ اَعْبُدُ الَّذِیْ فَطَرَنِیْ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او دغه نصيحت کوونکي سړي وويل: او څه مانع دی چې د هغه الله له بندګۍ مې منع کوي چې پيداکړی يې يم؟! او څه مانع دی چې تاسو د خپل رب دعبادت څخه منع کوي چې پيداکړي يې ياست، او يوازې هغه ته به د جزا لپاره په بېرته را پاڅېدلو ورګرځئ؟!.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
ءَاَتَّخِذُ مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً اِنْ یُّرِدْنِ الرَّحْمٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یُنْقِذُوْنِ ۟ۚ
آيا له هغه الله پرته چې پيداکړی يې يم بغير له حقه نور معبودان ونيسم؟! که چېرې مې رحمان د ضرر اراده ولري، د دغو معبودانو سپارښتنه نه څه را څخه لېرې کولای شي او نه د ګټې او نه تاوان واک راته لري، او نه دا توان لري چې له هغه ضرره مې وباسي چې الله يې اراده راته کړې وي که چېرې پر کفر مړ شم.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنِّیْۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
له شک پرته که زه له الله پرته هغوی معبودان ونيسم، هرومرو به په څرګنده تېروتنه کې يم په دې وجه چې دهغه چا عبادت به مې کړی وي چې د عبادت وړ نه دی او د هغه چا عبادت به مې پرېښی وي چې وړ يې دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنِّیْۤ اٰمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُوْنِ ۟ؕ
بېشکه ای زما قومه! ما پر خپل او ستاسو ټولو پر پالونکي ايمان راوړی، نو زما واورئ، زه د هغه قتل پروا نه لرم د هغه څه چې تاسو مې پرې کواښئ، د هغه قوم بل څه نه و مګر دا چې هغه يې ووژلو، نو الله جنت ته ننه اېستی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
قِیْلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ ؕ— قَالَ یٰلَیْتَ قَوْمِیْ یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
د هغه له شهادت وروسته هغه ته د درناوي په توګه وويل شول: جنت ته ننوځه، کله چې د ننه شو او په هغه کې یې نعمتونه وليدل د هيله کوونکي په توګه يې وويل: های کاشکي زما هغه قوم چې زه يې درواغجن وګڼلم او ويې وژلم پر هغه څه پوهېدلای چې ماته کومه د ګناهونو بخښنه حاصله شوه، او پالونکي مې په کوم څه درناوی کړی دی، نو هغوی به ايمان راوړی و لکه ما چې ايمان راوړی دی او زما غوندې بدله به يې ترلاسه کړې وای.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
بِمَا غَفَرَ لِیْ رَبِّیْ وَجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟
د هغه له شهادت وروسته هغه ته د درناوي په توګه وويل شول: جنت ته ننوځه، کله چې د ننه شو او په هغه کې یې نعمتونه وليدل د هيله کوونکي په توګه يې وويل: های کاشکي زما هغه قوم چې زه يې درواغجن وګڼلم او ويې وژلم پر هغه څه پوهېدلای چې ماته کومه د ګناهونو بښنه حاصله شوه، او پالونکي مې په کوم څه درناوی کړی دی، نو هغوی به ايمان راوړی وو لکه ما چې ايمان راوړی دی، او زما غوندې بدله به يې ترلاسه کړې وای.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• أهمية القصص في الدعوة إلى الله.
د الله لوري ته په بلنه کې د کيسو(د مېتود) اهميت.

• الطيرة والتشاؤم من أعمال الكفر.
بدپالي او سپیروالی د کفر له عملونو څخه دي.

• النصح لأهل الحق واجب .
د حق څښتنانو لپاره نصيحت واجب دی.

• حب الخير للناس صفة من صفات أهل الإيمان.
د خلکو لپاره د ښېګڼې خوښول د ايمان د څښتنانو له صفتونو يو صفت دی.

 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: យ៉ាស៊ីន
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា ផាស់ស្តូ - មាតិកានៃការបកប្រែ

ត្រូវបានចេញដោយមជ្ឈមណ្ឌល តាហ្វសៀរនៃការសិក្សាគម្ពីគួរអាន

បិទ