Check out the new design

ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា ផាស់ស្តូ * - មាតិកានៃការបកប្រែ


ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ៊ូម៉ាហ្សះ   វាក្យខណ្ឌ:

همزه

គោល​បំណងនៃជំពូក:
التحذير من الاستهزاء بالمؤمنين اغترارًا بكثرة المال.
د مال د زياتوالي له امله د لويۍ په ډول پر مؤمنانو له ملنډو وهلو څخه وېرول

وَیْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةِ ۟ۙ
وبال او سخت عذاب د خلکو د زيات غيبت کوونکو او په هغوی د زيات عيب ويونکو لپاره دي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
١لَّذِیْ جَمَعَ مَالًا وَّعَدَّدَهٗ ۟ۙ
هغه څوک چې ټوله هڅه يې د مال غونډول او شمېرل وي، له دغه پرته بل کار نه لري.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
یَحْسَبُ اَنَّ مَالَهٗۤ اَخْلَدَهٗ ۟ۚ
هغه ګومان کوي چې کوم مال هغه را غونډ کړی هغه به يې له مرګ څخه وژغوري، نو د دنيا په ژوند کې به تل تل ترتله پاتې شي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
كَلَّا لَیُنْۢبَذَنَّ فِی الْحُطَمَةِ ۟ؗۖ
امر به داسې نه وي لکه دغه ناپوه چې فکر کوي، هغه به هرومرو د دوزخ په هغه اور کې غورځول کيږي چې هرڅوک ورواچول شي، د خپلې سختۍ له امله يې ټوټه ټوټه کوي او ماتوي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْحُطَمَةُ ۟ؕ
اې رسوله! ته څه پوهېږې چې دغه اور چې هر ور اچول شوی کس ټوټه ټوټه کوي هغه څه دی؟!.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
نَارُ اللّٰهِ الْمُوْقَدَةُ ۟ۙ
پرته له شکه هغه د الله بل کړل شوی اور دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
الَّتِیْ تَطَّلِعُ عَلَی الْاَفْـِٕدَةِ ۟ؕ
هغه چې د خلکو له جسمونو څخه زړونو ته يې لار مومي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
اِنَّهَا عَلَیْهِمْ مُّؤْصَدَةٌ ۟ۙ
پرته له شکه هغه پر عذاب کړل شويو را تړل شوی دی.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
فِیْ عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ ۟۠
په اوږدو لوړو ستنو کې تردې چې له هغو به نه وځي.
ការបកស្រាយជាភាសា​អារ៉ាប់:
អំពី​អត្ថប្រយោជន៍​នៃវាក្យខណ្ឌទាំងនេះនៅលើទំព័រនេះ:
• خسران من لم يتصفوا بالإيمان وعمل الصالحات، والتواصي بالحق، والتواصي بالصبر.
د هغه چا زيان چې پر ايمان، نېک اعمالو، يوبل ته د حق په سپارښتنه او د صبر په سپارښتنه نه وي متصف.

• تحريم الهَمْز واللَّمْز في الناس.
د غيبت او په خلکو پسې د بد ويلو نارواوالی.

• دفاع الله عن بيته الحرام، وهذا من الأمن الذي قضاه الله له.
د الله له لوري د خپل (کور) بيت الحرام دفاع، او دا له هغه امن څخه دی چې الله یې پرېکړه کړې ده.

 
ការបកប្រែអត្ថន័យ ជំពូក​: អាល់ហ៊ូម៉ាហ្សះ
មាតិកានៃជំពូក លេខ​ទំព័រ
 
ការបកប្រែអត្ថន័យនៃគម្ពីរគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា ផាស់ស្តូ - មាតិកានៃការបកប្រែ

ត្រូវបានចេញដោយមជ្ឈមណ្ឌល តាហ្វសៀរនៃការសិក្សាគម្ពីគួរអាន

បិទ