Check out the new design

Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Pusat Terjemah Ruwwād * - Daftar isi terjemahan

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Terjemahan makna Surah: Al-An'ām   Ayah:
وَمَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖۤ اِذْ قَالُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلٰی بَشَرٍ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— قُلْ مَنْ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ الَّذِیْ جَآءَ بِهٖ مُوْسٰی نُوْرًا وَّهُدًی لِّلنَّاسِ تَجْعَلُوْنَهٗ قَرَاطِیْسَ تُبْدُوْنَهَا وَتُخْفُوْنَ كَثِیْرًا ۚ— وَعُلِّمْتُمْ مَّا لَمْ تَعْلَمُوْۤا اَنْتُمْ وَلَاۤ اٰبَآؤُكُمْ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۙ— ثُمَّ ذَرْهُمْ فِیْ خَوْضِهِمْ یَلْعَبُوْنَ ۟
او څنګه چې ښايي هغسې يې د الله درناوى نه دى كړى، دا چې ويلي يې دي الله په هېڅ بشر باندې كوم شى نه دى را نازل كړى! ووايه: هغه كتاب چا را نازل كړى چې موسى راوړى و؟ كوم چې د خلکو لپاره رڼا او لارښونه وه، چې (دا دى) تاسو يې پاڼې پاڼې كوئ، څه ښكاره کوئ او زيات پټوئ، او (په هغه سره) تاسي ته هغه ښوونه وشوه چې نه تاسو او نه مو پلرونه ورباندې پوهېدل، ورته وايه: الله، بيا يې په خپلو باطلو خبرو كې لوبو كولو ته پرېږده.
Tafsir berbahasa Arab:
وَهٰذَا كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ مُبٰرَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ وَلِتُنْذِرَ اُمَّ الْقُرٰی وَمَنْ حَوْلَهَا ؕ— وَالَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَهُمْ عَلٰی صَلَاتِهِمْ یُحَافِظُوْنَ ۟
او دا يو داسې كتاب دى چې له بركته ډك او د هغه څه تصديقوونكى دى چې ترې مخكې وو او د دې لپاره (راغلى) چې ته د كليو دا مركز (مكه) او شاوخوا يې چې څوك دي، وډار كړې او څوك چې آخرت مني، هغه (كتاب) هم مني او دوى د خپل لمانځه هم (ټينګه) ساتنه كوي.
Tafsir berbahasa Arab:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ قَالَ اُوْحِیَ اِلَیَّ وَلَمْ یُوْحَ اِلَیْهِ شَیْءٌ وَّمَنْ قَالَ سَاُنْزِلُ مِثْلَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ فِیْ غَمَرٰتِ الْمَوْتِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ بَاسِطُوْۤا اَیْدِیْهِمْ ۚ— اَخْرِجُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— اَلْیَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُوْنِ بِمَا كُنْتُمْ تَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ غَیْرَ الْحَقِّ وَكُنْتُمْ عَنْ اٰیٰتِهٖ تَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
او له هغه چا به لوى ظالم څوك وي چې په الله پورې يو دروغ وتړې يا ووايي چې ماته وحى وشوه حال دا چې هغه ته هېڅ وحى نه وي راغلي او (يا) داسې څوك چې وايي زه به هم دغه شان څه نازل كړم لكه الله چې نازل كړي! او كه تا ليدلى چې كله داسې ظالمان د مرګ په سختيو كې (غوټې وهي) او ملايكې په غځولو لاسونو (ورته وايي) را و باسئ ساګانې مو! نن تاسو ته په شرموونكي عذاب بدله دركول كيږي ځكه چې تاسو به الله پورې ناحقه خبرې كولې او د هغه له اّيتونو مو لويي (او سرغړونه) كوله.
Tafsir berbahasa Arab:
وَلَقَدْ جِئْتُمُوْنَا فُرَادٰی كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّتَرَكْتُمْ مَّا خَوَّلْنٰكُمْ وَرَآءَ ظُهُوْرِكُمْ ۚ— وَمَا نَرٰی مَعَكُمْ شُفَعَآءَكُمُ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ اَنَّهُمْ فِیْكُمْ شُرَكٰٓؤُا ؕ— لَقَدْ تَّقَطَّعَ بَیْنَكُمْ وَضَلَّ عَنْكُمْ مَّا كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟۠
او دا دى (اوس) هماغه شان يوازې راته حاضر شوئ لكه په ړومبي ځل مې چې پيدا كړي وئ او څه مو چې (په دنيا كې) كړي وو، ټول مو تر شا پريښودل او ستاسو هغه سپارښتونكي هم درسره نه وينو چې ګومان مو كولو هغوى په تاسو كې برخمن دي، بيخې مو ترمنځ پريكون وشو، او په څه مو چې ګومان درلود هغه ټول درنه ورک شول.
Tafsir berbahasa Arab:
 
Terjemahan makna Surah: Al-An'ām
Daftar surah Nomor Halaman
 
Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Pusat Terjemah Ruwwād - Daftar isi terjemahan

Terjemahannya oleh Tim Markaz Ruwwād Terjemah bekerjasama dengan Perkumpulan Dakwah di Rabwah dan Perkumpulan Pelayanan Konten Islami dalam Bahasa.

Tutup