Check out the new design

Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Pusat Terjemah Ruwwād * - Daftar isi terjemahan

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Terjemahan makna Surah: Al-Baqarah   Ayah:
وَاِنْ كُنْتُمْ عَلٰی سَفَرٍ وَّلَمْ تَجِدُوْا كَاتِبًا فَرِهٰنٌ مَّقْبُوْضَةٌ ؕ— فَاِنْ اَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْیُؤَدِّ الَّذِی اؤْتُمِنَ اَمَانَتَهٗ وَلْیَتَّقِ اللّٰهَ رَبَّهٗ ؕ— وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ ؕ— وَمَنْ یَّكْتُمْهَا فَاِنَّهٗۤ اٰثِمٌ قَلْبُهٗ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟۠
كه تاسي د مسافرۍ په حال كې واست او د سند ليكلو لپاره مو كوم ليكونكى پيدا نکړ، نو د شيانو په ګرو اخېتسلو معامله وكړئ كه له تاسې نه څوك پر بل باور وكړي يا له هغه سره څه معامله وكړي نو پر چا چې باور شوی دى هغه دې امانت ادا كړي او له خپل رب الله څخه دې ووېرېږي او شاهدي هېڅكله مه پټوئ څوك چې شاهدي پټوي د هغه زړه ګنهګار دى او الله ستاسي له عملونو څخه بې خبره ندى.
Tafsir berbahasa Arab:
لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِنْ تُبْدُوْا مَا فِیْۤ اَنْفُسِكُمْ اَوْ تُخْفُوْهُ یُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللّٰهُ ؕ— فَیَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
یوازې الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو او زمكه كې دي، او زړه كې مو چې څه دي څرګندوئ يې كه پټوئ، الله به يې حساب درسره وكړي، نو چا ته چې وغواړي بخښي يې او چا ته چې وغواړي عذاب ورکوي، او الله پر هر څه قادر دى.
Tafsir berbahasa Arab:
اٰمَنَ الرَّسُوْلُ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مِنْ رَّبِّهٖ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ؕ— كُلٌّ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَكُتُبِهٖ وَرُسُلِهٖ ۫— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْ رُّسُلِهٖ ۫— وَقَالُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَاِلَیْكَ الْمَصِیْرُ ۟
پېغمبر صلی الله علیه وسلم (پر هغه هدايت) ايمان راوړی دي چې د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شوی دى او څوك چې د دې پېغمبر منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه پریښتې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (علیهم السلام) منلي دي او د هغو وينا دا ده چې: موږ د الله د پېغمبرانو ترمنځ توپير نه كوو، موږ حكم واورېده او اطاعت مو ومانه ای الله! موږ ستا څخه د ګناه بخښنې غوښتنونكي يو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دى.
Tafsir berbahasa Arab:
لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا ؕ— لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَیْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ؕ— رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَاۤ اِنْ نَّسِیْنَاۤ اَوْ اَخْطَاْنَا ۚ— رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَیْنَاۤ اِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهٗ عَلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِنَا ۚ— رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهٖ ۚ— وَاعْفُ عَنَّا ۥ— وَاغْفِرْ لَنَا ۥ— وَارْحَمْنَا ۥ— اَنْتَ مَوْلٰىنَا فَانْصُرْنَا عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟۠
الله هېڅ ساكښ ته د هغه له وسې څخه پورته مسؤوليت نه متوجه كوي چا چې څه ښه كړيدي، د هغه ګټه د هماغه ده او چا چې څه بدي كړېده، د هغه ګناه پر هماغه ده. (موْمنانو! تاسې داسې دعا وكړئ) اى زموږ ربه! كه له موږ څخه څه هېره او خطا شوې وي، موږ پرې مه نيسه، ای ربه! پر موږ هغه پېټى مه ږده چې له موږ څخه پر مخكېنېو خلكو دې ايښى و. زموږه ربه! د كوم پيټي پورته كولو چې په موږ كې وس نشته، هغه پر موږ مه ږده، له موږ سره اساني وكړه، زموږ (له ګناهونو) څخه تېر شه، پر موږ رحم وكړه، ته زموږ كار جوړونكى يې، د كافرانو په مقابل كې زموږ مرسته وكړه.
Tafsir berbahasa Arab:
 
Terjemahan makna Surah: Al-Baqarah
Daftar surah Nomor Halaman
 
Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Pusat Terjemah Ruwwād - Daftar isi terjemahan

Terjemahannya oleh Tim Markaz Ruwwād Terjemah bekerjasama dengan Perkumpulan Dakwah di Rabwah dan Perkumpulan Pelayanan Konten Islami dalam Bahasa.

Tutup