Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અત્ તૌબા   આયત:
یُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُمْ بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَّجَنّٰتٍ لَّهُمْ فِیْهَا نَعِیْمٌ مُّقِیْمٌ ۟ۙ
هغوی ته خپل رب د مهربانۍ خوښۍ او هغو جنتونو زیری ورکوي چې د هغوی لپاره پکې تل پاتې نعمتونه دي.
અરબી તફસીરો:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟
تر تر تله به هملته وي بې شکه چې له الله سره تیار اجر خورا لوی دی.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْۤا اٰبَآءَكُمْ وَاِخْوَانَكُمْ اَوْلِیَآءَ اِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَی الْاِیْمَانِ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
ای مؤمنانو! خپل پلرونه او ورونه مو دوستان مه نیسئ که هغوی کفر له ایمان څخه ډیر خوښولو او ستاسې هر څوک چې له دوی سره دوستي وکړي نو همدوی تیري کوونکي دي.
અરબી તફસીરો:
قُلْ اِنْ كَانَ اٰبَآؤُكُمْ وَاَبْنَآؤُكُمْ وَاِخْوَانُكُمْ وَاَزْوَاجُكُمْ وَعَشِیْرَتُكُمْ وَاَمْوَالُ ١قْتَرَفْتُمُوْهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسٰكِنُ تَرْضَوْنَهَاۤ اَحَبَّ اِلَیْكُمْ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَجِهَادٍ فِیْ سَبِیْلِهٖ فَتَرَبَّصُوْا حَتّٰی یَاْتِیَ اللّٰهُ بِاَمْرِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠
ای محمده! ووایه که چیرې ستاسې پلرونه،ځامن،وروڼه،ښځې،خپلوان او هغه مالونه چې په خوارۍ مو ګټلي دي او هغه تجارت چې په کوټه کیدلو یې ډاریږئ او زړه ته نژدې کورونه مو له الله د هغه له رسول او د هغه په لیار کې له جهاد نه ډیر ګران وي نو د رنګ وکړئ تر څو الله پاک خپل حکم راولیږي.الله پاک فاسق قوم ته روغه لیار نه ښايي.
અરબી તફસીરો:
لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ فِیْ مَوَاطِنَ كَثِیْرَةٍ ۙ— وَّیَوْمَ حُنَیْنٍ ۙ— اِذْ اَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَیْـًٔا وَّضَاقَتْ عَلَیْكُمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّیْتُمْ مُّدْبِرِیْنَ ۟ۚ
رښتیا چې الله پاک په خورا ډیرو حالاتو کې ستاسې ملاتړ کړی دی او د حنین په ورځ هم کله چې تاسې خپل ډیروالی وغولولئ خو څه ګټه یې درته ونه رسوله او پراخه خمکه در باندې تنګه او بالاخره مو په تیښته مخ په شا منډه واخیسته.
અરબી તફસીરો:
ثُمَّ اَنْزَلَ اللّٰهُ سَكِیْنَتَهٗ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَعَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَاَنْزَلَ جُنُوْدًا لَّمْ تَرَوْهَا ۚ— وَعَذَّبَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَذٰلِكَ جَزَآءُ الْكٰفِرِیْنَ ۟
بیا الله پاک خپل اطمینان او اراموالی پر خپل رسول او مؤمنانو راښکته او هغه لښکر یې راولیږه چې تاسې په سترګو نه لیده او په دې توګه یې کافرانو ته عذاب ورکړ. او همدا د کافرانو جزاء ده.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અત્ તૌબા
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો