Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુર્સલાત   આયત:
اَلَمْ نَخْلُقْكُّمْ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ
ایا تاسې مو له سپکو اوبو څخه نه يې پیدا کړي؟
અરબી તફસીરો:
فَجَعَلْنٰهُ فِیْ قَرَارٍ مَّكِیْنٍ ۟ۙ
دا اوبه مو په یو تم ځای کې تم کړي.
અરબી તફસીરો:
اِلٰی قَدَرٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ
تر معلومې نيټې.
અરબી તફસીરો:
فَقَدَرْنَا ۖۗ— فَنِعْمَ الْقٰدِرُوْنَ ۟
هلته مو ورته اندازه وټاکله او مونږ غوره اندازه کوونکي یو.
અરબી તફસીરો:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
અરબી તફસીરો:
اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ كِفَاتًا ۟ۙ
ایا ځمکه مو راټولوونکې نده ګرځولې.
અરબી તફસીરો:
اَحْیَآءً وَّاَمْوَاتًا ۟ۙ
د ژوندیو او مړو.
અરબી તફસીરો:
وَّجَعَلْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ شٰمِخٰتٍ وَّاَسْقَیْنٰكُمْ مَّآءً فُرَاتًا ۟ؕ
او په ځمکه کې مو لری او دنګ غرونه ګرځولي او تاسې مې په خوږو او تنده ماتوونکو اوبو خړوبه کړي یئ.
અરબી તફસીરો:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
અરબી તફસીરો:
اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی مَا كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟ۚ
ای کافرانو! د هغه څه په لور ولاړ شئ چې تاسې به درواغ ګڼل.
અરબી તફસીરો:
اِنْطَلِقُوْۤا اِلٰی ظِلٍّ ذِیْ ثَلٰثِ شُعَبٍ ۟ۙ
د هغه سیورې په لور ولاړ شئ چې دې څانګی به لري.
અરબી તફસીરો:
لَّا ظَلِیْلٍ وَّلَا یُغْنِیْ مِنَ اللَّهَبِ ۟ؕ
نه سیوري کوي اونه له لمبو څخه ژغورنه.
અરબી તફસીરો:
اِنَّهَا تَرْمِیْ بِشَرَرٍ كَالْقَصْرِ ۟ۚ
دا اور به د ماڼۍ په شان سپرغی بادوي.
અરબી તફસીરો:
كَاَنَّهٗ جِمٰلَتٌ صُفْرٌ ۟ؕ
(ته به وايې)ګواکې ژیر اوښان دي.
અરબી તફસીરો:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په همدې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
અરબી તફસીરો:
هٰذَا یَوْمُ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟ۙ
پدې ورځ به خبرې نه کوي.
અરબી તફસીરો:
وَلَا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُوْنَ ۟
او نه به اجازه ورکړای شي چې عذرونه او بانې وړاندې کړي.
અરબી તફસીરો:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په همدې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
અરબી તફસીરો:
هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ ۚ— جَمَعْنٰكُمْ وَالْاَوَّلِیْنَ ۟
دا د پریکړی ورځ ده چې تاسې او پخواني ټول مې را ټول کړي يې.
અરબી તફસીરો:
فَاِنْ كَانَ لَكُمْ كَیْدٌ فَكِیْدُوْنِ ۟
نو که تاسې سره له عذاب څخه د ژغورلو کوم چل او دسیسه وي نو ویي کړئ.
અરબી તફસીરો:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟۠
په همدې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ ظِلٰلٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ
بیشکه چې پرهیزګاران به په سیورو کې د چینو تر اړخ وي
અરબી તફસીરો:
وَّفَوَاكِهَ مِمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟ؕ
او د هیلو مطابق هر ډول میوې به يي په مخکې وي.
અરબી તફસીરો:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
(او ورته به وویل شي چې)په خوند او لذت سره خوراک او څښاک وکړئ دا ستاسې د کړنو بدل دی.
અરબી તફસીરો:
اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟
نو په همدې ډول نیکو کارانو ته بدل ورکوو.
અરબી તફસીરો:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
અરબી તફસીરો:
كُلُوْا وَتَمَتَّعُوْا قَلِیْلًا اِنَّكُمْ مُّجْرِمُوْنَ ۟
ای درواغ ګڼونکو!د لږ وخت لپاره خوراک وکړئ او له دنیوي څیزونو څخه لږه ګټه واخلئ بیشکه چې تاسې مجرمان یئ.
અરબી તફસીરો:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی
અરબી તફસીરો:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ ارْكَعُوْا لَا یَرْكَعُوْنَ ۟
او کله چې ورته وویل شو چې رکوع وکړئ رکوع نه کوي.
અરબી તફસીરો:
وَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟
په دې ورځ د درواغ ګڼونکو لپاره هلاکت دی.
અરબી તફસીરો:
فَبِاَیِّ حَدِیْثٍ بَعْدَهٗ یُؤْمِنُوْنَ ۟۠
نو له دې قران څخه وروسته به په کومه خبره ایمان راوړي؟
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુર્સલાત
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો