Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અઝ્ ઝુખ્રૃફ   આયત:

زخرف

حٰمٓ ۟ۚۛ
حم.
અરબી તફસીરો:
وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ
قسم پر څرګند کتاب.
અરબી તફસીરો:
اِنَّا جَعَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟ۚ
بې شکه مونږ دا قران په عربي ژبه ګرځولی دی تر څو پرې تاسې پوه شئ.
અરબી તફસીરો:
وَاِنَّهٗ فِیْۤ اُمِّ الْكِتٰبِ لَدَیْنَا لَعَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟ؕ
په لوح محفوظ کې ثبت او زمونږ په وړاندې د لوړې مرتبې خاوند او له حکمتونو نه ډک دی.
અરબી તફસીરો:
اَفَنَضْرِبُ عَنْكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا اَنْ كُنْتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِیْنَ ۟
ایا مونږ له دې کبله چې تاسې له پولو اووښتی قوم يي، د پند لیږل بند کړو او مخ در څخه واړوو؟
અરબી તફસીરો:
وَكَمْ اَرْسَلْنَا مِنْ نَّبِیٍّ فِی الْاَوَّلِیْنَ ۟
په داسې حال کې چې مونږ په پخوانیو خلکو کې څومره ډیر پیغمبران لیږلي وو؟
અરબી તફસીરો:
وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
هغوی ته به چې هر پیغمبر راغی نو ملنډې به يې پرې وهلې.
અરબી તફસીરો:
فَاَهْلَكْنَاۤ اَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشًا وَّمَضٰی مَثَلُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
مونږ له دوی نه ډیر کلک نیوونکي او پیاوړي خلک هلاک کړي او د داوړ پخوانیو خلکو ډیرمثالونه تیر شوي دي.
અરબી તફસીરો:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ
او قسم دی که ته چیرې له مشرکانو څخه پوښتنه وکړې چې: اسمانونه او ځمکه چا پیدا کړي دي؟ نو خامخا به همدا یوه خبره وکړي چې په هر څه برلاسي او عالم ذات پیدا کړي دي.
અરબી તફસીરો:
الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّجَعَلَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۚ
هو! هغه ذات پیدا کړي دي چې ځمکه يې ستاسې لپاره ځانګو ګرځولې او په هغې کې يي تاسې ته لارې جوړې کړي دي. تر څو پرې د منزل په لور لار ومومئ.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અઝ્ ઝુખ્રૃફ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો