Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અશ્ શૂરા   આયત:
فَاطِرُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— جَعَلَ لَكُمْ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ اَزْوَاجًا وَّمِنَ الْاَنْعَامِ اَزْوَاجًا ۚ— یَذْرَؤُكُمْ فِیْهِ ؕ— لَیْسَ كَمِثْلِهٖ شَیْءٌ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْبَصِیْرُ ۟
د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی دی چې له تاسې نه يې ستاسې جوړې او له څارویو نه يې د هغوی جوړې پیدا کړي او په دې توګه ستاسې نسل ډیره وي هغه ته ورته هیڅ نشته. د هر څه ښه اوریدونکی او ښه لیدونکی دی.
અરબી તફસીરો:
لَهٗ مَقَالِیْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
د اسمانو او ځمکې د خزانو کلي ګانې له هغه چا سره دي چا ته يي چې خوښه شي روزې پراخوي او چا ته يې چې خوښه شي پرې یې تنګوي. بې شکه چې هغه په هر څه ښه پوه دی.
અરબી તફસીરો:
شَرَعَ لَكُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا وَصّٰی بِهٖ نُوْحًا وَّالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ وَمَا وَصَّیْنَا بِهٖۤ اِبْرٰهِیْمَ وَمُوْسٰی وَعِیْسٰۤی اَنْ اَقِیْمُوا الدِّیْنَ وَلَا تَتَفَرَّقُوْا فِیْهِ ؕ— كَبُرَ عَلَی الْمُشْرِكِیْنَ مَا تَدْعُوْهُمْ اِلَیْهِ ؕ— اَللّٰهُ یَجْتَبِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ یُّنِیْبُ ۟ؕ
او تاسې ته يې هغه دین در کړی دی چې نوح ته يي پرې امر کړی و او ای محمده! اوس مې تاته وحي کړې ده او ابراهیم، موسی او عیسی ته مې هم پرې امر کړی و، او هغه دا دی چې دین سم ودروئ. او اختلاف پکې مه کوئ پر مشرکانو هغه څه ډیر درانه او سخت تمامیږي چې ته يې د هغه په لور بلې. الله هغه څوک د خپل ځان په لور راکاږي چې خوښه يې ورته وشي او هغه چا ته لار ښايې چې الله ته رجوع کوي.
અરબી તફસીરો:
وَمَا تَفَرَّقُوْۤا اِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی لَّقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الَّذِیْنَ اُوْرِثُوا الْكِتٰبَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟
او دهغې دښمنۍ له کبله چې په خپلو مینځونو کې يي وه، د علم او پوهې له راتک وروسته يي سره اختلاف وکړ. که چیرې ستا د رب وړاندینۍ خبره نه وای چې دا هر څه دې تر نومول شوې ورځې وروسته وي، نو همدا اوس به يي په مینځ کې پریکړه شوی وای. او کومو کسانو ته چې له پخوانیو وروسته کتاب ورکړ شو. د قران په هکله په خورا درانه شک کې غورځیدلي دي.
અરબી તફસીરો:
فَلِذٰلِكَ فَادْعُ ۚ— وَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ ۚ— وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ ۚ— وَقُلْ اٰمَنْتُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنْ كِتٰبٍ ۚ— وَاُمِرْتُ لِاَعْدِلَ بَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ ؕ— لَنَاۤ اَعْمَالُنَا وَلَكُمْ اَعْمَالُكُمْ ؕ— لَا حُجَّةَ بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمْ ؕ— اَللّٰهُ یَجْمَعُ بَیْنَنَا ۚ— وَاِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟ؕ
نو ځکه ته هغوی وبله او په خپله هم د امر مطابق سم او برابر اوسه او د غوښتنو پسې يي مه ځه او ووایه چې ما په هغه کتاب ایمان راوړی چې الله نازل کړی دی او ما ته حکم شوی دی چې ستاسې په مینځ کې په انصاف پریکړه وکړم. الله زمونږ او ستاسو ټولو رب دی. زمونږ عملونه زمونږ تر غاړې او ستاسې عملونه ستاسې په غاړه کې دي. زمونږ او ستاسې ترمینځ هیڅ شخړه نشته. الله به مو سره راټول. او د ټولو ورتګ یوازې هغه ته دی.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અશ્ શૂરા
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો