Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નૂર   આયત:
رِجَالٌ ۙ— لَّا تُلْهِیْهِمْ تِجَارَةٌ وَّلَا بَیْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ وَاِقَامِ الصَّلٰوةِ وَاِیْتَآءِ الزَّكٰوةِ— یَخَافُوْنَ یَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِیْهِ الْقُلُوْبُ وَالْاَبْصَارُ ۟ۙ
هسې سړي يې ثنا او صفت وايې چې تجارت او راکړه ورکړه يې د الله له یادولو، د لمانځه له ودرولو او د زکات له ورکولو څخه نه بې پروا کوي له هغې ورځې نه ډاریږي چې زړونه پکې اړوي را اړوي او سترګې رډې خیژې.
અરબી તફસીરો:
لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا عَمِلُوْا وَیَزِیْدَهُمْ مِّنْ فَضْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
تر څو الله پاک د هغو د کړنو ښه بدله ورکړي. او د خپلې لورینې لا زیاتوالی ور په برخه کړي. اود الله چې چا ته خوښه شي له اندازې وتلې روزي ورکوي.
અરબી તફસીરો:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍۭ بِقِیْعَةٍ یَّحْسَبُهُ الظَّمْاٰنُ مَآءً ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءَهٗ لَمْ یَجِدْهُ شَیْـًٔا وَّوَجَدَ اللّٰهَ عِنْدَهٗ فَوَفّٰىهُ حِسَابَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟ۙ
او کوم کسان چې کافران شوي عملونه یې د لوی دښتې هغه سراب ته ورته دي چې تږی پرې د اوبو ګومان وکړي. خو کله چې هلته ورشي هیڅ نه وي. او هلته يي د الله عذا ب وموند، نو حساب يې ښه پوره ورکړـ او الله خورا ژر حساب کوونکی دی.
અરબી તફસીરો:
اَوْ كَظُلُمٰتٍ فِیْ بَحْرٍ لُّجِّیٍّ یَّغْشٰىهُ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ مَوْجٌ مِّنْ فَوْقِهٖ سَحَابٌ ؕ— ظُلُمٰتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ ؕ— اِذَاۤ اَخْرَجَ یَدَهٗ لَمْ یَكَدْ یَرٰىهَا ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَجْعَلِ اللّٰهُ لَهٗ نُوْرًا فَمَا لَهٗ مِنْ نُّوْرٍ ۟۠
یا د هغوی عملونه د ژور بحر هغو تیارو ته ورته دي چې څپه پرې خوره شوې واو د هغې له پاسه بله څپه او بیا د هغې له پاسه وریځې وي. دا یو د بل له پاسه تیارې دي. که په دغو تیارو کې پریوتی خپل لاس بیرون وباسي، نو نه بریښي چې ودې ګوري. حقه خبره همدا ده چې چا ته الله پاک رڼا ور نه کړي، د هغه به هیڅ ډول روښنايې نه وي.
અરબી તફસીરો:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُسَبِّحُ لَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَالطَّیْرُ صٰٓفّٰتٍ ؕ— كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهٗ وَتَسْبِیْحَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَفْعَلُوْنَ ۟
ای اوریدونکیه! ته نه ویني چې د اسمانونو او ځمکې ټول موجودات ان د هواء مارغان چې د وزرونو په خوزولو الوزي د الله پاک ثنا او صفت واي؟ دوی هر یوه ته د الله د شان سره مناسب لمونځ او ثناء معلومه ده ـ او الله پاک ته د هغوی ټولي کړنې ښې معلومې دي.
અરબી તફસીરો:
وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَاِلَی اللّٰهِ الْمَصِیْرُ ۟
د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د الله ده. او د هر څه بیرته ورتګ یوازی یو الله ته دی.
અરબી તફસીરો:
اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ یُزْجِیْ سَحَابًا ثُمَّ یُؤَلِّفُ بَیْنَهٗ ثُمَّ یَجْعَلُهٗ رُكَامًا فَتَرَی الْوَدْقَ یَخْرُجُ مِنْ خِلٰلِهٖ ۚ— وَیُنَزِّلُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ جِبَالٍ فِیْهَا مِنْ بَرَدٍ فَیُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ وَیَصْرِفُهٗ عَنْ مَّنْ یَّشَآءُ ؕ— یَكَادُ سَنَا بَرْقِهٖ یَذْهَبُ بِالْاَبْصَارِ ۟ؕ
او ای اوریدونکیه! ته نه وینې چې الله پاک وریځې هر لور ته خورې ورې، بیا يې سره یو ځای او یو د بل د پاسه يې کت په کت کړي؟ نو ته ګورې چې له چاودونو یې باران را څڅیږي. او الله دی چې له بره وريځو داسې غرونه راښکته کوي چې ږلۍ ورسره وي. د الله پاک چې چاته خوښه شي همدا ږلۍ پری وروي او چې چاته يې خوښه شي ترې يې په څنګ کوي. نژدې وي چې د وریځو د بریښنا رڼا يې د سترګو رڼا له مینځه یوسي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અન્ નૂર
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો