Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુઅમિનૂન   આયત:
مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟ؕ
هیڅ قوم نه له خپلې ټاکلې نیټې وړاندې مري او نه ترې وروسته کیږي.
અરબી તફસીરો:
ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ؕ— كُلَّ مَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ ۚ— فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟
له دی وروسته مونږ په مسلسل ډول خپل استازي ولیږل. هر امت ته به چې پیغمبر ورغې نو درواغجن به يې وباله. نو مونږ هم هغوی یو په بل پسې له مینځه یوړل. چې بالاخره هغوی تشې کیسې شوې. نو لری او بي برخې دې وي هغه خلک چې ایمان نه راوړي.
અરબી તફસીરો:
ثُمَّ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی وَاَخَاهُ هٰرُوْنَ ۙ۬— بِاٰیٰتِنَا وَسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
بیا مو خپل رسولان، موسی او د هغه ورور هارون له خپلو نښانو او ښکاره دلایلو سره ولیږل.
અરબી તફસીરો:
اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا عَالِیْنَ ۟ۚ
چې فرعون او د هغه واکمني ډلې ته ورشي. خو هغوی لوي يې وکړه او لويې يې پخوانی عادت ؤ.
અરબી તફસીરો:
فَقَالُوْۤا اَنُؤْمِنُ لِبَشَرَیْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عٰبِدُوْنَ ۟ۚ
نو ویي ویل: ایا مونږ د داسې دوه سړیو خبره ومنو چې زمونږ په شان انسانان او دهغوی قوم زمونږ غلامان دي؟
અરબી તફસીરો:
فَكَذَّبُوْهُمَا فَكَانُوْا مِنَ الْمُهْلَكِیْنَ ۟
دواړه پیغمبران يې درواغجن وګڼل نو ځکه ټول له مخې هلاک شول.
અરબી તફસીરો:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
او مونږ موسی ته کتاب ورکړی ؤ تر څو پرې هغوی لار ومومي.
અરબી તફસીરો:
وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗۤ اٰیَةً وَّاٰوَیْنٰهُمَاۤ اِلٰی رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَّمَعِیْنٍ ۟۠
او د مریمی ځوی او د هغه مور مو یوه نښانه ګرځولي او دواړو ته مې په هغه هسکه مینه کې ځای ورکړی وو. چې د ډاډ ځای او د پاکو او صافو اوبو چینې پکې روانې دي.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا الرُّسُلُ كُلُوْا مِنَ الطَّیِّبٰتِ وَاعْمَلُوْا صَالِحًا ؕ— اِنِّیْ بِمَا تَعْمَلُوْنَ عَلِیْمٌ ۟ؕ
ای پیغمبرانو! پاک څیزونه وخورئ او نیک کارونه وکړئ زه ستاسو له ټولو کړنو ډیر ښه خبر یم.
અરબી તફસીરો:
وَاِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّاَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُوْنِ ۟
او ستاسې ټولو دین، یو او زه مو رب یم نو له ما نه وډار شئ.
અરબી તફસીરો:
فَتَقَطَّعُوْۤا اَمْرَهُمْ بَیْنَهُمْ زُبُرًا ؕ— كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُوْنَ ۟
خو له هغوی نه وروسته خلکو خپل کار په خپله ټوټه، ټوټه کړ. او هر ه ډله په همغه څه خوښه ده چې ورسره دي.
અરબી તફસીરો:
فَذَرْهُمْ فِیْ غَمْرَتِهِمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟
نو ای محمده! دوی پریږده چې تر ټاکلې نیټې په خپل غفلت کې ډوب وي.
અરબી તફસીરો:
اَیَحْسَبُوْنَ اَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهٖ مِنْ مَّالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ۙ
ایا د دوی ګومان دی چې مونږ ورسره د مال او اولاد لورینه کړې.
અરબી તફસીરો:
نُسَارِعُ لَهُمْ فِی الْخَیْرٰتِ ؕ— بَلْ لَّا یَشْعُرُوْنَ ۟
ګنې مونږ ورته د ښیګڼو مخه ژر کړې ؟ نه : بلکې هغوی نه پوهیږي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ هُمْ مِّنْ خَشْیَةِ رَبِّهِمْ مُّشْفِقُوْنَ ۟ۙ
بې له شکه هغه کسان چې د خپل رب له ډار نه په لړ زان دي.
અરબી તફસીરો:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ
او هغوی چې د خپل رب په ایتونو ایمان راوړي.
અરબી તફસીરો:
وَالَّذِیْنَ هُمْ بِرَبِّهِمْ لَا یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ
او هغوی چې له خپل رب سره هیڅ شې نه برابر وي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુઅમિનૂન
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો