Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ બકરહ   આયત:
وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ یُّقْتَلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَمْوَاتٌ ؕ— بَلْ اَحْیَآءٌ وَّلٰكِنْ لَّا تَشْعُرُوْنَ ۟
او هغو خلکو ته مړه مه وایې چې: د الله په لیار کې وژل شوي دي په یقین سره ژوندي دي خو تاسې پرې نه پوهیږئ.
અરબી તફસીરો:
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَیْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوْعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْاَمْوَالِ وَالْاَنْفُسِ وَالثَّمَرٰتِ ؕ— وَبَشِّرِ الصّٰبِرِیْنَ ۟ۙ
مونږ به ارو مرو تاسې په ډار، لوږې د مالونو، ځانونو او د میوو په کموالي وازمایو زغم کوونکو ته زیری ورکړه.
અરબી તફસીરો:
الَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَتْهُمْ مُّصِیْبَةٌ ۙ— قَالُوْۤا اِنَّا لِلّٰهِ وَاِنَّاۤ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَ ۟ؕ
هغوی ته چې کله کوم مصیبت ور ورسیږي وایې چې : مونږ ټول د الله یو او مونږ ټول به هغه ته بیا ورګرځو.
અરબી તફસીરો:
اُولٰٓىِٕكَ عَلَیْهِمْ صَلَوٰتٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ ۫— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُهْتَدُوْنَ ۟
پر دا وړ خلکو د دوی د رب ډیري پیرزوینې او مهربانۍ دي او همدوی د روغې او سمې لیارې میندونکي دي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ ۚ— فَمَنْ حَجَّ الْبَیْتَ اَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِ اَنْ یَّطَّوَّفَ بِهِمَا ؕ— وَمَنْ تَطَوَّعَ خَیْرًا ۙ— فَاِنَّ اللّٰهَ شَاكِرٌ عَلِیْمٌ ۟
بې شکه چې صفا او مروه د الله تعالی له نښانو څخه دي، نو څوک چې د بیت الله د حج یا عمرې تکل وکړي هیڅ باک نه لري چې د دواړو په مینځ کې منډې را منډې وکړي او څوک چې نیک او ښه کارونه په خوښه وکړي نو الله ښه شکر منونکې او عالم دی.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْتُمُوْنَ مَاۤ اَنْزَلْنَا مِنَ الْبَیِّنٰتِ وَالْهُدٰی مِنْ بَعْدِ مَا بَیَّنّٰهُ لِلنَّاسِ فِی الْكِتٰبِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ یَلْعَنُهُمُ اللّٰهُ وَیَلْعَنُهُمُ اللّٰعِنُوْنَ ۟ۙ
دا خبره پخه ده چې کوم کسان زمونږ له لورې رالیږل شوي ښکاره څیزونه او لارښوونې سره له دې چې مونږ په کتاب کې پوره روښانه کړي دي، پټوي الله پرې لعنت وايې او نور ټول لعنت ویونکي به هم پرې لعنت ووايې.
અરબી તફસીરો:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا وَاَصْلَحُوْا وَبَیَّنُوْا فَاُولٰٓىِٕكَ اَتُوْبُ عَلَیْهِمْ ۚ— وَاَنَا التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
خو پر هغه چا به لعنت نه وی چې له ورانۍ څخه بیرته راوګرځي ځانونه روغ، نیکیو ته مخه او ښوونې بیان کړي د دغو خلکو توبه به زه ومنم ځکه چې زه توبه منونکی مهربان یم.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَمَاتُوْا وَهُمْ كُفَّارٌ اُولٰٓىِٕكَ عَلَیْهِمْ لَعْنَةُ اللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
او دا خبره هم پخه ده چې څوک کافران شوي او په کفر ور مړه شوي نو پر هغوی د الله، ملایکو، او ټولو خلکو لعنت دی.
અરબી તફસીરો:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— لَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
تل به پرې لعنت وریږي نه به ترې عذاب سپک او نه به مهلت ورکړای شي.
અરબી તફસીરો:
وَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ ۟۠
خبر اوسئ چې : ستاسې معبود همدا یو الله دی پرته له دې مهربان او بښونکې الله څخه بل هیڅ(حق) معبود نشته.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ બકરહ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો