Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા


શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અર્ રઅદ   આયત:
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— اُكُلُهَا دَآىِٕمٌ وَّظِلُّهَا ؕ— تِلْكَ عُقْبَی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا ۖۗ— وَّعُقْبَی الْكٰفِرِیْنَ النَّارُ ۟
د هغه جنت چې له متقیانو سره يې وعده شوې ده صفت دا دی چې لاندې له ونو او ماڼیو به يې ویالې. میوې به يې تل تر تله تازه او سیوری به يې تل پاتې وي. دا د متقیانو پای او د کافرانو اخرنی ځای اور دی.
અરબી તફસીરો:
وَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَفْرَحُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمِنَ الْاَحْزَابِ مَنْ یُّنْكِرُ بَعْضَهٗ ؕ— قُلْ اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ اللّٰهَ وَلَاۤ اُشْرِكَ بِهٖ ؕ— اِلَیْهِ اَدْعُوْا وَاِلَیْهِ مَاٰبِ ۟
او ای محمده! کومو کسانو ته چې ما پخوا کتاب ورکړی دی په هغه څه هم خوښیږي چې تا ته نازل کړای شوي دي خو په مختلفو ډلو کې داسې خلک هم شته چې ستا د کتاب ځینې برخې نه مني. هغوی ته ډانګ پیلي ووایه چې ماته یوازې د یو الله د بندګۍ کولو امر شوی دی او له دې منع شوی یم چې له هغه سره بل څوک شریک کړم. نو ځکه یوازې د هغه په لور بلنه کوم او یوازې هغه ته زما بیرته ورتګ دی.
અરબી તફસીરો:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنٰهُ حُكْمًا عَرَبِیًّا ؕ— وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ بَعْدَ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ— مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا وَاقٍ ۟۠
او په همدې توګه مونږ په عربي ژبه حکم کوونکی قران نازل کړ نو که بیا هم وروسته له دې چې پوره علم او پوهه درکړای شوه ته د هغوی غوښتنې ومنې نو دالله په مقابل کې به هیڅوک ستا ملاتړ نه وي او نه به دې څوک وژغورلای شي.
અરબી તફસીરો:
وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ اَزْوَاجًا وَّذُرِّیَّةً ؕ— وَمَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— لِكُلِّ اَجَلٍ كِتَابٌ ۟
او په تحقیق چې له تا نه وړاندې مونږ ډير رسولان لیږلي او هغوی مو د ښخو او اولادونو خاوندان ګرځولي وو. او د هیڅ رسول په توان نه وه چې د الله له خوښې پرته کومه معجزه راوړي. هره نیټه په کتاب کې ښکل شوې ده.
અરબી તફસીરો:
یَمْحُوا اللّٰهُ مَا یَشَآءُ وَیُثْبِتُ ۖۚ— وَعِنْدَهٗۤ اُمُّ الْكِتٰبِ ۟
د الله چې څه ته خوښه شي له مینځه يې وړي او څه ته يي چې خوښه شي په خپل ځای يې کلکوي د هر څه بنسټیزه لیکنه له هغه سره ده.
અરબી તફસીરો:
وَاِنْ مَّا نُرِیَنَّكَ بَعْضَ الَّذِیْ نَعِدُهُمْ اَوْ نَتَوَفَّیَنَّكَ فَاِنَّمَا عَلَیْكَ الْبَلٰغُ وَعَلَیْنَا الْحِسَابُ ۟
او ای محمده! که مونږ تاته ځینې هغه څه دروښایو چې کافران او ظالمان پرې ډار وو او یا تا وفات کړو بیا پرې هغوی وربړوو. ( نو ته څه زیاته وسوسه مه کوه ځکه چې) ستا دنده یوازې رسونه ده او پوښتنه زما کار دی.
અરબી તફસીરો:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا ؕ— وَاللّٰهُ یَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهٖ ؕ— وَهُوَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
ایا دغه خلک نه ګوري چې مونږ په دغه ځمکه را روان او له څنډو یې [۱۷] پر هغوی راتنګوو؟ الله ښې پریکړې کوي د هغه پرکړې هیڅوک نه رد او نه وروسته کولای شي. او د هغه حساب خورا ډیر تیز دی.
[۱۷] اسلامي دعوت ورځ په ورځ ددوی په چاپیریال کې خپریږي او دوي ته رانژدې کيږي( ابن جریر الطبری).
અરબી તફસીરો:
وَقَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلِلّٰهِ الْمَكْرُ جَمِیْعًا ؕ— یَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ ؕ— وَسَیَعْلَمُ الْكُفّٰرُ لِمَنْ عُقْبَی الدَّارِ ۟
او له دوی نه وړاندې خلکو هم ډیر چلونه او دوکې کړي دي. خو د ټولو چلونو واکمن یوازې یو الله دی. ټول هغه څه ورته معلوم دي چې هر ساکښ يې کوي. او کافران به ډیر ژر پوه شي چې اخرنی کور د چا په برخه دی؟
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અર્ રઅદ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - સરફરાઝ - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

મૌલવી જાનબાઝ સરફરાઝ દ્વારા અનુવાદિત.

બંધ કરો