Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુઝમ્મીલ   આયત:

مزمل

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ ۟ۙ
اې ځان نغښتونكيه!
અરબી તફસીરો:
قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ
ودریږه د شپې مګر لږ.
અરબી તફસીરો:
نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًا ۟ۙ
نيمايي يې، يا څه لږ ترې كم كړه.
અરબી તફસીરો:
اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًا ۟ؕ
يا څه پرې زيات كړه او قرآن په كرار کرار لوله.
અરબી તફસીરો:
اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا ۟
.(دا دى) موږ پر تا يو دروند كلام نازلوو.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّاَقْوَمُ قِیْلًا ۟ؕ
بېشكه د شپى په برخو کې لوستل ډیر جوښت وي زړه ته او ډیره سیده وینا وي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًا ۟ؕ
په رېښتيا ستا لپاره د ورځې ډېره بوختيا ده.
અરબી તફસીરો:
وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًا ۟ؕ
او د خپل پالونکي نوم يادوه او د هغه لور ته پوره ګوښى شه.
અરબી તફસીરો:
رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا ۟
هغه د ختيځ او لوېديځ څښتن دى، له هغه پرته بل معبود نشته نو همغه خپل وكيل ونيسه.
અરબી તફસીરો:
وَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا ۟
او پر هغه څه صبر كوه چې دوى يې وايي او په ښه توګه ترې بېل شه.
અરબી તફસીરો:
وَذَرْنِیْ وَالْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا ۟
ما او دغه د نعمت والا درواغ ګڼونكي سره پرېږده او هغوى ته لږ مهلت وركړه.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّجَحِیْمًا ۟ۙ
بېشکه موږ سره درنې زولنې او بل اور دى.
અરબી તફસીરો:
وَّطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّعَذَابًا اَلِیْمًا ۟۫
او په مرۍ (ستوني) كې نېښلېدونکي خواړه او دردوونکی عذاب دی.
અરબી તફસીરો:
یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا ۟
هغه ورځ چې ځمكه او غرونه ولړزيږي او غرونه به د شګو خپره شوې ډېرۍ (غوندې) وي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا ۙ۬— شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًا ۟ؕ
بېشكه موږ تاسي ته همغسې يو رسول پر تاسې د شاهد په توګه لېږلى لكه چې فرعون ته مو يو رسول لېږلى و.
અરબી તફસીરો:
فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا ۟
خو فرعون له هغه رسوله سر غړونه وکړه؛ نو بيا مو ډېر سخت راګېر كړ.
અરબી તફસીરો:
فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَا ۟
نو كه تاسې يې ونه منئ بيا به هغه ورځ څنګه ځان ساتئ چې ماشومان بوډاګان كوي.
અરબી તફસીરો:
١لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌ بِهٖ ؕ— كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا ۟
آسمان به پرې چاودېدونکی وي، د هغه ژمنه كېدونكې ده.
અરબી તફસીરો:
اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟۠
بېشکه دغه نصيحت دى، نو د چا چې خوښه وي د خپل پالونکي خواته دې لار غوره کړي.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુઝમ્મીલ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો