Check out the new design

કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર * - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુમતહિનહ   આયત:
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِیْهِمْ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَنْ كَانَ یَرْجُوا اللّٰهَ وَالْیَوْمَ الْاٰخِرَ ؕ— وَمَنْ یَّتَوَلَّ فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟۠
په رېښتيا ستاسو لپاره شته په هغوى كې غوره بیلګه د پیروۍ، د هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت د ورځې هيله لري، او كه څوك مخ اړوي نو بېشكه همغه الله غني (بې پروا) ستايل شوى دى.
અરબી તફસીરો:
عَسَی اللّٰهُ اَنْ یَّجْعَلَ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَ الَّذِیْنَ عَادَیْتُمْ مِّنْهُمْ مَّوَدَّةً ؕ— وَاللّٰهُ قَدِیْرٌ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
ښایي چې الله تعالی به دوستي جوړه کړي ستاسو او د هغو کسانو تر مینځ چې تاسو ورسره دښمني کوئ، الله تعالی قدرت والا دی او الله تعالی بخښنه کوونکی او مهربان دی.
અરબી તફસીરો:
لَا یَنْهٰىكُمُ اللّٰهُ عَنِ الَّذِیْنَ لَمْ یُقَاتِلُوْكُمْ فِی الدِّیْنِ وَلَمْ یُخْرِجُوْكُمْ مِّنْ دِیَارِكُمْ اَنْ تَبَرُّوْهُمْ وَتُقْسِطُوْۤا اِلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُقْسِطِیْنَ ۟
چا چې په دين كې ستاسو سره جګړه نه ده كړې او له خپلو كورونو يې نه يئ اېستلي نو الله مو هغوى سره له ښېګڼې او انصافه نه ايساروي، په رېښتيا الله انصاف لرونکي خلك خوښوي.
અરબી તફસીરો:
اِنَّمَا یَنْهٰىكُمُ اللّٰهُ عَنِ الَّذِیْنَ قَاتَلُوْكُمْ فِی الدِّیْنِ وَاَخْرَجُوْكُمْ مِّنْ دِیَارِكُمْ وَظَاهَرُوْا عَلٰۤی اِخْرَاجِكُمْ اَنْ تَوَلَّوْهُمْ ۚ— وَمَنْ یَّتَوَلَّهُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
الله خو تاسي يوازې د هغو خلكو له دوستۍ ايساروي چې جنګ کوي تاسو سره په دين کې او ویستلي یئ تاسي د کورونو ستاسو نه او څوك چې ورسره دوستي كوي نو همغه خلك ظالمان دي.
અરબી તફસીરો:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا جَآءَكُمُ الْمُؤْمِنٰتُ مُهٰجِرٰتٍ فَامْتَحِنُوْهُنَّ ؕ— اَللّٰهُ اَعْلَمُ بِاِیْمَانِهِنَّ ۚ— فَاِنْ عَلِمْتُمُوْهُنَّ مُؤْمِنٰتٍ فَلَا تَرْجِعُوْهُنَّ اِلَی الْكُفَّارِ ؕ— لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ یَحِلُّوْنَ لَهُنَّ ؕ— وَاٰتُوْهُمْ مَّاۤ اَنْفَقُوْا ؕ— وَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اَنْ تَنْكِحُوْهُنَّ اِذَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ ؕ— وَلَا تُمْسِكُوْا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَسْـَٔلُوْا مَاۤ اَنْفَقْتُمْ وَلْیَسْـَٔلُوْا مَاۤ اَنْفَقُوْا ؕ— ذٰلِكُمْ حُكْمُ اللّٰهِ ؕ— یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی كله چې مومنانې د مهاجرو په توګه درته راشي نو ويې ازمويئ، الله د هغوى په ايمان ډېر ښه پوه دى، نو كه چېرې تاسي ته مومنانې معلومې شوې؛ نو بېرته يې كافرو ته مه ورستنوئ؛ هغوى نه دوى ته حلالې دي او نه دوى (كافران) هغوى ته حلال دي، خو كوم لګښت چې هغوى (كافرانو) كړى نو هغه وركړئ او پر تاسي څه ګناه نشته چې هغوى په نكاح كړئ، كله چې مهرونه يې وركړئ او د كافرانو مېرمنو ناموس ځان سره ټينـګ مه ساتئ، څه چې تاسې (پرې) لګولي هغه (ترې) وغواړئ او چې هغوى كوم لګښت (پرې) كړى وي، هغه دې دوى (كافران ترې) وغواړي. دا د الله حكم دى چې ستاسي ترمنځ يې پرېکړه كوي.
અરબી તફસીરો:
وَاِنْ فَاتَكُمْ شَیْءٌ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ اِلَی الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَاٰتُوا الَّذِیْنَ ذَهَبَتْ اَزْوَاجُهُمْ مِّثْلَ مَاۤ اَنْفَقُوْا ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اَنْتُمْ بِهٖ مُؤْمِنُوْنَ ۟
او كه ستاسي څه مېرمنې د كافرانو خواته ورشي، بيا مو لاس بر شي (پر كافرانو) نو د كومو كسانو چې مېرمنې تللې دي، هغومره څه وركړئ (له غنيمته) چې هغوى (پرې) لګولي وو. او له الله وډار شئ هغه چې تاسي ايمان پرې راوړى.
અરબી તફસીરો:
 
શબ્દોનું ભાષાંતર સૂરહ: અલ્ મુમતહિનહ
સૂરહ માટે અનુક્રમણિકા પેજ નંબર
 
કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર - ભાષાંતરોની અનુક્રમણિકા

રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતું સંગઠનના સહયોગથી

બંધ કરો