Check out the new design

Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Firo pastiiwo - Sarfaraz * - Tippudi firooji ɗii


Firo maanaaji Simoore: Simoorw Taahaa   Aaya:
وَاَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا یُوْحٰی ۟
او ته ما غوره کړی یې نو هغه څه ته غوږ ونیسه چې درته وحې کیږي.
Faccirooji aarabeeji:
اِنَّنِیْۤ اَنَا اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدْنِیْ ۙ— وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ لِذِكْرِیْ ۟
بې شکه همدا زه الله یم،پرته له ما بل هیڅ معبود نشته نو یوازې زما عبادت وکړه.او زما د یاد لپاره لمونځ وکړه.
Faccirooji aarabeeji:
اِنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ اَكَادُ اُخْفِیْهَا لِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعٰی ۟
قیامت هرو،مرو راتلونکی دی،تر څو هر چاته د خپلو هلو ځلو بدله ور کړای شي خو د راتلو وخت یې ما خورا زیات پټ کړی دی.
Faccirooji aarabeeji:
فَلَا یَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ فَتَرْدٰی ۟
نو باید تا هغه څوک چې په قیامت ایمان نه لري او د خپلو نفسي غوښتنو پسې روان وي د قیامت له فکر نه بې پروانه کړي که نه نو هلاک به شي.
Faccirooji aarabeeji:
وَمَا تِلْكَ بِیَمِیْنِكَ یٰمُوْسٰی ۟
او ای موسې په ښي لاس کې دې څه دي؟
Faccirooji aarabeeji:
قَالَ هِیَ عَصَایَ ۚ— اَتَوَكَّؤُا عَلَیْهَا وَاَهُشُّ بِهَا عَلٰی غَنَمِیْ وَلِیَ فِیْهَا مَاٰرِبُ اُخْرٰی ۟
موسې وویل:دا زما امساده.چې تکیه پرې کوم خپلو میږو ته پرې پاڼې څنډم او هم پرې خپلې نوری اړتیاوې پوره کوم.
Faccirooji aarabeeji:
قَالَ اَلْقِهَا یٰمُوْسٰی ۟
الله وفرمایل:موسې دا وغورځوه.
Faccirooji aarabeeji:
فَاَلْقٰىهَا فَاِذَا هِیَ حَیَّةٌ تَسْعٰی ۟
نو چې ویې غورځوله ناببره ترې څغلیدونکی مار جوړ شو.
Faccirooji aarabeeji:
قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ ۫— سَنُعِیْدُهَا سِیْرَتَهَا الْاُوْلٰی ۟
ویي وفرمایل:ویې نیسه او ډاریږه مه.مونږ به هغه بیرته د پخوا په شان کړو.
Faccirooji aarabeeji:
وَاضْمُمْ یَدَكَ اِلٰی جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ اٰیَةً اُخْرٰی ۟ۙ
او لاس دې تخرګ ته نژدې کړه،تک سپين پړک وهونکی به بې له کوم توروالی راووځي.هو!دا یوه بله معجزه ده.
Faccirooji aarabeeji:
لِنُرِیَكَ مِنْ اٰیٰتِنَا الْكُبْرٰی ۟ۚ
تر څو مونږ تا ته خپلې لویې معجزې دروښایو.
Faccirooji aarabeeji:
اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟۠
فرعون ته ورشه هغه خپل سری شوی دی.
Faccirooji aarabeeji:
قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِیْ صَدْرِیْ ۟ۙ
موسې وویل:زما ربه!زما سینه پراخه کړه.
Faccirooji aarabeeji:
وَیَسِّرْ لِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ
او کار مې راته اسان کړه.
Faccirooji aarabeeji:
وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّنْ لِّسَانِیْ ۟ۙ
او زما د ژبې غوټه وسپړه.
Faccirooji aarabeeji:
یَفْقَهُوْا قَوْلِیْ ۪۟
تر څو زما په خبره پوه شي.
Faccirooji aarabeeji:
وَاجْعَلْ لِّیْ وَزِیْرًا مِّنْ اَهْلِیْ ۟ۙ
او زما د کورنۍ یو غړی زما مرستیال وټاکه.
Faccirooji aarabeeji:
هٰرُوْنَ اَخِی ۟ۙ
هارون زما ورور.
Faccirooji aarabeeji:
اشْدُدْ بِهٖۤ اَزْرِیْ ۟ۙ
ملامې پرې کلکه کړه.
Faccirooji aarabeeji:
وَاَشْرِكْهُ فِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ
او په کار کې یې را سره برخه وال کړه.
Faccirooji aarabeeji:
كَیْ نُسَبِّحَكَ كَثِیْرًا ۟ۙ
تر څو ستا پاکې ډیره بیان کړو.
Faccirooji aarabeeji:
وَّنَذْكُرَكَ كَثِیْرًا ۟ؕ
او تا ډير یاد کړو.
Faccirooji aarabeeji:
اِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِیْرًا ۟
ته مونږ ښه وینې.
Faccirooji aarabeeji:
قَالَ قَدْ اُوْتِیْتَ سُؤْلَكَ یٰمُوْسٰی ۟
الله وفرمایل:موسې!څه دې چې غوښتل در کړای شول.
Faccirooji aarabeeji:
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَیْكَ مَرَّةً اُخْرٰۤی ۟ۙ
او مونږ پر تا یو ځل پخوا هم احسان کړی و.
Faccirooji aarabeeji:
 
Firo maanaaji Simoore: Simoorw Taahaa
Tippudi cimooje Tonngoode hello ngoo
 
Firo maanaaji al-quraan tedduɗo oo - Firo pastiiwo - Sarfaraz - Tippudi firooji ɗii

Eggi nde ko Mowlawi Janbaaz Sarfaraz

Uddude