Check out the new design

Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Loowdi firooji ɗi


Firo maanaaji Simoore.: Simoore Jinneeji (Baralli)   Aaya.:

جن

Hino jeyaa e paandale simoore nden:
إبطال دين المشركين، ببيان حال الجنّ وإيمانهم بعد سماع القرآن.
د مشرکانو د دين ابطال د پېريانو د حال په بيانولو او د قرآن له اورېدلو وروسته د هغوی په ايمان راوړلو سره.

قُلْ اُوْحِیَ اِلَیَّ اَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوْۤا اِنَّا سَمِعْنَا قُرْاٰنًا عَجَبًا ۟ۙ
اې رسوله! خپل امت ته ووايه: الله راته وحي کړې ده چې زما د قرآن لوستلو ته په نخله (دیو ځای نوم دی) ناو کې يوې ډلې پېريانو غوږ ونيولو، کله چې هغوی خپل قوم ته ورغلل ويې ويل: پرته له شکه موږ يو داسې لوستل شوی کلام واورېدلو چې په بيان او فصاحت کې حيرانوونکی و.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
یَّهْدِیْۤ اِلَی الرُّشْدِ فَاٰمَنَّا بِهٖ ؕ— وَلَنْ نُّشْرِكَ بِرَبِّنَاۤ اَحَدًا ۟ۙ
دغه کلام چې موږ واورېدلو په اعتقاد، وينا او عمل کې پر حق دلالت کوي؛ نو موږ هم ايمان پرې راوړو، او له خپل پالونکي سره به چې هغه يې نازل کړی دی هيڅکله څوک شريک نه کړو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّهٗ تَعٰلٰی جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَّلَا وَلَدًا ۟ۙ
او ايمان مو راوړ پردې چې زموږ د پالونکي شان او لويي ډېره لوړه ده، نه يې مېرمن او نه يې زوی نيولی لکه څنګه چې مشرکان وايي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّهٗ كَانَ یَقُوْلُ سَفِیْهُنَا عَلَی اللّٰهِ شَطَطًا ۟ۙ
او دا چې ابليس پر الله داسې ناحقه خبرې تړلې چې هغه پاک ذات يې د مېرمنې او زوی نسبت کولو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ تَقُوْلَ الْاِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۟ۙ
او موږ دا ګومان کړی و چې له انسانانو او پېريانو به مشرکان درواغ نه وايي کله چې هغوی دا ګومان کولو چې هغه (الله) لره مېرمن او زوی شته؛ نو موږ د هغوی په پيروي کولو سره د هغوی وينا رېښتينې وګڼله هغوی پسې په پټو سترګو لاړو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّهٗ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْاِنْسِ یَعُوْذُوْنَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوْهُمْ رَهَقًا ۟ۙ
او دا چې په جاهليت کې له انسانانو ځينو سړيو د پېريانو پر ځينو سړيو پورې پناه غوښته کله به چې کوم ډاروونکي ځای ته راتلل؛ نو له هغوی به يوه ويل: د دغې شېلې (ناو) پر سردار د هغه د قوم له احمقانو پناه غواړم، چې د انسانانو د سړيو وېره او ډار به د پېريانو د سړيو له لوري لا زياته شوه.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّهُمْ ظَنُّوْا كَمَا ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ اَحَدًا ۟ۙ
اې پېريانو لکه تاسې چې ګومان کړی وو انسانانو هم همداسې ګومان وکړ چې پرته له شکه الله به هيڅکله هيڅوک د هغه له مرګ وروسته بېرته د حساب او بدلې لپاره را پورته نه کړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّا لَمَسْنَا السَّمَآءَ فَوَجَدْنٰهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِیْدًا وَّشُهُبًا ۟ۙ
او دا چې د آسمان خبر مو ولټولو؛ نو آسمان مو له پرېښتو څخه پر داسې پياوړو څوکيدارانو ډک وموندی چې هغه يې د هغو خبرو له غلا څخه ساتلو چې موږ يې کوو، او له لمبه کوونکي اوره ډک چې هر هغه څوک پرې وېشتل کيږي چې آسمان ته نېږدې کيږي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ ؕ— فَمَنْ یَّسْتَمِعِ الْاٰنَ یَجِدْ لَهٗ شِهَابًا رَّصَدًا ۟ۙ
او دا چې پخوا به موږ له آسمانه داسې ځايونه نيول چې له هغو به مو هغه څه ته غوږ نيولو چې پرېښتو سره ويل؛ نو د ځمکې کاهنان (غيب ویلو دعوه کوونکي) به مو پرې خبرول، او اوس حال بدلون موندلی، اوس چې له موږ څوک غوږ نيسي د هغه لپاره چمتو کړل شوی لمبه وهونکی اور مومي، کله چې ور نېږدې شي هغه اور پرې راخوشې کړل شي؛ نو ويې سوځوي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّا لَا نَدْرِیْۤ اَشَرٌّ اُرِیْدَ بِمَنْ فِی الْاَرْضِ اَمْ اَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا ۟ۙ
او موږ نه پوهيږو چې د دغې سختې څوکيدارۍ لامل څه دی؛ آيا د ځمکې د خلکو لپاره د شر اراده کړل شوې ده، او يا دا چې الله د هغوی لپاره خير غوښتی، له موږ د آسمان خبر پرې شو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّا مِنَّا الصّٰلِحُوْنَ وَمِنَّا دُوْنَ ذٰلِكَ ؕ— كُنَّا طَرَآىِٕقَ قِدَدًا ۟ۙ
او دا چې د پېريانو ډلې: له موږ ځينې ځان ساتونکي نېکان دي، او ځينې را څخه کافران او بې لاري دي؛ موږ بېلابېل ډولونه او د مختلفو غوښتنو څښتنان يو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ نُّعْجِزَ اللّٰهَ فِی الْاَرْضِ وَلَنْ نُّعْجِزَهٗ هَرَبًا ۟ۙ
او دا چې موږ باور وکړ چې پرته له شکه موږ له الله پاک څخه نه پاتې کېږو که چېرې هغه د کوم امر اراده راته وکړي او نه به په تېښته ترې خلاص شو ځکه هغه پر موږ چاپېر دی.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَّاَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدٰۤی اٰمَنَّا بِهٖ ؕ— فَمَنْ یُّؤْمِنْ بِرَبِّهٖ فَلَا یَخَافُ بَخْسًا وَّلَا رَهَقًا ۟ۙ
او دا چې کله موږ هغه قرآن واورېدلو چې سمې لارې ته ښوونه کوي ايمان مو پرې راوړ؛ نو څوک چې پر خپل پالونکي ايمان راوړي هغه د خپلو نېکيو له کمېدو نه وېريږي او نه به د کومې داسې ګناه څخه چې د هغه پخوانيو ګناهونو ته ور زياته کړل شي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
Hino jeyaa e nafooje Aayeeje on ka hello ɗoo.:
• تأثير القرآن البالغ فيمَنْ يستمع إليه بقلب سليم.
پر هغه چا د قرآن ژور اغېز چې په پاک زړه غوږ ورته نيسي.

• الاستغاثة بالجن من الشرك بالله، ومعاقبةُ فاعله بضد مقصوده في الدنيا.
له پېريانو مرسته غوښتل پر الله شرک کول دي، او د ترسره کوونکي پايله يې په دنيا کې د خپلې موخې پر ضد کړنه ده.

• بطلان الكهانة ببعثة النبي صلى الله عليه وسلم.
د نبي صلی الله عليه وسلم له راتګ سره د کاهنانو(غيب ویلو دعوه کوونکو) باطلېدل.

• من أدب المؤمن ألا يَنْسُبَ الشرّ إلى الله.
د مؤمن له ادب څخه دا خبره هم ده چې الله ته د شر نسبت ونه کړي.

 
Firo maanaaji Simoore.: Simoore Jinneeji (Baralli)
Loowdi cimooje ɗe Tonngoode hello ngon
 
Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Loowdi firooji ɗi

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddu