Check out the new design

Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Loowdi firooji ɗi


Firo maanaaji Simoore.: Simoore Naafigeeɓe   Aaya.:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا یَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُوْلُ اللّٰهِ لَوَّوْا رُءُوْسَهُمْ وَرَاَیْتَهُمْ یَصُدُّوْنَ وَهُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ ۟
او کله چې دغو منافقانو ته وويل شي: د الله رسول ته د هغه څه له امله چې درڅخه شوي عذر کوونکي راشئ، هغه به تاسوته له الله څخه ستاسو د ګناهونو بخښنه وغواړي، هغوی په ملنډو او مسخرو خپل سرونه تاو کړي، او ته يې وينې چې له هغه څه مخ اړوي چې امر ورته کيږي، او هغوی د حق له منلو او پر هغو له باور کولو څخه کبر کوونکي وي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
سَوَآءٌ عَلَیْهِمْ اَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ اَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ ؕ— لَنْ یَّغْفِرَ اللّٰهُ لَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
اې رسوله! د هغوی د ګناهونو لپاره ستا د بخښنې غوښتل او د هغوی لپاره ستا لخوا د بخښنې نه غوښتل سره برابر دي، الله به هيڅکله هغوی ته يې د ګناهونو بخښنه ونه کړي، پرته له شکه الله له خپلې پيروۍ وتونکي قوم ته توفيق نه ورکوي هغو کسانو ته چې له الله څخه په سرغړونه ټينګار کوي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
هُمُ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ لَا تُنْفِقُوْا عَلٰی مَنْ عِنْدَ رَسُوْلِ اللّٰهِ حَتّٰی یَنْفَضُّوْا ؕ— وَلِلّٰهِ خَزَآىِٕنُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلٰكِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟
هغوی داسې خلک دي چې وايي: خپل مالونه مو پر هغو بې وزلو او کوچيانو چې د مدينې په شاوخوا کې د الله له رسول سره دي مه لګوئ ترڅو هغوی ورڅخه ولاړ شي، حال داچې د اسمانونو او ځمکې زېرمې يوازې الله لره دي، له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي په روزي يې ورکوي، خو منافقان پردې نه پوهيږي چې د روزۍ زېرمې د هغه پاک ذات په لاس کې دي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
یَقُوْلُوْنَ لَىِٕنْ رَّجَعْنَاۤ اِلَی الْمَدِیْنَةِ لَیُخْرِجَنَّ الْاَعَزُّ مِنْهَا الْاَذَلَّ ؕ— وَلِلّٰهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُوْلِهٖ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَلٰكِنَّ الْمُنٰفِقِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
د هغوی سردار عبدالله بن أُبيّ وايي: که مدينې ته وروګرځېدلو هرومرو به عزتمن چې هغه زه او قوم مې دی له مدينې څخه بې عزته خلک وباسي چې هغه محمد او د هغه ملګري دي، حال داچې يوازې الله، د هغه رسول او مؤمنانو لره عزت دی، د عبدالله بن ابي او د هغه ملګرو لره عزت نشته، خو منافقان داسې خلک دي چې پر دې نه پوهيږي چې عزت الله، د هغه رسول او مؤمنانو لپاره دی.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُلْهِكُمْ اَمْوَالُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ ۚ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مالونه او اولادونه دې تاسې له لمانځه او د اسلام له نورو فرائضو څخه بوخت نه کړي، او څوک چې مالونه او اولادونه يې د الله له واجب کړي لمانځه او نورو واجباتو څخه بوخت کړي، نو په حقيقت کې همدوی داسې تاوانيان دي چې خپل کورونه او خېلخانې يې د قيامت په ورځ تاوانيان کړي دي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَاَنْفِقُوْا مِنْ مَّا رَزَقْنٰكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَیَقُوْلَ رَبِّ لَوْلَاۤ اَخَّرْتَنِیْۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ۙ— فَاَصَّدَّقَ وَاَكُنْ مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او کوم مالونه چې الله په روزي درکړي له هغو څخه لګښت وکړئ مخکې تردې چې له تاسو څخه يو ته مرګ راشي؛ نو بيا خپل پالونکي ته وايي: اې زما پالونکيه ولې دې تر لږې مودې پورې وروسته نه کړم، چې له خپل ماله مې د الله په لار کې خيرات کړی وای، او د الله له هغو نېکو بندګانو څخه شوی وای چې کړنې يې سمې دي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَلَنْ یُّؤَخِّرَ اللّٰهُ نَفْسًا اِذَا جَآءَ اَجَلُهَا ؕ— وَاللّٰهُ خَبِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
او الله پاک به هيڅکله هغه څوک وروسته نه کړي چې وخت يې را رسېدلی وي او عمر يې پای ته رسېدلی وي، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، ستاسو له اعمالو له هغه هيڅ هم نه پټيږي، که خير وو؛ نو د خير بدله به درکړي او که بد وو نو بده بدله به درکړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
Hino jeyaa e nafooje Aayeeje on ka hello ɗoo.:
• الإعراض عن النصح والتكبر من صفات المنافقين.
له نصيحتونه څخه مخ اړول او تکبر کول د منافقانو له صفتونو څخه دي.

• من وسائل أعداء الدين الحصار الاقتصادي للمسلمين.
د دين د دښمنانو له وسيلو څخه يوه هم د مسلمانانو اقتصادي کلابندي ده.

• خطر الأموال والأولاد إذا شغلت عن ذكر الله.
د مالونو او اولادونو خطر کله چې د الله له ياد څخه څوک بوخت کړي.

 
Firo maanaaji Simoore.: Simoore Naafigeeɓe
Loowdi cimooje ɗe Tonngoode hello ngon
 
Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Loowdi firooji ɗi

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddu