Check out the new design

Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Loowdi firooji ɗi


Firo maanaaji Simoore.: Simoore laɓɓinaama   Aaya.:
فَقَضٰىهُنَّ سَبْعَ سَمٰوَاتٍ فِیْ یَوْمَیْنِ وَاَوْحٰی فِیْ كُلِّ سَمَآءٍ اَمْرَهَا وَزَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ ۖۗ— وَحِفْظًا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟
نو الله د آسمانونو جوړښت په دوو ورځو کې بشپړ کړ، د پنجشنبې او جمعې په ورځ کې، په همدې سره د آسمانونو او ځمکې پيدايښت په شپږو ورځو کې پای ته ورسېدلو، او الله په هر آسمان کې چې څه ټاکل اود کومې پيروۍ او عبادت امر يې چې کولو پکې وحي يې کړل، او د دنيا آسمان مو په ستورو ښايسته کړ، او آسمان مو د شيطانانو د غوږ نيونې پرې خوندي کړ، دغه ټول ياد شوي د هغه برلاسي تقدير دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر مخلوق يې ښه پوه دی.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
فَاِنْ اَعْرَضُوْا فَقُلْ اَنْذَرْتُكُمْ صٰعِقَةً مِّثْلَ صٰعِقَةِ عَادٍ وَّثَمُوْدَ ۟ؕ
ای رسوله! که چېرې دغو خلکو پر هغه څه له ايمان راوړلو مخ واړولو چې ته ورسره راغلی يې، نو بيا ورته ووايه: ما له هغه عذابه ووېرولئ چې پر تاسو راتلونکی دی، لکه کوم عذاب چې د هود پر قوم عاد او صالح پر قوم ثمود راغلی و کله چې هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اِذْ جَآءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— قَالُوْا لَوْ شَآءَ رَبُّنَا لَاَنْزَلَ مَلٰٓىِٕكَةً فَاِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
کله چې هغوی ته يې رسولان راغلل چې يو پر بل پسې يې يوه بلنه ورکوله، امر يې ورته کولو چې يوازې دیو الله عبادت وکړئ، له هغوی يې کافرانو وويل: که چېرې پالونکي مو موږ ته د پرېښتو نازلول د استازو په توګه غوښتلای نو را نازلې کړې به يې وای، بېشکه موږ پر هغه څه کافران يو چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست، ځکه تاسو زموږ غوندې انسانان ياست.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
فَاَمَّا عَادٌ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ بِغَیْرِ الْحَقِّ وَقَالُوْا مَنْ اَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً ؕ— اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ الَّذِیْ خَلَقَهُمْ هُوَ اَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً ؕ— وَكَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ ۟
نو د هود قوم عاديانو پر الله د کفر سربېره په ځمکه کې پرته له حقه لويي وکړه او پرخپلو شاوخوا خلکو يې ظلم وکړ، او په داسې حال چې پر خپل ځواک دوکه شوي وو ويې ويل: څوک له موږ زيات ځواکمن دي؟! د هغوی د ګمان سره سم تر هغوی زيات څوک ځواکمن نشته، نو الله پر هغوی رد وکړ: آيا دغه خلک نه پوهيږي او نه ويني چې الله تر هغوی زيات ځواکمن دی؟! په داسې حال کې چې هغوی د الله له هغو آيتونو انکار کولو چې هود عليه السلام ورسره راغلی و.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْۤ اَیَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِیْقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَخْزٰی وَهُمْ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟
نو پر هغوی مو داسې تیزه سيلۍ ورولېږله چې وېروونکی آواز يې لرلو، په داسې د بدبختيو په ورځو کې چې په هغو کې پر دوی عذاب و، تر څو هغوی ته د د نيا په ژوندانه کې د خوارۍ او سپکاوي عذاب ور وڅکو، او د آخرت هغه عذاب چې انتظار يې کوي د سپکاوي له پلوه ډېر زيات دی، او هغوی به له عذابه د ځانونو د خلاصېدو لپاره څوک ونه مومي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَاَمَّا ثَمُوْدُ فَهَدَیْنٰهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمٰی عَلَی الْهُدٰی فَاَخَذَتْهُمْ صٰعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُوْنِ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟ۚ
اوکوم چې ثموديان د صالح قوم دی؛ نو هغوی ته مو لارښوونه وکړه، ورته د حق لارې په ښکارولو سره، خو هغوی لار ورکۍ ته د حق لوري په لارښوونه لومړيتوب ورکړ، نو د سپکوونکي عذاب چېغې هغوی تباه کړل د هغه کفر او ګناهونو له امله چې هغوی ترسره کول.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَنَجَّیْنَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟۠
او هغه کسان مو وژغورل چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وو، او د الله د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له هغه وېرېدل، له هغه عذابه مو وژغورل چې پر قوم يې راغی.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَیَوْمَ یُحْشَرُ اَعْدَآءُ اللّٰهِ اِلَی النَّارِ فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟
او هغه ورځ په ياد کړئ چې الله به خپل دښمنان اور ته ورغونډوي، زبانيه پرېښتې به له هغوی لومړني وروستنيو ته ورولي، له اوره به تېښته نه شي کولای.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
حَتّٰۤی اِذَا مَا جَآءُوْهَا شَهِدَ عَلَیْهِمْ سَمْعُهُمْ وَاَبْصَارُهُمْ وَجُلُوْدُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
آن تردې چې دوی هغه اورته راشي چې ور ټېل وهل شوي به وي، او له هغه څه انکار وکړي چې په دنيا کې يې کول، نو غوږونه، سترګې او پوستکي به يې د هغوی پر خلاف د هغه کفر او ګناهونو شاهدي ورکړي چې په دنيا کې يې کول.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
Hino jeyaa e nafooje Aayeeje on ka hello ɗoo.:
• الإعراض عن الحق سبب المهالك في الدنيا والآخرة.
له حق څخه مخ اړول په دنيا او آخرت کې د تباهيو لامل دی.

• التكبر والاغترار بالقوة مانعان من الإذعان للحق.
پر ځواک دوکه کیدل او کبر دواړه د حق له منلو څخه مانع دي.

• الكفار يُجْمَع لهم بين عذاب الدنيا وعذاب الآخرة.
د کافرانو لپاره به د دنيا او آخرت عذاب يوځای کړل شي.

• شهادة الجوارح يوم القيامة على أصحابها.
د غړو د خپلو څښتنانو پر خلاف شاهدي ورکول.

 
Firo maanaaji Simoore.: Simoore laɓɓinaama
Loowdi cimooje ɗe Tonngoode hello ngon
 
Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Loowdi firooji ɗi

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddu