Check out the new design

Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Loowdi firooji ɗi


Firo maanaaji Simoore.: Simoore pellon   Aaya.:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟۠
ای رسوله! له شک پرته موږ پر تا د خلکو لپاره قرآن نازل کړ، تر څو يې ووېروې، نو څوک چې په سمه لار شو د لارښوونې ګټه يې د ځان لپاره ده، د هغه لارښوونه الله ته ګټه نه رسوي، ځکه هغه ترې بې پروا دی، او څوک چې لارورکی شو، د لارورکۍ ضرر يې د ځان پرخلاف دی، ته پر هغوی ګومارل شوی نه يې تر څو يې لارښوونې ته اړکړې، پر تا يوازې د هغه څه رسونه ده چې د رسولو امر يې درته شوی دی.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اَللّٰهُ یَتَوَفَّی الْاَنْفُسَ حِیْنَ مَوْتِهَا وَالَّتِیْ لَمْ تَمُتْ فِیْ مَنَامِهَا ۚ— فَیُمْسِكُ الَّتِیْ قَضٰی عَلَیْهَا الْمَوْتَ وَیُرْسِلُ الْاُخْرٰۤی اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
همغه الله دی چې د وختونو له پای ته رسېدلو سره ساګانې اخلي، او د خوب پرمهال هغه ساګانې اخلي چې وختونه يې پای ته نه وي رسېدلي، نو پر کومو چې د مرګ پرېکړه شوې وي هغه ايساروي، او پرکومو چې پرېکړه نه وي شوې هغه له خپلې پوهې سره سم تر ټاکلې مودې پورې راليږي، له شک پرته په دغه اخېستلو، پرېښودلو، مړه کولو او ژوندي کولو کې د هغه قوم لپاره پر دې خبره دلايل دي چې فکر کوي پر دې خبره چې څوک دا کار کوي هغه قادر پر دې چې خلک د هغوی له مړينې وروسته د حساب او بدلې لپاره راپورته کړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُفَعَآءَ ؕ— قُلْ اَوَلَوْ كَانُوْا لَا یَمْلِكُوْنَ شَیْـًٔا وَّلَا یَعْقِلُوْنَ ۟
مشرکانو له الله پرته خپل بوتان داسې سفارش کوونکي نيولي چې ځانو ته د ګټې هيله ترې لري، ای رسوله ورته ووايه: ايا تاسو هغوی سفارشیان نيسئ که څه هم هغوی نه تاسو ته او نه ځانونو ته د هيڅ واک لري او نه عقل لري، هغوی داسې ګونګي جمادات دي چې نه خبرې کوي، نه اوري، نه لیدل کولای شي، نه ګټه رسوي او نه ضرر؟!.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
قُلْ لِّلّٰهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیْعًا ؕ— لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووایه: يوازې الله لره ټوله سپارښتنه ده، د هغه له اجازې پرته هيڅوک سپارښتنه نه شي کولای، او يوازې هغه څوک به سپارښتنه کوي چې يې ورته خوښه وي، يوازې هغه لره د اسمانونو او ځمکې پاچايي ده، بيا يوازې همغه ته د قيامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ، نو پرکړنو به مو بدله درکړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَاِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَحْدَهُ اشْمَاَزَّتْ قُلُوْبُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاِذَا ذُكِرَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
او کله چې يوازې الله ياد شي، د هغو مشرکانو زړونه کرکه کوي چې پر آخرت او پر هغه څه باور نه لري چې په آخرت کې کوم بېرته راپاڅېدل، حساب او بدله ده، او کله چې هغه بوتان ياد شي چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، نو يودم هغوی خوښ او خوشحاله شي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
قُلِ اللّٰهُمَّ فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ عٰلِمَ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ اَنْتَ تَحْكُمُ بَیْنَ عِبَادِكَ فِیْ مَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
ای رسوله! ووايه: يا الله له مخکينۍ بېلګې پرته د اسمانونو او ځمکې پيداکوونکيه، په پټو او ښکاره و پوه (الله)! له تا څخه له دغه هيڅ هم نه دي پټ، يوازې ته د خپلو بندګانو تر منځ د قيامت په ورځ په هغه څه کې پرېکړه کوې چې هغوی يې په اړه په دنيا کې لانجې کوي، نو حق به له باطله او نېکمرغه به له بدمرغه بېل کړې.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَلَوْ اَنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ مِنْ سُوْٓءِ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَبَدَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مَا لَمْ یَكُوْنُوْا یَحْتَسِبُوْنَ ۟
او که هغه کسان چې پر ځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، ټول هغه غوره شيان، مالونه او نور شيان او د هغه غوندې څو برابره نور ورسره د هغه سخت عذابه د ځان ژغورلو لپاره فديه کړي چې له بېرته را پورته کېدو وروسته يې وويني، خو دا هغوی لره نه دي، او که فرض کړل شي چې هغوی لره به دا وي، ترې وبه نه منل شي، او هغوی لره به د الله له لوري ډول ډول عذابونه ښکاره شي چې هغوی يې توقع نه لرله.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
Hino jeyaa e nafooje Aayeeje on ka hello ɗoo.:
• النوم والاستيقاظ درسان يوميان للتعريف بالموت والبعث.
خوب او بيدارېدل، د مرګ او بيا ژوندي کېدو د پېژندګلوۍ لپاره دوه ورځني درسونه دي.

• إذا ذُكِر الله وحده عند الكفار أصابهم ضيق وهمّ؛ لأنهم يتذكرون ما أمر به وما نهى عنه وهم معرضون عن هذا كله.
کله چې د کافرانو په وړاندې يوازې الله ياد شي، نو تنګي او غم ورسيږي، ځکه هغوی ته هغه څه ورپه ياد شي چې امر پرې شوی او هغه څه چې ترې منع کړل شوي او هغوی له دغو ټولو مخ اړوونکي دي.

• يتمنى الكافر يوم القيامة افتداء نفسه بكل ما يملك مع بخله به في الدنيا، ولن يُقْبل منه.
د قيامت په ورځ به کافر تمنا (هيله) کوي چې د ځان ژغورنې په موخه هرهغه څه چې لري يې سره له دې چې په دنيا کې يې بخيلي پرې کوله ولګوي او هيڅکله به ترې ونه منل شي.

 
Firo maanaaji Simoore.: Simoore pellon
Loowdi cimooje ɗe Tonngoode hello ngon
 
Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Loowdi firooji ɗi

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddu