Check out the new design

Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Loowdi firooji ɗi


Firo maanaaji Simoore.: Simoore Sad   Aaya.:

ص

Hino jeyaa e paandale simoore nden:
ذكر المخاصمة بالباطل وعاقبتها.
په باطل سره د جګړې کولو او د هغې د بدې پایلې یادونه.

صٓ وَالْقُرْاٰنِ ذِی الذِّكْرِ ۟ؕ
(ص) د دې په څېر بېل بېل حروفو په اړه مخکې د سورت بقرې په پېل کې خبره شوې، قسم دې په قرآن چې خلکو ته په هغه نصیحت کولو شامل دی چې د دوی په دنیا او آخرت کې ورته ګټه رسوي، داسې نده لکه مشرکان چې الله سره د شریکانو د شتون ګومان کوي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ عِزَّةٍ وَّشِقَاقٍ ۟
لیکن کافران د الله د یووالي په اړه په لویۍ او جاهلانه غیرت کې دي او د محمد صلی الله علیه وسلم سره په مخالفت او دښمنۍ کې دي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَّلَاتَ حِیْنَ مَنَاصٍ ۟
څومره هغه ولسونه مو له دوی مخکې تباه کړل چې خپل رسولان یې دروغجن ګڼل، نو د عذاب پر مهال یې د ژغورلو لپاره چېغې وهلې، خو هغه وخت دوی لپاره د عذاب څخه د خلاصون وخت نه ؤ چې ژغورنې غوښتلو ورته ګټه رسولی وای.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَعَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ ؗ— وَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟ۖۚ
او په دې حیران شو چې کله ورته له خپلو څخه رسول راغی چې د الله له عذاب څخه یې وېرول که چېرې په خپل کفر پاتې شي، او کله چې کافرانو د هغه څه د ریښتنولۍ دلائل ولېدل چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي نو ویې ویل: دا سړی کوډګر دی په خلکو کوډې کوي، په خپله دې دعوا کې دروغجن دی چې د الله لخوا رسول دی او وحی ورته کېږي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اَجَعَلَ الْاٰلِهَةَ اِلٰهًا وَّاحِدًا ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ ۟
آیا دې سړي له ګڼو معبودانو څخه یوازې یو معبود جوړ کړی چې له هغه پرته بل حق معبود نشته؟! بېشکه دا کار خو یې د حیرانتیا حد دی.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَانْطَلَقَ الْمَلَاُ مِنْهُمْ اَنِ امْشُوْا وَاصْبِرُوْا عَلٰۤی اٰلِهَتِكُمْ ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ یُّرَادُ ۟ۚ
او سرداران او مشران یې ولاړل په داسې حال کې چې خپلو تابعدارانو ته ویونکي وو: په هغه څه (لاره) ځئ چې مخکې پرې وئ او د محمد په دین کې مه ننوځئ او د خپلو خدایانو پر عبادت ټینګ شئ، بېشکه هغه څه چې محمد ورته تاسو رابلي چې یوازې د یو خدای عبادت دی دا یو غرضي کار دی چې غواړي پر مونږ ځان لوړ کړي او مونږ د هغوی پېروان شو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
مَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِی الْمِلَّةِ الْاٰخِرَةِ ۖۚ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا اخْتِلَاقٌ ۟ۖۚ
دا د الله یووالی کوم ته مو چې محمد رابلي مونږ ندي اورېدلي او نه مو پلرونه پرې موندلي او نه مو د عیسی علیه السلام په ملت کې موندلی، نو نه دي هغه څه چې له ده مو اورېدلي پرته له دروغو تړلو بل څه.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
ءَاُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ مِنْ بَیْنِنَا ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ ذِكْرِیْ ۚ— بَلْ لَّمَّا یَذُوْقُوْا عَذَابِ ۟ؕ
آیا سمه ده چې زمونږ تر منځ (یوازې) پر ده قرآن نازلېږي او دې پرې ځانګړی شي او پر مونږ نه نازلېږي په داسې حال کې چې مونږ سرداران او مشران یو، بلکې دا مشرکان په شک کې دي له هغه وحي چې مونږ یې پر تا نازلوو او دوی لا د الله عذاب تر اوسه نه دی څکلی، نو دوی په مهلت ورکولو دوکه شوي او که چېرې یې وڅکه نو په کفر او الله سره شریک او هغه څه کې چې تاته یې وحي شوې شک کولو باندې به یې دومره جرات (بې ځایه زړورتیا) نه وه کړې.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِیْزِ الْوَهَّابِ ۟ۚ
آیا دې دروغجنونکو مشرکانو سره ستا د هغه برلاسي رب چې هېڅوک پرې نشي برلاسی کېدلای د فضل خزانې دي؟ هغه ورکوي څه چې وغواړي چاته چې وغواړي، او د هغه د فضل د خزانو څخه نبوت (پېغمبري) ده، نو چاته چې خوښه وي ورکوي یې او دا (پېغمبري) د دوی په واک کې نده څو یې ورکړي هغه چاته چې د دوی خوښه وي او له چا چې وغواړي منعه یې کړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اَمْ لَهُمْ مُّلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۫— فَلْیَرْتَقُوْا فِی الْاَسْبَابِ ۟
یا که له دوی سره د آسمانو او د ځمکې او د هغو شیانو چې ترمنځ یې دي پاچایي ده؟ نو بیا خو یې حق دی چې چاته یې ورکړي او له چا یې منعه کړي؟ که چېرې یې دا دعوه وي نو آسمان ته دې د ختلو اسباب واخلي څو د ورکړې او منع کولو پرېکړې وکولای شي او هېڅکله به یې ونکړی شي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
جُنْدٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُوْمٌ مِّنَ الْاَحْزَابِ ۟
دا د محمد صلی الله علیه وسلم دروغجنونکي یو په شا تمبیدلی لښکر دی د مخکینیو هغو لښکرو په څېر چې خپل رسولان ته یې نسبت د درواغو کړي وو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ ذُو الْاَوْتَادِ ۟ۙ
دا دروغجنونکي لومړي دروغجنونکي نه دي، بېشکه له دوی وړاندې د نوح علیه السلام قوم دروغجن کړي وو، عادیانو دروغجن کړي وو، او هغه فرعون هم دروغجن کړي وو چې د خلکو د تعذیبولو لپاره ورسره میخونه وو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَثَمُوْدُ وَقَوْمُ لُوْطٍ وَّاَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الْاَحْزَابُ ۟
او ثمودیانو دروغجنول وکړل، د لوط قوم دروغجنول وکړل او د شعیب قوم دروغجنول وکړل، همدا لویې ډلې وې چې د خپلو رسولانو په دروغجنولو سره راټولې شوې وې او په هغه څه یې کفر کړی چې (رسولانو) یې راوړي وو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اِنْ كُلٌّ اِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ۟۠
له دې ډلو څخه یوه هم نه وه مګر د رسولانو تکذیب یې وکړ، نو د الله عذاب پرې ثابت شو او د هغه سزا پرې نازله شوه اګر که تر یوه وخته پورې روسته شوې وه.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَمَا یَنْظُرُ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً مَّا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ ۟
او دا په محمد صلی الله علیه وسلم دروغجنونکي انتظار نه باسي پرته له دې چې په شپېلۍ کې دویم پوکی وشي چې بېرته ګرځېدل ترې نشته، نو عذاب پرې راوغورځي که د تکذیب په همدې حال کې مړه شي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَقَالُوْا رَبَّنَا عَجِّلْ لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسَابِ ۟
او د ملنډې وهونکو په توګه وایي: ای زمونږ ربه! زمونږ د عذاب برخه راته د دنیا په ژوند کې د قیامت د ورځې څخه مخکې په بیړه سره راکړه.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
Hino jeyaa e nafooje Aayeeje on ka hello ɗoo.:
• أقسم الله عز وجل بالقرآن العظيم، فالواجب تَلقِّيه بالإيمان والتصديق، والإقبال على استخراج معانيه.
الله تعالی په قرآن عظیم قسم خوړلی، نو لازمه ده چې په ایمان او باور سره ومنل شي، او د هغې د معناګانو راویستلو ته مخه وکړل شي.

• غلبة المقاييس المادية في أذهان المشركين برغبتهم في نزول الوحي على السادة والكبراء.
د مشرکانو په ذهنونو کې د مادي معيارونو غلبه، چې خوښ ګڼي تر څو پر سردارانو او لويانو یې وحي نازله شي.

• سبب إعراض الكفار عن الإيمان: التكبر والتجبر والاستعلاء عن اتباع الحق.
د ایمان څخه د کافرانو د مخ اړولو لامل: لویي، زور او د حق په پېروۍ کې ځان پورته ګڼل دي.

 
Firo maanaaji Simoore.: Simoore Sad
Loowdi cimooje ɗe Tonngoode hello ngon
 
Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Loowdi firooji ɗi

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddu