Check out the new design

Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Loowdi firooji ɗi


Firo maanaaji Simoore.: Simoore Yaasiin   Aaya.:
وَاٰیَةٌ لَّهُمْ اَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّیَّتَهُمْ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ
او همدا راز دوی ته د الله په یووالي بله نښه او د هغه لورینه په خپلو بندګانو داده چې مونږ سپاره کړل هغه خلک چې د طوفان څخه ژغورل شوي وو د آدم له نسل څخه د نوح په زمانه کې، د مخلوقاتو څخه ډکه بېړۍ کې، بېشکه الله تعالی پکې له هر جنس څخه جوړه سپاره کړل.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَخَلَقْنَا لَهُمْ مِّنْ مِّثْلِهٖ مَا یَرْكَبُوْنَ ۟
او نښه ده دوی دپاره د الله په یووالي او د هغه د لورینې په خپلو بندګانو چې دوی ته مو د نوح علیه السلام د بیړۍ په شان نور د سورلۍ شیان هم پېدا کړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَاِنْ نَّشَاْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِیْخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ یُنْقَذُوْنَ ۟ۙ
او که چېرې مونږ د دوی ډوبول غوښتلی نو ډوب کړي به مو وی، نو هیڅ چیغه اورېدونکی به یې چیغه وا نه وري که چېرې مونږ یې ډوبول غوښتل، او نه به هېڅ ژغورونکي ژغورلی وای کله چې زمونږ په امر او پرېکړه ډوب شوي وو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟
مګر دا چې مونږ پرې د ډوبېدو څخه د ژغورنې لورینه وکړه او را وموګرځول څو تر یوې ټاکلې نېټې پورې ګټه واخلي چې ترې نه وړاندې کېږي، ددې د پاره چې عبرت واخلي او ایمان راوړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّقُوْا مَا بَیْنَ اَیْدِیْكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
او کله چې دې مشرکانو او له ایمان مخ اړونکو ته وویل شي: ځان وساتئ د آخرت له هغو کارونو او سختیو څخه چې ستاسو مخ کې دي، اوځان وساتئ له شاته شوې دنیا څخه په دې هیله چې الله درباندې د خپلې لورینې احسان وکړي؛ دوی یې نه مني، بلکې مخ اړوي په بې پروایۍ سره.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَمَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟
او هر کله چې دې سرکښو مشرکانو ته د الله هغه آیاتونه راشي چې د ده په یووالي او یوازې د ده د بندګۍ په وړتیا دلالت کوي، دوی ترې مخ اړوونکي عبرت نه اخیستونکي وي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ ۙ— قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنُطْعِمُ مَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ اَطْعَمَهٗۤ ۖۗ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
او کله چې دې سرکښو ته وویل شي: د بېوزلو سره او غریبانو سره مرسته وکړئ له هغو شتمنیو څخه چې الله تاسو ته درکړي، په بد ګڼونکي توګه مومنانو ته ځواب وایي: آیا مونږ پر هغه چا وخورو چې که چېرې الله د هغوی خوراک وغواړي خپله به یې پرې وخوري؟! نو مونږ د هغه د غوښتنې مخالفت نه کوو، نه یاست تاسو -ای مومنانو- مګر په ښکاره تېروتنه کې له حق څخه لرې.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او د بعث (پاڅون) نه منونکي کافران او د هغه دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي وایي: دا پاڅون (بعث) کله دی؟ که چېرې تاسو -ای مومنانو- په خپله دعوی کې چې واقع کېدونکی دی ریښتینې یاست؟!
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
مَا یَنْظُرُوْنَ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً تَاْخُذُهُمْ وَهُمْ یَخِصِّمُوْنَ ۟
دا د پاڅون دروغجنوونکي او لرې ګڼونکي د بل څه انتظار نه باسي پرته له لومړي پوکي کله چې په شپېلۍ کې پوک شي، نو نا څاپه به پرې سخته چیغه وشي چې دوی به خپلو دنیوي کارونو لکه پېرل او پلورل او خړوبولو او څرولو او د دنیا نورو کارونو کې اخته وي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ تَوْصِیَةً وَّلَاۤ اِلٰۤی اَهْلِهِمْ یَرْجِعُوْنَ ۟۠
نو کله چې پرې ناڅابه دا سخته چیغه وشي بیا به نه یو بل ته وصیت (سپارښتنه) کولای شي او نه به خپلو کورونو او اهل ته ستنېدلای شي، بلکې په همدې حال به مړه شي کومو کارونو کې چې مشغوله وو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَاِذَا هُمْ مِّنَ الْاَجْدَاثِ اِلٰی رَبِّهِمْ یَنْسِلُوْنَ ۟
او په شپیلۍ کې به دویم پوکی د پاڅون لپاره وشي، نو ناڅاپه به دوی ټول له خپلو قبرونو څخه راوځي او د خپل رب لوري ته به د حساب او بدلې لپاره منډې وهي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
قَالُوْا یٰوَیْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَّرْقَدِنَا ۣٚۘ— هٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُوْنَ ۟
دغه په پاڅون کفر کوونکي دروغجنونکي به په داسې حال کې وایي چې پښیمانه به وي: ای زمونږ زیانه، څوک دی هغه چې مونږ یې له قبرونو څخه پاڅولو؟! نو ځواب به ورته وویل شي: دا هغه ژمنه ده چې الله کړې بېشکه واقع کېدونکې ده، او پېغمبرانو رښتیا ویلي وو په هغه څه کې چې د خپل رب لخوا یې رسولې وو.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟
له قبرونو څخه پاڅېدل نه دي پرته له دې چې په شپیلۍ کې د دویم پوکي اغیز وي، نو ناڅاپه به ټول مخلوقات د قیامت په ورځ مونږ ته د حساب لپاره حاضر شي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
فَالْیَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا وَّلَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
په دغه ورځ به د انصاف پرېکړه وي، نو -ای بندګانو-په تاسو به د هېڅ شي زیاتی نه کېږي د ګناهونو په زیاتېدلو یا د نیکیو په کمېدلو، بېشکه تاسو ته به د هغو کړنو بشپړه بدله درکول کېږي چې د دنیا په ژوند کې مو ترسره کړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
Hino jeyaa e nafooje Aayeeje on ka hello ɗoo.:
• من أساليب تربية الله لعباده أنه جعل بين أيديهم الآيات التي يستدلون بها على ما ينفعهم في دينهم ودنياهم.
بندګانو لره د الله تعالی د پالنې له طریقو څخه دا ده چې الله تعالی د دوی مخې ته داسې نښې ګرځولي چې د هغه څه لپاره پرې دلیل نیولی شي کوم چې په دین او دنیا کې ورته ګټه رسوي.

• الله تعالى مكَّن العباد، وأعطاهم من القوة ما يقدرون به على فعل الأمر واجتناب النهي، فإذا تركوا ما أمروا به، كان ذلك اختيارًا منهم.
الله تعالی بندګانو ته وس ورکړی، او له ځواک څخه یې دومره ورکړی چې دوی پرې امر پر ځای او له نهي ځان وژغوري، نو کله چې هغه څه پرېږدي چې امر ورته شوی، نو دا بیا د دوی خپله خوښه ده.

 
Firo maanaaji Simoore.: Simoore Yaasiin
Loowdi cimooje ɗe Tonngoode hello ngon
 
Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Loowdi firooji ɗi

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddu