Check out the new design

Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Loowdi firooji ɗi


Firo maanaaji Simoore.: Simooee njomolaaji   Aaya.:
وَقَارُوْنَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامٰنَ ۫— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ فَاسْتَكْبَرُوْا فِی الْاَرْضِ وَمَا كَانُوْا سٰبِقِیْنَ ۟ۚ
قارون مو په خپل کور کې يې په ځمکه کې په ډوبولو تباه کړ کله يې چې پر موسی تېری وکړ، او فرعون او د هغه وزير هامان مو په درياب کې په ډوبولو تباه کړل،او بېشکه موسی هغوی ته له داسې څرګندو نښانو سره راغی چې د هغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، خو هغوی د مصر په ځمکه کې پر موسی له ايمان راوړلو څخه لويي وکړه؛ نو هغوی زموږ له عذابه خوندي نه شول چې له موږ دې پاتې شي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
فَكُلًّا اَخَذْنَا بِذَنْۢبِهٖ ۚ— فَمِنْهُمْ مَّنْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِ حَاصِبًا ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَخَذَتْهُ الصَّیْحَةُ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْاَرْضَ ۚ— وَمِنْهُمْ مَّنْ اَغْرَقْنَا ۚ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیَظْلِمَهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟
له مخکې ياد شويو څخه مو هر يو په خپل تباه کوونکي عذاب ونيوی، پرځينو مو لکه د لوط قوم پرله پسې سختې ډبرې را ولېږلې، ځينې مو لکه د صالح او شعيب قومونه په سخته چېغه ونيول، ځينې مو لکه قارون له خپله کوره سره يې په ځمکه کې ډوب کړل او ځينو مو لکه د نوح قوم، فرعون او هامان په ډوبولو تباه کړل، او الله پرته له کومې ګناه په تباه کولو پر هغوی ظلم نه دی کړی، بلکې هغوی پر خپلو ځانونو د ګناهونو په ترسره کولو سره ظلم کړی چې د عذاب وړ وګرځېدل.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
مَثَلُ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْلِیَآءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوْتِ ۚ— اِتَّخَذَتْ بَیْتًا ؕ— وَاِنَّ اَوْهَنَ الْبُیُوْتِ لَبَیْتُ الْعَنْكَبُوْتِ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟
د هغو مشرکانو بېلګه چې له الله پرته نور بتان يې نيولي او په دې هيله يې عبادت کوي چې هغوی ته به ګټه ورسوي او يا به يې سپارښتنه وکړي داسې ده لکه د غڼې (تارکشې) چې داسې يو کور يې نيولی وي چې پر ځان له تيري څخه يې خوندي کړي او پرته له شکه چې تر ټولو کمزوری کور د غڼې (تارکشې) کور وي، چې هغه له ځانه د دښمن مخه نه شي نيولی، همدارنګه بتان چې دي نه ګټه رسولای شي، نه زيان او نه سپارښت کولای شي، که چېرې مشرکان پر دې پوهېدلای؛ نو له الله پرته بتان به يې نه وای نيولي چې عبادت یې کوي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
بېشکه الله پاک پوهيږي پر هغه څه چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په پيدايښت، تقدير او تدبير کې يې د حکمت څښتن دی.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَتِلْكَ الْاَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۚ— وَمَا یَعْقِلُهَاۤ اِلَّا الْعٰلِمُوْنَ ۟
دغه بېلګې چې موږ يې خلکو ته بيانوو د دې لپاره دي چې هغوی بيداره کړي او حق ور وښيي او لارښوونه ورته وکړي او په مطلوب ډول يې يوازې د الله پر شريعت او حکم پوه خلک درک کولای شي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
خَلَقَ اللّٰهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠
الله پاک آسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي او په باطل يې نه دي پيداکړي اونه يې بې ګټې پيداکړي دي، بېشکه په دغه پيداکولو کې د مؤمنانو لپاره د الله پر قدرت څرګند دلالت دی، ځکه همغوی د الله پر پيداکولو له خالق څخه استدلال کوي، خو کافران د نړۍ پر بېلابېلو لوريو او نفسونو تېريږي پرته له دې چې د خالق لويي او د هغه پاک قدرت ته يې دې متوجه کړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اُتْلُ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنَ الْكِتٰبِ وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰی عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنْكَرِ ؕ— وَلَذِكْرُ اللّٰهِ اَكْبَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تَصْنَعُوْنَ ۟
ای رسوله! پر خلکو لوله هغه څه چې الله تاته له قرآنه وحي کړي دي، او بشپړه لمونځ کوه[هغه لمونځ چې الله ویلی اورسول کړی] بېشکه له ټولو صفاتو سره اداکړل شوی لمونځ سړی په ګناهونو او ناوړه کارونو کې له اخته کېدو راګرځوي، ځکه په زړونو کې يو داسې رڼا پيداکوي چې هغه ګناهونو ته له نېږدېوالي منع کوي او ښو کړنو ته لارښوونه کوي او د الله ياد ترټولو لوی او ترهرڅه ستر دی، او الله پر هغه څه ښه پوهيږي چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پر اعمالو مو جزا درکړي، که چېرې موعمل ښه و؛ نو ښه جزا به درکړي او که بد عمل مو و؛ نو بده بدله به درکړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
Hino jeyaa e nafooje Aayeeje on ka hello ɗoo.:
• أهمية ضرب المثل: (مثل العنكبوت) .
د بېلګې وړاندې کولو اهميت"دغڼې يا تارکشې بېلګه".

• تعدد أنواع العذاب في الدنيا.
په دنيا کې د عذاب د ډولونو شمېر.

• تَنَزُّه الله عن الظلم.
له ظلم څخه د الله پاکوالی.

• التعلق بغير الله تعلق بأضعف الأسباب.
له الله پرته له نورو سره اړيکه ساتل ترټولو له کمزورو اسبابو سره اړيکه ساتل دي.

• أهمية الصلاة في تقويم سلوك المؤمن.
د مؤمنانو د چلند په سمون کې د لمانځه اهميت.

 
Firo maanaaji Simoore.: Simooee njomolaaji
Loowdi cimooje ɗe Tonngoode hello ngon
 
Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Loowdi firooji ɗi

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddu