Check out the new design

Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. * - Loowdi firooji ɗi


Firo maanaaji Simoore.: Simoore yuunus   Aaya.:
وَلَوْ اَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِی الْاَرْضِ لَافْتَدَتْ بِهٖ ؕ— وَاَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— وَقُضِیَ بَیْنَهُمْ بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
که چیرې د هر مشرک د پاره ټول هغه غوره مالونه چې په ځمکه کې دي وي، هرومرو به يې د الله له سزا د خلاصون لپاره بدل وګرځوي که چېرې هغه ته د فديه ورکولو فرصت ورکړل شي، مشرکان به خپله پښېماني پټه کړي کله چې د قيامت په ورځ سزا وويني، الله به په عدل د هغوی ترمنځ پرېکړه وکړي، په داسې حال کې چې پر هغوی به ظلم نه کيږي، يوازې پر خپلو کړنو به سزا ورکول کيږي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
خبر اوسئ بېشکه د آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي پاچايي يوازې الله لره ده، خبر اوسئ بېشکه کافرانو ته د الله لخوا د سزا ژمنه ترسره کېدونکې ده هيڅ شک پکې نشته، خو د هغوی ډېری پردې نه پوهيږي؛ نو شک کوي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
هغه پاک ذات مړي بېرته را پاڅوي، ژوندي مړه کوي، يوازې هغه ته مو د قيامت په ورځ ورګرځېدل دي؛ نو پر کړنو به مو سزا درکړي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمْ مَّوْعِظَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوْرِ ۙ۬— وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
ای خلکو! بېشکه تاسو ته قرآن راغی په هغو کې يادونه، هڅونه او وېرونه ده، هغه د زړونو د شک او تردد ناروغيو لپاره درملنه ده او د حق لارې ته لارښوونه ده، په هغه کې د مؤمنانو لپاره لورېينه ده؛ نو ترې ګټه اخېستونکي دي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
قُلْ بِفَضْلِ اللّٰهِ وَبِرَحْمَتِهٖ فَبِذٰلِكَ فَلْیَفْرَحُوْا ؕ— هُوَ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟
ای رسوله! خلکو ته ووايه: کوم قرآن مې چې درته راوړی هغه د الله لخوا پر تاسو پېرزوينه ده، د هغه لخوا درباندې لورېينه ده؛ نو پرتاسو د الله په پېرزوينه او د هغه په لروېينه چې د دغه قرآن نازلول دي خوشحاله شئ، نه له هغو دوو پرته پر بل شي، کوم څه چې هغوی ته محمد صلی الله عليه وسلم د خپل پالونکي لخوا راوړي دي هغه غوره دي له هغه څه څخه چې هغوی يې ټولوي د له منځه تلونکې دنيا له توښې څخه.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ لَكُمْ مِّنْ رِّزْقٍ فَجَعَلْتُمْ مِّنْهُ حَرَامًا وَّحَلٰلًا ؕ— قُلْ آٰللّٰهُ اَذِنَ لَكُمْ اَمْ عَلَی اللّٰهِ تَفْتَرُوْنَ ۟
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ چې الله پر تاسو دروزۍ په نازلولو پېرزوينه کړې ده، خو تاسو د خپلو نفسي غوښتنو پر بنسټ پرې عمل وکړ، ځينې مو حرام وګڼل او ځينې مو حلال، هغوی ته ووايه: آيا الله تاسو ته حلال ګرځولي دي د هغه څه حلالول کوم چې تاسو حلال وګڼل او د هغه څه حرامول کوم چې تاسو حرام وګڼل يا تاسو پر هغه درواغ تړئ؟!.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَمَا ظَنُّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟۠
پر الله درواغ تړونکي څه ګومان کوي چې د قيامت په ورځ به پر هغوی څه راځي؟! آيا هغوی ګومان کوي چې بخښنه به ورته وشي؟! ډېره لرې ده، بېشکه الله پر خلکو د پېرزوينې څښتن دی چې هغوی ته مهلت ورکوي او په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، خو د هغوی ډېری دالله له نعمت څخه نټه کوونکي دي چې پرې کړی يې دی؛ نو شکر يې نه وباسي.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
وَمَا تَكُوْنُ فِیْ شَاْنٍ وَّمَا تَتْلُوْا مِنْهُ مِنْ قُرْاٰنٍ وَّلَا تَعْمَلُوْنَ مِنْ عَمَلٍ اِلَّا كُنَّا عَلَیْكُمْ شُهُوْدًا اِذْ تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ ؕ— وَمَا یَعْزُبُ عَنْ رَّبِّكَ مِنْ مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ وَلَاۤ اَصْغَرَ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرَ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟
او نه ته له کارونو په کوم کار کې بوخت وې او نه قرآن لولې ای رسوله! او نه تاسو ای مؤمنانو کوم کار ترسره کوئ خو دا چې موږ تاسو وينو پر تاسو پوه يو او آورو مو چې کله په کار پيل کوئ او پکې بېړه کوئ، ستا د پالونکي له پوهې د يوې ذرې په اندازه څه نه په آسمان کې او نه په ځمکه کې پټېدلی شي، نه د ذرې له اندازې کوچنی شی او نه لوی شی شته خو دا چې په هغه څرګند کتاب کې ليکل شوي دي چې نه کوچنۍ خبره او نه لويه خبره پرېږدي مګر شمېري يې.
Tafsiraaɗe Aarabu ɗen:
Hino jeyaa e nafooje Aayeeje on ka hello ɗoo.:
• عظم ما ينتظر المشركين بالله من عذاب، حتى إنهم يتمنون دفعه بكل ما في الأرض، ولن يُقْبلَ منهم.
د الله لخوا د هغې سزا لوی والی چې د مشرکانو انتظار کوي، تر دې چې هغوی به هيله کوي چې په ټول هغه څه يې مخه ونيسي چې په ځمکه کې دي خو ترې وبه نه منل شي.

• القرآن شفاء للمؤمنين من أمراض الشهوات وأمراض الشبهات بما فيه من الهدايات والدلائل العقلية والنقلية.
قرآن د مؤمنانو لپاره د شهواتو او شبهاتو له ناروغيو درملنه ده ځکه په هغه کې لارښوونې عقلي او نقلي دليلونه دي.

• ينبغي للمؤمن أن يفرح بنعمة الإسلام والإيمان دون غيرهما من حطام الدنيا.
د مؤمنانو لپاره په کار دي چې د اسلام او ايمان پر نعمت خوشحاله شي له هغو دوو پرته د دنيا په توښه خوشحاله نشي.

• دقة مراقبة الله لعباده وأعمالهم وخواطرهم ونياتهم.
د الله لخوا د خپلو بندګانو، د هغوی د کړنو، زړونو او نيتونو دقيقه څارنه.

 
Firo maanaaji Simoore.: Simoore yuunus
Loowdi cimooje ɗe Tonngoode hello ngon
 
Firo maanaaji Alqur'aana Teddunde nden - Eggo maanaaji Alkur'aana Teddunde nde e haala Pasto wonande Firo Alkur'aana raɓɓinaango. - Loowdi firooji ɗi

iwde e galle Firo jaŋdeeji Alkur'aana.

Uddu