Check out the new design

ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو كتاب مختصر در تفسير قرآن كريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (104) سوره: نساء
وَلَا تَهِنُوْا فِی ابْتِغَآءِ الْقَوْمِ ؕ— اِنْ تَكُوْنُوْا تَاْلَمُوْنَ فَاِنَّهُمْ یَاْلَمُوْنَ كَمَا تَاْلَمُوْنَ ۚ— وَتَرْجُوْنَ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا یَرْجُوْنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟۠
او تاسو مه کمزوري کیږئ -ای مومنانو- او سستي مه کوئ په لټولو او تعقیبولو د دښمن ستاسو کې د کافرانو څخه، نو پس که چیرته تاسو دردمن کیږئ د هغه مرګ او زخم له وجی چې تاسو ته دررسیږي نو یقینا هغوی هم دغه شان دردمن کیږي لکه څرنګه چې تاسو دردمن کیږئ، او هغوی ته هم هغه شان تکلیفونه رسیږي لکه څرنګه چې تاسو ته دررسیږي، نو د هغوی صبر دې ستاسو له صبر څخه زیات نه وي، پس تاسو امید لرئ د الله تعالی څخه د ثواب او مدد او مرستې چې هغوی یې امید نه لري، او دی الله تعالی پوه په احوالو د خپلو بندګانو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• استحباب صلاة الخوف وبيان أحكامها وصفتها.
د وېرې د لمونځ روا والی او د هغو د حکمونو او طریقې بيان.

• الأمر بالأخذ بالأسباب في كل الأحوال، وأن المؤمن لا يعذر في تركها حتى لو كان في عبادة.
په هر حالت کې د اسبابو د کارولو امر ، او بیشکه مومن د اسبابو په پریښودلو معذور نه ګڼل کیږي اګر که د عبادت کولو پر مهال هم وي.

• مشروعية دوام ذكر الله تعالى على كل حال، فهو حياة القلوب وسبب طمأنينتها.
په هر حال کې په دوامداره توګه د الله جل جلاله د یادولو مشروعیت، ځکه هغه د زړونو حیات او ډاډ ورکوونکی دی.

• النهي عن الضعف والكسل في حال قتال العدو، والأمر بالصبر على قتاله.
دښمن سره د جګړې پر مهال له کمزورۍ او تمبلۍ څخه منع، او ورسره د جکړې کولو پر مهال له صبر څخه کار اخستل.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (104) سوره: نساء
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - ترجمه‌ى پشتو كتاب مختصر در تفسير قرآن كريم - لیست ترجمه ها

مرکز تفسیر و پژوهش‌های قرآنی آن را منتشر كرده است.

بستن