Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - "Ruvvad" tərcümə mərkəzi. * - Tərcumənin mündəricatı

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Mənaların tərcüməsi Surə: əl-Həcc   Ayə:
ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّهٗ یُحْیِ الْمَوْتٰی وَاَنَّهٗ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۙ
دا (بیان) دلېل دی په دې خبره چې یقېنا الله تعالی حق دی او یقېنا الله تعالی هغه ذات دی چې ژوندي کوي مړي او یقېنا الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَّاَنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ لَّا رَیْبَ فِیْهَا ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ یَبْعَثُ مَنْ فِی الْقُبُوْرِ ۟
او بې شکه قیامت راتلونکی دی، نشته هېڅ شک په دې کې، او بې شکه الله تعالی به راپورته کوي هغه څوک چې په قبرونو کې دي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّلَا هُدًی وَّلَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ ۟ۙ
او ځینې له خلکو څخه هغه دي چې جګړه کوي د الله (د توحېد) په باره کې پرته د څه پوهې نه او پرته له هدایت نه او پرته د کتاب رڼا کوونکي نه.
Ərəbcə təfsirlər:
ثَانِیَ عِطْفِهٖ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— لَهٗ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ وَّنُذِیْقُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ عَذَابَ الْحَرِیْقِ ۟
اړوونکي وي دی خپلې ډډې (څټ) لره د دې لپاره چې ګمراه کړي خلک د الله تعالی له لارې نه، شته ده لره په دنیا کې رسوایي او وروبه څکو موږ ده لره په ورځ د قیامت کې عذاب (د اور) سوځوونکي.
Ərəbcə təfsirlər:
ذٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ یَدٰكَ وَاَنَّ اللّٰهَ لَیْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠
(وېل کېږي به دې ته) دا عذاب په سبب د هغو عملونو دی چې مخکې لېږلي لاسونو ستا او بې شکه الله تعالی نه دی هېڅ ظلم کوونکی په خپلو بندګانو.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّعْبُدُ اللّٰهَ عَلٰی حَرْفٍ ۚ— فَاِنْ اَصَابَهٗ خَیْرُ ١طْمَاَنَّ بِهٖ ۚ— وَاِنْ اَصَابَتْهُ فِتْنَةُ ١نْقَلَبَ عَلٰی وَجْهِهٖ ۫ۚ— خَسِرَ الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِیْنُ ۟
او ځینې له خلکو هغه څوک دي چې بندګي کوي د الله تعالی په څنګ (شک) باندې، نو که ورسېږي دوې ته څه فاېدې د دنیا نو کلک شي (د هغه په وجه)، او که ورته څه ورسېږي مصېبت نو بېرته په خپل مخ وګرځي، (نو) تاواني شو په دنیا او آخرت کې، بې شکه دا ډېر ښکاره تاوان دی.
Ərəbcə təfsirlər:
یَدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَضُرُّهٗ وَمَا لَا یَنْفَعُهٗ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الضَّلٰلُ الْبَعِیْدُ ۟ۚ
رابلي د الله تعالی نه پرته هغه څوک چې نه ده لره څه تکلېف ورکولی شي او نه ورته څه ګټه ورکولی شي، همدا ده ډیره لرې ګمراهي (له حق نه).
Ərəbcə təfsirlər:
یَدْعُوْا لَمَنْ ضَرُّهٗۤ اَقْرَبُ مِنْ نَّفْعِهٖ ؕ— لَبِئْسَ الْمَوْلٰی وَلَبِئْسَ الْعَشِیْرُ ۟
رابلي دی هغه څوک چې خامخا د هغه ضرر زر رارسېدونکي وي د هغه د فاېدې او ګټې نه، خامخا بد دوست دی هغه او بد ملګری دی.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ ۟
بې شکه الله تعالی ننباسي هغه کسان چې ایمان يې راوړی او نېک عملونه کړي يې دي جنتونو ته چې بهېږې به لاندې (د ماڼیو) د هغه ویالې، بې شکه الله تعالی کوي هر هغه څه چې ویې غواړي.
Ərəbcə təfsirlər:
مَنْ كَانَ یَظُنُّ اَنْ لَّنْ یَّنْصُرَهُ اللّٰهُ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ فَلْیَمْدُدْ بِسَبَبٍ اِلَی السَّمَآءِ ثُمَّ لْیَقْطَعْ فَلْیَنْظُرْ هَلْ یُذْهِبَنَّ كَیْدُهٗ مَا یَغِیْظُ ۟
څوك که ګومان كوي چې الله به په دنيا او آخرت كې د هغه (پيغمبر) سره څه مرسته ونكړي، هغه ته په كار ده چې د يوې رسۍ په وسيله تر اسمانه ځان ورسوي، بيا دې غوڅه كړي، بيا دې وګوري چې آيا د هغه تدبير د يو داسې شي مخنيوى كولاى شي چې هغه یې بد ګڼي؟
Ərəbcə təfsirlər:
 
Mənaların tərcüməsi Surə: əl-Həcc
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - "Ruvvad" tərcümə mərkəzi. - Tərcumənin mündəricatı

Tərcümə "Ruvvad" tərcümə mərkəzi tərəfindən "Rəbva" dəvət cəmiyyəti və İslam məzmununun dillərə xidmət cəmiyyəti ilə birgə əməkdaşlığı ilə tərcümə edilmişdir.

Bağlamaq