Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - "Ruvvad" tərcümə mərkəzi. * - Tərcumənin mündəricatı

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

Mənaların tərcüməsi Surə: ər-Rəd   Ayə:

رعد

الٓمّٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ ؕ— وَالَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
المر [1] ، دا د هغه (الهى) كتاب اّيتونه دي، او څه چې د خپل رب له خوا درته نازل شوي، هغه حق دي خو زياتره خلك باور نه كوي.
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
Ərəbcə təfsirlər:
اَللّٰهُ الَّذِیْ رَفَعَ السَّمٰوٰتِ بِغَیْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ؕ— كُلٌّ یَّجْرِیْ لِاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— یُدَبِّرُ الْاَمْرَ یُفَصِّلُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوْقِنُوْنَ ۟
الله هماغه ذات دى چې اسمانونه يې بې ستنو پورته كړي چې تاسو يې (خپله) وینئ، بيا پر (خپل) عرش پورته شو او لمر او سپوږمۍ يې تابع كړي دي، دا ټول تر يوې ټاكلې مودې پورې چليږي او هماغه دا كارونه سمبالوي، هغه په تفصيل سره خپل دلايل بيانوي د دې لپاره چې تاسو له خپل رب سره په مخامخ کېدلو يقين وكړئ.
Ərəbcə təfsirlər:
وَهُوَ الَّذِیْ مَدَّ الْاَرْضَ وَجَعَلَ فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْهٰرًا ؕ— وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ جَعَلَ فِیْهَا زَوْجَیْنِ اثْنَیْنِ یُغْشِی الَّیْلَ النَّهَارَ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
او دى هماغه ذات دى چې دا زمكه يې غوړولې ده او غرونه او سيندونه يې پكى پيدا كړي، او د هر ډول مېوو جوړې يې پكې پيدا كړې، په ورځې باندې شپه راخپروي، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره خامخا نښې دي چې فكر كوي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَفِی الْاَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجٰوِرٰتٌ وَّجَنّٰتٌ مِّنْ اَعْنَابٍ وَّزَرْعٌ وَّنَخِیْلٌ صِنْوَانٌ وَّغَیْرُ صِنْوَانٍ یُّسْقٰی بِمَآءٍ وَّاحِدٍ ۫— وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلٰی بَعْضٍ فِی الْاُكُلِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّعْقِلُوْنَ ۟
او په زمكه كې يو بل سره نښتې بېلا بېلې سيمې دي، او د انګورو باغونه، كښتونه، او د كجورو ونې چې ځينې له يوه بېخه او ځينې له ځانګړو بيخونو دي چې دا ټولې له يو ډول اوبو خړوبېږي خو په خوراك كې يې ځينې پر ځينو غوره ګرځوو، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي خامخا سترې نښې دي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ ءَاِذَا كُنَّا تُرٰبًا ءَاِنَّا لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ؕ۬— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ الْاَغْلٰلُ فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او كه ته حيرانېږې نو د هغوى لا دا وينا د حيرانتیا وړ ده چې: كله موږ خاورې شو نو اّيا خامخا بېرته نوي پيدا كېږو؟! دوى هغه خلك دي چې په خپل رب كافر شوي او همدوى دي چې د (اور) امېلونه به يې غاړو كې وي او دوى دوزخيان دي چې تل تر تله پكې اوسېدونكې دي.
Ərəbcə təfsirlər:
 
Mənaların tərcüməsi Surə: ər-Rəd
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə tərcümə - "Ruvvad" tərcümə mərkəzi. - Tərcumənin mündəricatı

Tərcümə "Ruvvad" tərcümə mərkəzi tərəfindən "Rəbva" dəvət cəmiyyəti və İslam məzmununun dillərə xidmət cəmiyyəti ilə birgə əməkdaşlığı ilə tərcümə edilmişdir.

Bağlamaq