Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አት-ተውባህ   አንቀጽ:
ثُمَّ یَتُوْبُ اللّٰهُ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بیا به الله د خپلو هغو بنده ګانو چې خوښه یې پرې وشي توبه ومني او الله پاک بښونکی مهربان دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّمَا الْمُشْرِكُوْنَ نَجَسٌ فَلَا یَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هٰذَا ۚ— وَاِنْ خِفْتُمْ عَیْلَةً فَسَوْفَ یُغْنِیْكُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖۤ اِنْ شَآءَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟
ای مؤمنانو! مشرکان پلیت دي باید له سږ کال وروسته مسجد الحرام ته نژدې نه شي.[۷] او که تاسې له مسکینۍ نه ډاریږئ لرې نه ده که الله وغواړي نو تاسې به له خپل فضل نه غنیان کړي بې شکه چې الله پاک پر هر څه پوه او حکیم دی.
[۷] ـ نهم کال د هجرت چې د برائت اعلان پکې وشو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَاتِلُوا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَلَا بِالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَلَا یُحَرِّمُوْنَ مَا حَرَّمَ اللّٰهُ وَرَسُوْلُهٗ وَلَا یَدِیْنُوْنَ دِیْنَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ حَتّٰی یُعْطُوا الْجِزْیَةَ عَنْ یَّدٍ وَّهُمْ صٰغِرُوْنَ ۟۠
له هغو اهل کتابو سره وجنګیږئ چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه راوړي او هغه څه حرام نه ګڼي چې الله او د هغه رسول حرام کړي دي او نه حق دین خپل دین ګڼي تر هغو چې په خپل لاس په داسې حال کې چې سپک او ذلیل وي جزیه ورکړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَتِ الْیَهُوْدُ عُزَیْرُ ١بْنُ اللّٰهِ وَقَالَتِ النَّصٰرَی الْمَسِیْحُ ابْنُ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ قَوْلُهُمْ بِاَفْوَاهِهِمْ ۚ— یُضَاهِـُٔوْنَ قَوْلَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَبْلُ ؕ— قَاتَلَهُمُ اللّٰهُ ۚ— اَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟
یهودیانو ویلي وو چې عزیر د الله زوی دی او نصاراو ویلي وو چې عیسې د الله زوی دیږ دایې تش د خولې خبره ده.او خبره یې د هغو خلکو خبرې ته ورته ده چې له دوی نه وړاندې کافران شوي وو. الله دې هغوی هلاک کړي په کوم لورې اړول کیږي؟.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِتَّخَذُوْۤا اَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ اَرْبَابًا مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَالْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ ۚ— وَمَاۤ اُمِرُوْۤا اِلَّا لِیَعْبُدُوْۤا اِلٰهًا وَّاحِدًا ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— سُبْحٰنَهٗ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
هغوی خپل علماء او راهبان او د بي بي مریمې ځوی عیسې له الله نه پرته خپل باداران نیولي وو په داسې حال کې چې هغوی ته پرته له دې چې دیو الله عبادت وکړي د بل څه امر نه وشوی د عبادت وړ یوازې همغه یو ذات دی. الله له هغه څه نه پاک دی چې هغوی یې ورسره شریکوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አት-ተውባህ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት