Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አንዓም   አንቀጽ:

انعام

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمٰتِ وَالنُّوْرَ ؕ۬— ثُمَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ یَعْدِلُوْنَ ۟
ټولې ستاینې هغه الله ته دي چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي تیارې او رڼا یې جوړه کړه ـ بیا هم کافران له خپل رب سره نور څیزونه برابروي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ طِیْنٍ ثُمَّ قَضٰۤی اَجَلًا ؕ— وَاَجَلٌ مُّسَمًّی عِنْدَهٗ ثُمَّ اَنْتُمْ تَمْتَرُوْنَ ۟
الله همغه ذات دی چې تاسې یې له خټې پیدا او بیا یې درته وټاکله او د قیامت د جوړیدلو وخت هغه ته معلوم دی بیا هم تاسې شک کوئ؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَهُوَ اللّٰهُ فِی السَّمٰوٰتِ وَفِی الْاَرْضِ ؕ— یَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهْرَكُمْ وَیَعْلَمُ مَا تَكْسِبُوْنَ ۟
همغه یو الله په اسمانونو کې دی او په ځمکه کې هم. ستاسې ټول پټ او ښکاره ورته معلوم او له ټولو کړنو مو ښه خبر دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟
او چې کله هم هغوی ته د رب له لورې کومه نښه او دلیل راغلی دی نو مخ یې ترې اړولی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَقَدْ كَذَّبُوْا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ؕ— فَسَوْفَ یَاْتِیْهِمْ اَنْۢبٰٓؤُا مَا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
همدا اوس هم چې حق ورته راغې نو درواغ یې وګاڼه. خو ډیر ژر به د هغه څه په واقعیت پوه شي چې ملنډې پرې وهي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَّكُمْ وَاَرْسَلْنَا السَّمَآءَ عَلَیْهِمْ مِّدْرَارًا ۪— وَّجَعَلْنَا الْاَنْهٰرَ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَاَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟
ایا نه ګورې چې له هغوی نه وړاندې مونږ څومره ډیر خلک هلاک کړي دي؟ هغوی ته مې په ځمکه کې هومره څه ورکړي وو چې تاسو ته مي لا ندي در کړي پر هغوی مې اسمان ښه راورولی او ښې ویالې مې ورته بیولې وې خو د ګناهونو له کبله مې هلاک او پر ځای مې د بلې زمانې خلک را پورته کړل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ كِتٰبًا فِیْ قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوْهُ بِاَیْدِیْهِمْ لَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
ای محمده! صلی الله علیه وسلم که مونږ پر تا باندې کوم لیکلی کتاب نازل کړی وای په لاسونو کې له اخیستلو سره به خامخا کافرانو ویلي وای چې دا پرته له پیاوړي سحر څخه بل څه نه دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ مَلَكٌ ؕ— وَلَوْ اَنْزَلْنَا مَلَكًا لَّقُضِیَ الْاَمْرُ ثُمَّ لَا یُنْظَرُوْنَ ۟
او وایي چې ولې پر پیغمبر کومه ملایکه نه ده نازله شوې او که چیرې مونږ ملایکه نازله کړی وای نو خبره به خلاصه او بیا به هیڅ مهلت نه ورکول کیده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-አንዓም
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት