Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አን ነጅም   አንቀፅ:
اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ لَیُسَمُّوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ تَسْمِیَةَ الْاُ ۟
بې له شکه کوم کسان چې په اخرت ایمان نه لري،ملايکې په ښخینه نومونو یادوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ ۚ— وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ۟ۚ
په دې هکله هغوی په هیڅ نه پوهیږي.یوازې په ګومان او اټکل پسې روان دي.او ګومان هیڅکله د حق او واقعیت ځای نشي ډکولی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاَعْرِضْ عَنْ مَّنْ تَوَلّٰی ۙ۬— عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ یُرِدْ اِلَّا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ
نو ای پیغمبره!له هغو خلکو مخ واړه وه چې زمونږله پند نه یې مخ اړولی او له دنیوي ژوند پرته یې بل هیڅ هدف نه وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ذٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدٰی ۟
هو! ددوی پوهه یوازې تر همدې ځایه ده.بې له شکه ستا رب ته هغه ډیر ښه معلوم دي چې له لارې یې بې لارې شوي او هغه هم ورته ډیر ښه معلوم دي چې سمه لار یې میندلې ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۙ— لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوْا بِمَا عَمِلُوْا وَیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا بِالْحُسْنٰی ۟ۚ
د اسمانونو او ځمکې تول څیزونه ټول څيزونه یوازې د یو الله دي تر څو هغو کسانو ته چې بدي یې کړې جزا ورکړي او هغو ته چې نیکی یې کړې په ښه توګه بدله ورکړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَلَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِكُمْ اِذْ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاِذْ اَنْتُمْ اَجِنَّةٌ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰی ۟۠
دوی هغه کسان دي چې له لویو ګناهونو او بد فعلی نه ځان ژغوري خو که ځیني کوچني ګناهونه ترې وشي باک یې نشته.بې له شکه چې ستا د رب بښنه ډیره پراخه ده. تاسې له هغه وخت نه پيژني چې تاسې یې له ځمکې نه پیدا او هغه وخت هم پر تاسې عالم وو چې تاسو د خپلو مورګانو په خیټو کې بچیان واست.نو تاسې د خپلې پاکۍ دعوې مه کوئ.هغه ښه پوهیږي چې رښتیني پاک څوک دی؟
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ تَوَلّٰی ۟ۙ
ای پیغمبره!تا هغه څوک لیدلی چې د خدای له لارې نه یې مخ اړولی دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَعْطٰی قَلِیْلًا وَّاَكْدٰی ۟
ډير لږ مال یې ورکړ او بیا یې لاس ونیو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَعِنْدَهٗ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَرٰی ۟
ایا په پټو پوهیږی چې خپل خلاصون وویني.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ لَمْ یُنَبَّاْ بِمَا فِیْ صُحُفِ مُوْسٰی ۟ۙ
ایا له هغه څه نه خبر شوی نه دی چې د موسی په صحیفو کې و؟
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِبْرٰهِیْمَ الَّذِیْ وَ ۟ۙ
او له هغه څه چې د وفا دار ابراهیم په صحیفو کې وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۟ۙ
او هغه دا وو چې هیڅ بار پورته کوونکی به د بل چا بار په خپلو اوږونه اخلي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَنْ لَّیْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰی ۟ۙ
او دا چې انسان یوازې د خپلو هڅو ګټه لیدلای شي اوبس.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰی ۟
او دا چې ډير ژر به خپلې هڅې وروښوولای شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰی ۟ۙ
بیا به بدل په بشپړ ډول ورکړای شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَنَّ اِلٰی رَبِّكَ الْمُنْتَهٰی ۟ۙ
او دا چې د هر څه پای ستا د رب په لور ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَضْحَكَ وَاَبْكٰی ۟ۙ
او دا چې همغه خندول کوي او هم ژړول.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَمَاتَ وَاَحْیَا ۟ۙ
او دا چې همغه مړه کول کوي او هم ژوندي کول.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አን ነጅም
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማውጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

ለመዝጋት