Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ቃፍ   አንቀጽ:

ق

قٓ ۫— وَالْقُرْاٰنِ الْمَجِیْدِ ۟ۚ
ق. قسم په قران مجید ( چې ته د الله رسول يې)
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَلْ عَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ فَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا شَیْءٌ عَجِیْبٌ ۟ۚ
بلکې تعجب کوي چې د هغوی خپل سړی ورته د ډاروونکي په توګه راغلی او کافران وايې چې دا یو عجیب کار دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا ۚ— ذٰلِكَ رَجْعٌ بَعِیْدٌ ۟
ایا چې مونږ مړه او بیا خاورې شو؟ دا بیرته راګرځیدل ډیر لرې دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْاَرْضُ مِنْهُمْ ۚ— وَعِنْدَنَا كِتٰبٌ حَفِیْظٌ ۟
په یقین چې مونږ پوه یو چې ځمکه به کوم څه له هغوی نه کموي او له مونږ سره یوه ساتونکې لیکنه ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَلْ كَذَّبُوْا بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ فَهُمْ فِیْۤ اَمْرٍ مَّرِیْجٍ ۟
بلکې هغوی حق له راتګ وروسته درواغ وګاڼه نو په ګډوډیو[۱۲] او لالهاندۍ سر دي.
[۱۲] کله وايې قران سحر دی کله وايي شعر دی کله یو څه او کله بل څه وايي( فتح القدیر).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَفَلَمْ یَنْظُرُوْۤا اِلَی السَّمَآءِ فَوْقَهُمْ كَیْفَ بَنَیْنٰهَا وَزَیَّنّٰهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوْجٍ ۟
ایا پاس اسمان ته يې نه دي کتلي چې مونږ څرنګه جوړ کړی او څه رنګه مو ښایسته کړی؟ او هیڅ سوری او چاود پکې نشته.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالْاَرْضَ مَدَدْنٰهَا وَاَلْقَیْنَا فِیْهَا رَوَاسِیَ وَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ ۟ۙ
او نه يي دې لیدلي چې مونږ ځمکه هواره کړې. غرونه مو پکې میخ کړي او هر ډول تازه او زړه وړونکي نباتات مو پکې رازرغون کړي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
تَبْصِرَةً وَّذِكْرٰی لِكُلِّ عَبْدٍ مُّنِیْبٍ ۟
دا ټول څیزونه د هغه بنده لپاره چې الله ته رجوع کوي ښوونه او پند دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً مُّبٰرَكًا فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ جَنّٰتٍ وَّحَبَّ الْحَصِیْدِ ۟ۙ
او له اسمان نه مو برکت ناکې اوبه راښکته کړي او په هغو مو باغونه او لو کیدونکي دانې راټوکولي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالنَّخْلَ بٰسِقٰتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِیْدٌ ۟ۙ
او هم مو پرې لوړې دنګې او د ګڼو وږو لرونکې خرما کانې زرغونې کړي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ ۙ— وَاَحْیَیْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ؕ— كَذٰلِكَ الْخُرُوْجُ ۟
دا ټول زمونږ د بنده ګانو روزي ده. او هم مو پرې مړ او وچ وطن بیرته ژوندی او تازه کړی دی. هو! په همدې شان له قبر نه بیرته راوتل هم دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّاَصْحٰبُ الرَّسِّ وَثَمُوْدُ ۟ۙ
له دوی نه وړاندې د نوح قوم، د څاه خاوندانو او ثمودیانو د درواغو نسبت کړی وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ وَاِخْوَانُ لُوْطٍ ۟ۙ
او هم عادیانو، فرعون او د لوط ورونو هم کړی وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَّاَصْحٰبُ الْاَیْكَةِ وَقَوْمُ تُبَّعٍ ؕ— كُلٌّ كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِیْدِ ۟
او هم د ځنګل خاوندانو، او د تبع قوم هم کړی وو. ټول پیغمبران درواغجن ګڼلي وو. نو د عذاب وعده پرې پخه شوه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَفَعَیِیْنَا بِالْخَلْقِ الْاَوَّلِ ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟۠
ایا مونږ په لومړني ځل پیدا کولو ستړي شوي یو؟ نه بلکې هغوی د نوي پیدا کولو په هکله په شک کې اخته دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ቃፍ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት