Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ማኢዳህ   አንቀጽ:
یُرِیْدُوْنَ اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنَ النَّارِ وَمَا هُمْ بِخٰرِجِیْنَ مِنْهَا ؗ— وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِیْمٌ ۟
هغوی به غواړي چې له اور څخه ووځي خو وتونکي به نه وي او تل پاتې عذاب یې په برخه دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوْۤا اَیْدِیَهُمَا جَزَآءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
دغله سړي او غلې ښځې لاسونه پرې کړئ دا یې د کړنې بدله او د الله له لورې پند دی الله پاک ډیر زوره ور او د حکمت څښتن دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَمَنْ تَابَ مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهٖ وَاَصْلَحَ فَاِنَّ اللّٰهَ یَتُوْبُ عَلَیْهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
که څوک له تیري کولو وروسته توبه وباسي او خپلې کړنې روغې کړي نو الله پاک به ئې توبه ومني بې شکه چې الله پاک ښه بښونکی خورا ډیر مهربان دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَغْفِرُ لِمَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
ایا ته په دې نه پوهیږی چې د اسمانونو او ځمکې واکمني په یقیني ډول د الله پاک ده؟ چا ته ئې چې خوښه شي په عذابوي یي او چاته يې چې خوښه شي بښنه ورته کوي الله پاک پر هر څیز ډیر پیاوړی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ لَا یَحْزُنْكَ الَّذِیْنَ یُسَارِعُوْنَ فِی الْكُفْرِ مِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِاَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِنْ قُلُوْبُهُمْ ۛۚ— وَمِنَ الَّذِیْنَ هَادُوْا ۛۚ— سَمّٰعُوْنَ لِلْكَذِبِ سَمّٰعُوْنَ لِقَوْمٍ اٰخَرِیْنَ ۙ— لَمْ یَاْتُوْكَ ؕ— یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ مِنْ بَعْدِ مَوَاضِعِهٖ ۚ— یَقُوْلُوْنَ اِنْ اُوْتِیْتُمْ هٰذَا فَخُذُوْهُ وَاِنْ لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوْا ؕ— وَمَنْ یُّرِدِ اللّٰهُ فِتْنَتَهٗ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهٗ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَمْ یُرِدِ اللّٰهُ اَنْ یُّطَهِّرَ قُلُوْبَهُمْ ؕ— لَهُمْ فِی الدُّنْیَا خِزْیٌ ۙ— وَّلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟
یا زما استازیه! د کفر په لار کې د هغو کسانو منډې رامنډې باید تا غمجن نه کړي چې په خوله وایې مونږ ایمان راوړی خو زړونه یې لا مؤمنان نه دي او نه د هغو کسانو هلې ځلې چې یهودیان شوي دي. هغوی درواغو ته ښه غوږ نیسي. او هم هغو خلکو ته چې تر اوسه لا تا ته نه دي راغلي، هغوی خبرې له خپلې معنا نه بلې لورې ته اړوي او وایي که دا خبره درکړای شوه نو وه یې منئ او که همدا خبره درنه کړای شوه نو ځانونه ترې وژغورئ. او الله پاک چې د چا د بې لارې کولو اراده وکړي نو ته یې ترې نشي ژغورلی ـ دا همغه کسان دي چې الله پاک یې د زړونو د پاکوالي اراده نه ده کړی په دنیا کې ئي رسوایي او سپکتیا په برخه او په اخرت کې به د ډیر لوی عذاب سره مخ وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ማኢዳህ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት