Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል አህቃፍ   አንቀጽ:
وَاِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوْا لَهُمْ اَعْدَآءً وَّكَانُوْا بِعِبَادَتِهِمْ كٰفِرِیْنَ ۟
او چې خلک بیرته ژوندي راټول کړای شي نو همدغه خدایان به يې دښمنان او د هغوی د عبادت کولو نه به منکر وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ ۙ— هٰذَا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ
او کله چې پر هغوی زمونږ ښکاره او څرکند ایتونه ولوستلی شي نو کافران د راغلي حق په هکله وايې چې: دا یو ښکاره سحر او جادو دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ اِنِ افْتَرَیْتُهٗ فَلَا تَمْلِكُوْنَ لِیْ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَا تُفِیْضُوْنَ فِیْهِ ؕ— كَفٰی بِهٖ شَهِیْدًا بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— وَهُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
بلکې لا وايې چې پیغمبر قران په درواغو جوړ کړی دی. ای محمده! ورته ووایه که ما له ځانه جوړ کړی وي نو ستاسې په وس نه ده چې ما د الله په مقابل کې ډیر لږ هم وژغورئ. الله ته هغه څه ښه معلوم دي چې تاسې يې د قران په هکله وايې او پکې مشغول یاست. هغه زما او ستاسې په مینځ کې د شاهد په توګه بس دی. هغه ښه بښونکی او مهربان دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ وَمَاۤ اَدْرِیْ مَا یُفْعَلُ بِیْ وَلَا بِكُمْ ؕ— اِنْ اَتَّبِعُ اِلَّا مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ وَمَاۤ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
ای محمده! ورته ووایه چې زه کوم لومړنی پیغمبر نه یم. او ما ته نه دي معلوم چې له ماسره به څه کیږي؟ او نه په دې پوهیږم چې له تاسې سره به څه کیږي؟ زه یوازې په هغه څه پسې روان یم چې ماته يې وحي کولی شي او زه پرته له یوه ډاګیز او میداني ډاروونکو بل څه نه یم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ وَكَفَرْتُمْ بِهٖ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی مِثْلِهٖ فَاٰمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
اې محمده! ورته ووایه: په دې مې پوه کړئ که چیرې دا قران د الله له لورې وي او تاسې نه وي منلی، سره له دې چې د بنې اسرائیلو یوه تن دې کلام ته ورته کلام په حقانیت شاهدي هم ویلې او ایمان يې پرې راوړی. خو تاسې لويې او تکبر وکړ.( نو پاې به مو څه وي؟) په رښتیا چې الله ظالم قوم ته لار نه ښايې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْ كَانَ خَیْرًا مَّا سَبَقُوْنَاۤ اِلَیْهِ ؕ— وَاِذْ لَمْ یَهْتَدُوْا بِهٖ فَسَیَقُوْلُوْنَ هٰذَاۤ اِفْكٌ قَدِیْمٌ ۟
او کافران د مؤمنانو په هکله وايې: که چیرې د اسلام منل غوره وای نو دوی به له مونږ څخه وړاندې شوي نه وای. او چې هدایت يي پرې ونه مینده ژر به ووایي چې دا زاړه درواغ دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمِنْ قَبْلِهٖ كِتٰبُ مُوْسٰۤی اِمَامًا وَّرَحْمَةً ؕ— وَهٰذَا كِتٰبٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِیًّا لِّیُنْذِرَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ۖۗ— وَبُشْرٰی لِلْمُحْسِنِیْنَ ۟
له قران څخه وړاندې د موسی کتاب د خلکو لپاره لارښود او رحمت وو. او دا کتاب چې پخواني کتابو تائیدوي په عربي ژبه راغلی تر څو ظالمان وډاروي او نیکو کارانو ته زیر ورکړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ۚ
بې شکه هغه کسان چې وايې: زمونږ رب الله دی بیا پرې ټینګ ودریږي نو هیڅ ډار به پرې نه وي او نه به غمجن شي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
دغه خلک د جنت خاوندان دي او تل به هملته وي . دا يي د هغو کړنو پوره بدل دی چې په دنیا کې يي کولې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል አህቃፍ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት