Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙኽሩፍ   አንቀጽ:
وَالَّذِیْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً بِقَدَرٍ ۚ— فَاَنْشَرْنَا بِهٖ بَلْدَةً مَّیْتًا ۚ— كَذٰلِكَ تُخْرَجُوْنَ ۟
او هغه ذات دی چې له پاسه يي په ټاکلې اندازه اوبه راښکته کړي، او مړه ځمکه مو پرې راژوندۍ کړې ده او په همدې توګه به یوه ورځ تاسې له ځمکې نه راوویستلای شئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الْفُلْكِ وَالْاَنْعَامِ مَا تَرْكَبُوْنَ ۟ۙ
او هغه ذات دی چې د هر څه جوړې يې پیدا کړي دي. او هم يې تاسې ته کښتۍ او څاروي پیدا کړي دي تر څو پرې سپاره شئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لِتَسْتَوٗا عَلٰی ظُهُوْرِهٖ ثُمَّ تَذْكُرُوْا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ اِذَا اسْتَوَیْتُمْ عَلَیْهِ وَتَقُوْلُوْا سُبْحٰنَ الَّذِیْ سَخَّرَ لَنَا هٰذَا وَمَا كُنَّا لَهٗ مُقْرِنِیْنَ ۟ۙ
او کله چې پرې ښه برابر شئ نو د خپل رب نعمت او لورینه رایاده کړئ، او د هغه له پاسه د پوره برابریدلو وروسته ووايي چې: ډیر پاک دی هغه ذات چې دا څیزونه يي مونږ ته تابع کړل که نه نو له مونږ سره د هغو د کنترول وس نه وو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُوْنَ ۟
او بې شکه چې مونږ به د خپل رب په لور بیرته ورګرځیږو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَعَلُوْا لَهٗ مِنْ عِبَادِهٖ جُزْءًا ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ؕ۠
او کافرانو د الله ځینې بنده ګان د هغه برخه وګرځول. په رښتیا چې انسان ډیر څرګند او ښکاره احسان هیروونکی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمِ اتَّخَذَ مِمَّا یَخْلُقُ بَنٰتٍ وَّاَصْفٰىكُمْ بِالْبَنِیْنَ ۟
ایا الله له خپل مخلوق نه د خپل ځان لپاره لوڼي نیولي او تاسې يي په ځامنو غوره کړي يې؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟
په داسې حال کې چې کله هم د هغوی کوم یو ته د هغه اولاد د پیدایښت زیری ورکړای شي چې دوی يي الله ته ثابتوي نو له ډیره غمه يې مخ تک تور واوړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوَمَنْ یُّنَشَّؤُا فِی الْحِلْیَةِ وَهُوَ فِی الْخِصَامِ غَیْرُ مُبِیْنٍ ۟
ایا هغه څه د الله پر برخه شو چې په ګاڼو او سنګار کې يې پالنه کیږي او دجګړو او مناقشو په دوران کې څرګندونه هم نشي کولای؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَجَعَلُوا الْمَلٰٓىِٕكَةَ الَّذِیْنَ هُمْ عِبٰدُ الرَّحْمٰنِ اِنَاثًا ؕ— اَشَهِدُوْا خَلْقَهُمْ ؕ— سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَیُسْـَٔلُوْنَ ۟
او هغوی ملایکې چې د رحمن خدای بنده ګان دي ښځې وګڼلې. ایا هغوی يې پیدایښت ته حاضروو؟ شاهدي به يي ولیکل شي او بیا به ترې پوښتنه وشي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالُوْا لَوْ شَآءَ الرَّحْمٰنُ مَا عَبَدْنٰهُمْ ؕ— مَا لَهُمْ بِذٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۗ— اِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟ؕ
او هغوی وايي: که رحمن خدای غوښتي وای نو مونږ به هیڅکله د بوتانو عبادت نه و کړی ددې خبرې معنی نه پوهیږي بس په اټکل پسې روان دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا مِّنْ قَبْلِهٖ فَهُمْ بِهٖ مُسْتَمْسِكُوْنَ ۟
ایا مونږ هغوی ته له دې قران نه وړاندې بل کتاب ورکړی دی چې اوس يې پرې کلکې منګولې لګولي وي؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
بَلْ قَالُوْۤا اِنَّا وَجَدْنَاۤ اٰبَآءَنَا عَلٰۤی اُمَّةٍ وَّاِنَّا عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟
نه! هیڅ موندي ورکړی بلکې وايې چې مونږ خپل پلرونه پر یوه دین میندلي دي او مونږ اوس د هغوی پر پلونو روان یو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙኽሩፍ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት