Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ፉሲለት   አንቀጽ:
اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَلَا تَحْزَنُوْا وَاَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟
بې له شکه چې چا ویلي دي چې الله زمونږ رب دی او بیا په همدې خبره ټینګ ولاړ وي نو ملایکې به پرې نازلیږي[۱۴] او ورته وايې به چې مه ویریږئ او مه غم کوئ[۱۵] او د هغه جنت زیری واخلئ چې له تاسې سره يي وعده کیدله.
[۱۴] د مرګ په وخت کې یا د بیا راژوندي کیدلو په وخت کې او یا په قبر کې د سوال او ځواب په مرحله کې او یا په دریواړو حالاتو کې( مختصر تفسیر ابن کثیر للصابوني).
[۱۵] له خپل راتلونکي حال نه ډاریږي چې له مرګ وروسته به له څه سره مخ کیږي ځکه چې جنت ته روان يي او مه پردې خفه کیږئ چې له تاسې پاتې اولاد، او پلرونه به مو څرنګه کیږي؟ ځکه چې مونږ يي پالنه کوو( مختصر تفسیر ابن کثیر)
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
نَحْنُ اَوْلِیٰٓؤُكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَشْتَهِیْۤ اَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِیْهَا مَا تَدَّعُوْنَ ۟ؕ
مونږ په دنیا کې ستاسې دوستا یو او په اخرت کې هم. او په جنت کې به تاسې ته ټول هغه څیزونه تیاروي چې تاسې يي هلیه وکړئ او ټول هغه څه مو په مخکې وي چې تاسې يي وغواړئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
نُزُلًا مِّنْ غَفُوْرٍ رَّحِیْمٍ ۟۠
دا د بښوونکي او مهربان الله میلمستیا ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَاۤ اِلَی اللّٰهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَّقَالَ اِنَّنِیْ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟
او له هغه چا نه به ښه خبره د چا وي چې د الله په لور يي بلنه کړې نیکې يي کړې او ویلي يي وي چې زه له مسلمانانو څخه یم؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَا تَسْتَوِی الْحَسَنَةُ وَلَا السَّیِّئَةُ ؕ— اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ فَاِذَا الَّذِیْ بَیْنَكَ وَبَیْنَهٗ عَدَاوَةٌ كَاَنَّهٗ وَلِیٌّ حَمِیْمٌ ۟
نیکي او بدي سره هیڅکله نشي برابریدای نو د بدۍ مخه په ډیرو ښو سره ونیسئ بیا به نو وګورئ هغه څوک چې له تاسې سره پخه دښمني لري ستاسي د خوا خوږي دوست په شان به وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا الَّذِیْنَ صَبَرُوْا ۚ— وَمَا یُلَقّٰىهَاۤ اِلَّا ذُوْ حَظٍّ عَظِیْمٍ ۟
او دغه لوړ ملت صفت ته نه شي رسیدای مګر یوازې هغه کسان چې صبر کوي او دغه مقام ته ور په برخه کیږي مګر هغه چا ته چې د لوی برخې خاوند وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او که شیطان کومه وسوسه درواچوي نو په الله پناه وغواړه، بې له شکه چې هغه ښه اوریدونکی او په هر څه پوه دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمِنْ اٰیٰتِهِ الَّیْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ؕ— لَا تَسْجُدُوْا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ خَلَقَهُنَّ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟
او د الله له نښو څخه شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ ديی لمر او سپوږمۍ ته سجده مه کوئ. بلکې هغه الله ته سجده وکړئ چې دوی يي پیدا کړي دي که په رښتیا یوازې هغه ته عبادت کوئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاِنِ اسْتَكْبَرُوْا فَالَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ یُسَبِّحُوْنَ لَهٗ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا یَسْـَٔمُوْنَ ۟
نو که هغوی ددې خبرې له منلو نه لويې وکړه باک يي نشته ځکه هغه ملایکې چې ستا د رب په وړاندې دي شپه او ورځ بې له دې چې ستړې شي هغه په پاکۍ سره ستايي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ፉሲለት
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት