Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን-ኒሳዕ   አንቀጽ:
وَاِنِ امْرَاَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوْزًا اَوْ اِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَاۤ اَنْ یُّصْلِحَا بَیْنَهُمَا صُلْحًا ؕ— وَالصُّلْحُ خَیْرٌ ؕ— وَاُحْضِرَتِ الْاَنْفُسُ الشُّحَّ ؕ— وَاِنْ تُحْسِنُوْا وَتَتَّقُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟
او که کومه ښځه د خپل له میړه بې پروايي او مخ اړولو څخه وډاریده نو په میړه او ښځې هیڅ ګناه نشته چې پخپلو مینځونو کې روغه وکړي روغه او سوله خورا غوره ده او نفسونه د بخیلۍ په لور ډير میلان لري ـ او که تاسې نیکي او پرهیزګاري وکړئ نو بې شکه چې الله پاک ستاسې له کړنو ښه خبر دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَنْ تَسْتَطِیْعُوْۤا اَنْ تَعْدِلُوْا بَیْنَ النِّسَآءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِیْلُوْا كُلَّ الْمَیْلِ فَتَذَرُوْهَا كَالْمُعَلَّقَةِ ؕ— وَاِنْ تُصْلِحُوْا وَتَتَّقُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟
او هر ګز ستاسې په توان نه ده چې د ښځو په مینځ کې بشپړه برابري وکړای شئ که څه هم تاسې پوره هڅه وکړئ نو باید د یوې ښځې په لور په بشپړ ډول میلان ونه کړئ چې هغه بله د زوړندې په شان پریږدئ او که تاسو په خپلو مینځونو کې روغه وکړه له ظلم او تیرې څخه مو ځان وژغوره نو بې شکه الله پاک ښه بښونکی او ډیر مهربان دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنْ یَّتَفَرَّقَا یُغْنِ اللّٰهُ كُلًّا مِّنْ سَعَتِهٖ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ وَاسِعًا حَكِیْمًا ۟
او که میړه او ښځه یو له بل څخه جلا شول نو الله پاک به هر یو د خپلې پراختیا څخه ښه ماړه کړي الله پاک د ډیرې پراخۍ او حکمت څښتن دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ وَصَّیْنَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَاِیَّاكُمْ اَنِ اتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— وَاِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَنِیًّا حَمِیْدًا ۟
او خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او مونږ هغو خلکو ته چې له تاسې پخوا مو کتاب ورکړی ؤ امر کړی ؤ او تاسې ته یې هم کوو چې له الله څخه وډار شئ او که تاسې کافران شواست نو بې شکه چې خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او الله پاک بې پروا او ښه ستایلی شوی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ وَكِیْلًا ۟
او خاص د الله دي هغه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او الله پاک د کار جوړونې لپاره بس دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنْ یَّشَاْ یُذْهِبْكُمْ اَیُّهَا النَّاسُ وَیَاْتِ بِاٰخَرِیْنَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی ذٰلِكَ قَدِیْرًا ۟
ای خلکو! که الله وغواړي نو تاسې به له مینځه یوسي او نور به راولي او الله پاک په همدې کار ښه توانا دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ ثَوَابَ الدُّنْیَا فَعِنْدَ اللّٰهِ ثَوَابُ الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟۠
هر څوک چې د دنیا ثواب غواړي نو له الله سره د دنیا او اخرت ثواب شته او الله پاک ښه اوریدونکی او لیدونکی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አን-ኒሳዕ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት