Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙመር   አንቀጽ:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟۠
ای محمده! مونږ دغه حق کتاب په تا نازل کړی دی چا چې سمه لار غوره کړه نو خپله ګټه يې ده او چا چې لار ورکه کړه او تاوان يي هم د هغه دی. ته د هغوی ساتونکی او پالونکی نه يي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَللّٰهُ یَتَوَفَّی الْاَنْفُسَ حِیْنَ مَوْتِهَا وَالَّتِیْ لَمْ تَمُتْ فِیْ مَنَامِهَا ۚ— فَیُمْسِكُ الَّتِیْ قَضٰی عَلَیْهَا الْمَوْتَ وَیُرْسِلُ الْاُخْرٰۤی اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّتَفَكَّرُوْنَ ۟
الله دی چې هره ساه د مرګ په مرحله کې پوره اخلي. او هغه هم اخلي چې د خوب په مرحله کې لا مړه شوې نه ده نو هغه له ځان سره ټینګوي چې د مرګ پریکړه يې شوې وي او نورې ساه ګانې تر ټاکلې مودې پورې راخوشې کوي. بې له شکه په دې کې د هغه قوم لپاره چې فکر کوي ډيرې لويې نښې دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُفَعَآءَ ؕ— قُلْ اَوَلَوْ كَانُوْا لَا یَمْلِكُوْنَ شَیْـًٔا وَّلَا یَعْقِلُوْنَ ۟
ایا هغوی له الله نه پرته نور سپارښت کوونکي نیولي دی؟ ورته ووایه: تاسې يې نیسئ که څه هم هیڅ يې په واک کې نه وي او نه څه پوهه لرې؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ لِّلّٰهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیْعًا ؕ— لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
ورته ووایه چې سپارښت ټول د الله په واک کې دی. د اسمانونو او ځمکې واک له هغه سره دی. او بیا تاسې یوازې همغه ته بیرته ورستنول کیږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَحْدَهُ اشْمَاَزَّتْ قُلُوْبُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاِذَا ذُكِرَ الَّذِیْنَ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِذَا هُمْ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟
او کله چې د الله نوم یوازې یاد شي نو د هغو کسانو زړونه رپریږي او تنګ شي چې په اخرت ایمان نه لري. او چې له الله نه پرته نور خدایان ياد شي نو ګورې يې چې خوښي ښکاره کوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلِ اللّٰهُمَّ فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ عٰلِمَ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ اَنْتَ تَحْكُمُ بَیْنَ عِبَادِكَ فِیْ مَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
ووایه: ای الله! د اسمانونو او ځمکې پیداکوونکیه! په پټو او ښکاره وو پوهیدونکیه! همدا ته به د خپلو بنده ګانو په مینځ کې د هغه څه پریکړه وکړې چې هغوی پکې اختلاف کوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَوْ اَنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا وَّمِثْلَهٗ مَعَهٗ لَافْتَدَوْا بِهٖ مِنْ سُوْٓءِ الْعَذَابِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَبَدَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مَا لَمْ یَكُوْنُوْا یَحْتَسِبُوْنَ ۟
او که چیرې د ظالمانو په لاس کې د ځمکې ټول څیزونه، او د هغوی په انډول نور هم وي نو د قیامت په ورځ به يې د ناوړه عذاب نه د خلاصون په تکل خیرات او فدیه کړي. او د الله له لورې به هغه څه ورښکاره شي چې هغوی يې اټکل نه و کړی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አዝ ዙመር
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት