Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሰበእ   አንቀጽ:

سبا

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِی الْاٰخِرَةِ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟
ټولې ستاینې هغه الله ته دي چې د اسمانونو او ځمکې د هر څه څښتن دی او د اخرت ستاینې هم یوازې هغه ته دي. د حکمت والا او له هر څه نه خبر دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ الرَّحِیْمُ الْغَفُوْرُ ۟
هغه ټول ورته ښه معلوم دي چې په ځمکه کې ننووځي یا ترې راووځي او هغه هم ورته معلوم دي چې له سمان څخه راښکته کیږي او یا پورته ورخیژي. خورا مهربان او بښونکی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَاْتِیْنَا السَّاعَةُ ؕ— قُلْ بَلٰی وَرَبِّیْ لَتَاْتِیَنَّكُمْ ۙ— عٰلِمِ الْغَیْبِ ۚ— لَا یَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَلَاۤ اَصْغَرُ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرُ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ
کافران وايې چې هيڅکله به قیامت پر مونږ رانه شي. ای محمده! ورته ووایه چې نه . داسې نه ده. قسم زما په پټو عالم رب چې هغه به خامخا پر تاسې راشي. د اسمانونو او ځمکې هیڅ کوچنۍ ذره ترې نه شی ورکیدای. او له ذرې نه کوچنی او غټ ټول څیزونه په یوه روښانه لیکنه کې ښکل شوي دي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
لِّیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟
(قیامت به خامخا راځي) تر څو الله مؤمنانو او نیک عملو ته ښه بدله ورکړي. بښنه او ښه روزي هم د همدغو خلکو په برخه ده.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَالَّذِیْنَ سَعَوْ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ ۟
او کومو کسانو چې زمونږ په ایتونو کې زمونږ د بي وسې کولو هڅه کړې ده. د هغوی لپاره خورا بد او دردناک عذاب دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَیَرَی الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ ۙ— وَیَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟
او هغو کسانو ته چې پوهه ورکړای شوې ده، په رډو سترګو ویني چې یوازینی حق همدغه کتاب دی چې تاته درکړای شوی دی او دبرلاسي او ستایلي شوي ذات د لارې په لور ښوونه کوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ یُّنَبِّئُكُمْ اِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۙ— اِنَّكُمْ لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۚ
او کافران وايې: ایا مونږ یو داسې سړی درونه ښایو چې وايې کله چې هم تاسې ټوټه ټوټه او بڅري، بڅري کړای شئ بیا به له نوي سره پیدا شئ.؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ሰበእ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት