Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ኣሊ-ኢምራን   አንቀጽ:
رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا بِمَاۤ اَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُوْلَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ ۟
ای زمونږ ربه! مونږ په هغه څه ایمان راوړی دی چې تا نازل کړي دي او ستا د رسول مننه مو کړې ده نو د شهادت ورکوونکو په کتار کې مو ولیکه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَكَرُوْا وَمَكَرَ اللّٰهُ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الْمٰكِرِیْنَ ۟۠
هغوی عیسې علیه السلام پر خلاف پروګرام جوړ کړ او الله هم پروګرام جوړ کړ الله پاک خورا غوره پروګرام جوړوونکی دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِذْ قَالَ اللّٰهُ یٰعِیْسٰۤی اِنِّیْ مُتَوَفِّیْكَ وَرَافِعُكَ اِلَیَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَجَاعِلُ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْكَ فَوْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۚ— ثُمَّ اِلَیَّ مَرْجِعُكُمْ فَاَحْكُمُ بَیْنَكُمْ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟
( ای محمده هغه وخت یاد کړه): چې الله پاک ای عیسې زه تا پوره اخلک، ځان ته دې راپورته کوم او له کافرانو څخه دې پاکوم او ستا منونکي تر قیامته پر کافرانو برلاسي ګرځوم بیا ستاسو ټولو راتګ ما ته دی زه به ستاسې په مینځ کې د هغو خبرو په هکله فیصله وړم چې تاسې پکې اختلاف کوئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَاُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟
نو څوک چې کافران شوي دي په دنیا او اخرت کې به یې سخت عذاب وربړوم او هیڅ ملاتړ به یې نه وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَیُوَفِّیْهِمْ اُجُوْرَهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یُحِبُّ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او چا چې ایمان راوړی دی او نیکې کړنې یې کړي دي نو الله یې بدله پوره ورکړي الله تیري کوونکي نه خوښوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ذٰلِكَ نَتْلُوْهُ عَلَیْكَ مِنَ الْاٰیٰتِ وَالذِّكْرِ الْحَكِیْمِ ۟
دا ایتونه چې مونږ یې پر تا لولو له حکمت څخه ډک پند دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِنَّ مَثَلَ عِیْسٰی عِنْدَ اللّٰهِ كَمَثَلِ اٰدَمَ ؕ— خَلَقَهٗ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟
د الله په وړاندې د عیسې مثال آدم ته ورته دی، الله ادم له خاورې جوړ او بیا یې ورته وویل جوړ شه! بس هغه جوړ شو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟
همدا ستا رب له لورې حق دی نو ته له شک کوونکو څخه مه کیږه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَمَنْ حَآجَّكَ فِیْهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ اَبْنَآءَنَا وَاَبْنَآءَكُمْ وَنِسَآءَنَا وَنِسَآءَكُمْ وَاَنْفُسَنَا وَاَنْفُسَكُمْ ۫— ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَّعْنَتَ اللّٰهِ عَلَی الْكٰذِبِیْنَ ۟
نو څوک هم چې له دې معلوماتو وروسته چې تا ته د ( عیسې په هلکه) راغلي دي له تاسره جګړه کوي نو ورته ووایه: راځئ مونږ ټول به خپل ځامن او ستاسې ځامن خپلې ښځې او ستاسې ښځې خپل ځانونه او تاسې رراوبلو بیا به په ګډه په زارئ او عاجزئ سره د هلاکت دعاء کوو، او وایو به چې د الله لعنت دې پر درواغجنو وي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: ኣሊ-ኢምራን
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት