Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ቀሰስ   አንቀጽ:
وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِیِّ اِذْ قَضَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسَی الْاَمْرَ وَمَا كُنْتَ مِنَ الشّٰهِدِیْنَ ۟ۙ
او ای محمده! ته هغه وخت په لویدیځه څنډه کې نه وي چې مونږ موسی ته کار وروسپاره. او نه ته له شاهدانو[۳]څخه وي
[۳] هغه شاهدان چې موسی علیه السلام له ځان سره د طور غره ته وړي وو( البحر المحیط فی التفسیر).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلٰكِنَّاۤ اَنْشَاْنَا قُرُوْنًا فَتَطَاوَلَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ ۚ— وَمَا كُنْتَ ثَاوِیًا فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ تَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ۙ— وَلٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟
خو مونږ ډیر خلک مینځ ته راوستل چې اوس پرې یوه اوږده زمانه تیره شوې ده. او ای محمده! ته د مدین خلکو په مینځ کې هم نه يي اوسیدلی چې زمونږ ایتونه دې پر هغوی لوستل بلکې همدا مونږ لیږونکي یو.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّوْرِ اِذْ نَادَیْنَا وَلٰكِنْ رَّحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
او ای محمده! ته د طور غره په څنډه کې هغه وخت هم نه وې چې مونږ په موسی غږ وکړ خو تاته د خپل رب له لورې رحمت درکړ شو تر څو هغه قوم وډاروي چې له تا وړاندې ورته کوم ډارونکی نه و راغلی ښايې چې هغوی پند واخلي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَوْلَاۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ مُّصِیْبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ فَیَقُوْلُوْا رَبَّنَا لَوْلَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَیْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰیٰتِكَ وَنَكُوْنَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او ته مو ځکه ور ولیږلې هسې نه چې د خپلو کړنو له کبله له غمونو سره مخ او بیا به يې ویلي چي: ای زمونږ ربه! ولې دې مونږ ته کوم استازی را ونه لیږه؟ چې مونږ ستا د ایتونو پیروي کړي او مؤمنان وای؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوْا لَوْلَاۤ اُوْتِیَ مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی ؕ— اَوَلَمْ یَكْفُرُوْا بِمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی مِنْ قَبْلُ ۚ— قَالُوْا سِحْرٰنِ تَظَاهَرَا ۫— وَقَالُوْۤا اِنَّا بِكُلٍّ كٰفِرُوْنَ ۟
خو چې کله هم زمونږ له لورې ورته حق راغی ویې ویل: دې سړي ته هغه څه ولې نه ورکول کیږي چې موسی ته ورکړای شوي وو؟ ایا له دې وړاندې له هغه څه منکر شوي نه وو چې موسی ته ورکړای شوي وو؟ او یلي يې وو چې دا دواړه کتابونه [۴] یو د بل ملاتړ کوډې او سحر دي. او هم يې ویلي وو چې مونږ یو هم نه منو.
[۴] تورات او قران دواړه یو د بل ملاتړ کوونکی سحر او جادو دی( معارف القران).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ فَاْتُوْا بِكِتٰبٍ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ هُوَ اَهْدٰی مِنْهُمَاۤ اَتَّبِعْهُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ای محمده! دوی ته ووایه که تاسې رښتیني یاست نو له الله نه یو بل کتاب راوړئ چې له دې دواړو کتابونو څخه ښه لارښوونکی وي؟ زه به يي هم درسره ومنم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَاِنْ لَّمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَكَ فَاعْلَمْ اَنَّمَا یَتَّبِعُوْنَ اَهْوَآءَهُمْ ؕ— وَمَنْ اَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوٰىهُ بِغَیْرِ هُدًی مِّنَ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠
نو که ستا غوښتنه يې پوره نه کړه نو پوه شه چې دوی په خپلو هیلو او هوسونو پسې روان دي. او له هغه به لوی بې لارې څوک وي؟ چې د الله هدایت او ښوونه پریږدي او د خپلو هوسنو پسې روانیږي؟ بې له شکه الله پاک ظالم قوم ته روغه لار نه ښايې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል ቀሰስ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት