Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል አንቢያ   አንቀጽ:
فَجَعَلَهُمْ جُذٰذًا اِلَّا كَبِیْرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ اِلَیْهِ یَرْجِعُوْنَ ۟
پرته له غټ بت نه یې نور ټوټه،ټوټه کړل تر څو ورته هغوی[۷]راوګرځي.
[۷] بوتانو ته راوګرځي چې کله یې عبادت کوي.یا لوی بوت ته ورشي چې دا بوتان چامات کړل؟یا ابراهیم ته راوګرځي چې دا کار دي ولې کړی؟(معارف القرآن،مولانا محمد شفیع).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا مَنْ فَعَلَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَاۤ اِنَّهٗ لَمِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
هغوی وویل:چا دا کار زمونږ له خدایانو سره کړی؟په رښتیا چې هغه ډیر لوی ظالم دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا سَمِعْنَا فَتًی یَّذْكُرُهُمْ یُقَالُ لَهٗۤ اِبْرٰهِیْمُ ۟ؕ
سره ویې ویل:مونږ د یوه ځوان نه اوریدل چې زمونږ خدایان یې یادول.هو!نوم یي ابراهیم دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا فَاْتُوْا بِهٖ عَلٰۤی اَعْیُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَشْهَدُوْنَ ۟
ویې ویل:د خلکو په وړاندې یي راولئ تر څو یې ټول وویني.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْۤا ءَاَنْتَ فَعَلْتَ هٰذَا بِاٰلِهَتِنَا یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ؕ
هغوی وویل:ابراهیمه!زمونږ له خدایانو سره دا کار تا کړی دی؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ بَلْ فَعَلَهٗ ۖۗ— كَبِیْرُهُمْ هٰذَا فَسْـَٔلُوْهُمْ اِنْ كَانُوْا یَنْطِقُوْنَ ۟
ابراهیم وویل:بلکې کړی یې دی[۹]لوی یې دغه دی پوښتنه ترې وکړئ،که هغوی خبرې کوي؟
[۹] ددی معنا له مخې(بله فعله)جلا جمله ده چې ځان یې غائب ښوولې چې(هو!دا کار همدغه سړي کړی چې تاسې یې یادوئ)خو عبارت داسې دی چې هغوی ترې دا معنا نشي اخیستی.او بله معنا یې داسې شوې چې(بلکې دا کار لوی بوت کړی)والله اعلم(البحر المحیط).
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَرَجَعُوْۤا اِلٰۤی اَنْفُسِهِمْ فَقَالُوْۤا اِنَّكُمْ اَنْتُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟ۙ
نو بیا خپل وجدان ته وګرځیدل،او پخپلو کې ئې سره ویل:په رښتیا چې تاسې ډیر ظالمان یې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ثُمَّ نُكِسُوْا عَلٰی رُءُوْسِهِمْ ۚ— لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هٰۤؤُلَآءِ یَنْطِقُوْنَ ۟
خو ډير ژر له خبرې نه واووښتل او ویې ویل:تاته خو معلومه ده چې دوی خبرې نه کوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ اَفَتَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا یَنْفَعُكُمْ شَیْـًٔا وَّلَا یَضُرُّكُمْ ۟ؕ
ابراهیم وویل:ایا تاسې له الله پرته دداسې څیز عبادت کوئ چې نه درته ګټه رسولای شي او نه تاوان.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
افسوس پر تاسې او ستاسې پر هغو خدایانو چې پرته له الله نه یې عبادت کوئ. لږ له عقل نه کار واخلئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالُوْا حَرِّقُوْهُ وَانْصُرُوْۤا اٰلِهَتَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ فٰعِلِیْنَ ۟
هغوی وویل:ویې سوزوئ.او د خپلو خدایانو ملاتړوکړئ.که د څه کولو والایاست.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْنَا یٰنَارُ كُوْنِیْ بَرْدًا وَّسَلٰمًا عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟ۙ
مونږ اورته وویل:اوره پر ابراهیم سوړ او سلامتیا شه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَخْسَرِیْنَ ۟ۚ
هغوی د ابراهیم لپاره دسیسه جوړه کړې وه.خو مونږ له زیان سره مخ کړل.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَنَجَّیْنٰهُ وَلُوْطًا اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا لِلْعٰلَمِیْنَ ۟
او مونږ ابراهیم او لوط د هغې ځمکې په لور خلاص کړل چې د ټولو خلکو لپاره مو برکت ناکه ګرځولې وه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ ؕ— وَیَعْقُوْبَ نَافِلَةً ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا صٰلِحِیْنَ ۟
او مونږ هغه ته اسحق وروباښه.او یعقوب پر هغه سربیره.او هر یو مو له نیکانو ګرځولی و.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል አንቢያ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት