Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ   አንቀጽ:
قُلْ اِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْاٰخِرَةُ عِنْدَ اللّٰهِ خَالِصَةً مِّنْ دُوْنِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
ورته ووایه که چیرې الله پاک د اخرت ښه ژوند له ګردو خلکو څخه یوازې تاسې ته درکوي، نو مرګ وغواړئ که تاسې رښتیني یاست.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَنْ یَّتَمَنَّوْهُ اَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ اَیْدِیْهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
هغوی به هیڅکله د مرګ هیله ونه کړي ځکه چې: لاسونو یې خورا زښت ډیر ناوړه کارونه وړاندې لیږلي دي، او الله د تیري کوونکو له برخه لیک څخه ښه خبر دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَتَجِدَنَّهُمْ اَحْرَصَ النَّاسِ عَلٰی حَیٰوةٍ ۛۚ— وَمِنَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا ۛۚ— یَوَدُّ اَحَدُهُمْ لَوْ یُعَمَّرُ اَلْفَ سَنَةٍ ۚ— وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهٖ مِنَ الْعَذَابِ اَنْ یُّعَمَّرَ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟۠
ته به هرو مرو له ګردو خلکو څخه هغوی د دنیوي ژوند ډیر خوښوونکي ومومئ ان له مشرکانو څخه هم، هر یو یې خوښوي چې کاشکې زر کلونه یې عمر واې، خو زر کلونه عمر به یې هم له عذاب څخه ونه شي ژغورلی، الله د هغوی کړنې ویني.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِیْلَ فَاِنَّهٗ نَزَّلَهٗ عَلٰی قَلْبِكَ بِاِذْنِ اللّٰهِ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ وَهُدًی وَّبُشْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
ای محمده! ووایه څوک چې د جبرائیل سره دښمني لري نو باید پوه شې چې : جبرائیل( علیه السلام) د الله په امر ستا په زړه داسې یو قران نازل کړی دی چې د پخوانیو کتابونو ملاتړ کوي او د مؤمنانو لپاره لیار ښوونه او زیری دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّلّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَرُسُلِهٖ وَجِبْرِیْلَ وَمِیْكٰىلَ فَاِنَّ اللّٰهَ عَدُوٌّ لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟
څوک چې دالله، د هغه د ملائکو، استازو، جبرائیل او میکائیل سره دښمنې لري، نو باید پوه شي چې الله د کافرانو دښمن دی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ۚ— وَمَا یَكْفُرُ بِهَاۤ اِلَّا الْفٰسِقُوْنَ ۟
مونږ پر تا روښانه نښې نازلې کړي دي، پرته له سر سختو سرغړوونکو نور څوک ترې مخ نه اړوي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اَوَكُلَّمَا عٰهَدُوْا عَهْدًا نَّبَذَهٗ فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
او ایا داسې نه دي شوي چې : کله هم دوی تړون وکړي خامخا یوه ډله تړون غورځوي، بلکې زیات یې ایمان نه راوړي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَلَمَّا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِیْقٌ مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ ۙۗ— كِتٰبَ اللّٰهِ وَرَآءَ ظُهُوْرِهِمْ كَاَنَّهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ؗ
او کله هم چې دالله له لور داسې یو رسول هغوی ته راغلی دی چې: د هغوی د کتاب تائید یې هم کړی نو د اهل کتابو یوې ډلې د الله کتاب ته داسې شا کړې ده لکه چې په هیڅ نه پوهیږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-በቀራህ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት