Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ * - የትርጉሞች ማዉጫ


የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: መርየም   አንቀጽ:

مریم

كٓهٰیٰعٓصٓ ۟
کهیعص
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهٗ زَكَرِیَّا ۟ۖۚ
دا ستا د رب د هغو مهربانیو یادونه ده چې په خپل بنده زکریایې لور ولې وه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ نِدَآءً خَفِیًّا ۟
کله چې هغه خپل رب په پټه وباله.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ رَبِّ اِنِّیْ وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّیْ وَاشْتَعَلَ الرَّاْسُ شَیْبًا وَّلَمْ اَكُنْ بِدُعَآىِٕكَ رَبِّ شَقِیًّا ۟
اوویې ویل ای زما ربه!زما هډوکي زاړه او سرمې له زوړوالي نه سپین پړک وهي زما ربه!ما چې کله هم له تانه څه غوښتي بې برخې شوی نه یم.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
وَاِنِّیْ خِفْتُ الْمَوَالِیَ مِنْ وَّرَآءِیْ وَكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا فَهَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۟ۙ
زه له ځانه وروسته د خپلوانو له کړنو څخه ډاریږم زما میرمن شنډه ده نو د خپلې لورینې له مخې یو ملاتړ را وبښه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یَّرِثُنِیْ وَیَرِثُ مِنْ اٰلِ یَعْقُوْبَ ۗ— وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِیًّا ۟
چې زما وارث شي.او هم د یعقوب د کورنۍ وارث وي.او هغه یو منلی شوی انسان وګرځوه.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰزَكَرِیَّاۤ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمِ ١سْمُهٗ یَحْیٰی ۙ— لَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ سَمِیًّا ۟
الله وفرمایل:ای زکریا!مونږ د یحیې نومي هلک زیری در کوو له ده وړاندې مو هیڅوک په دې نوم نه دی نومولی.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا وَّقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِیًّا ۟
زکریا وویل:پروردګاره!ځوی به مې څنګه پیدا شي په داسې حال کې چې ښځه مې شنډه او زه د زوړوالي اخرنۍ پولې ته رسیدلې یم؟
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ كَذٰلِكَ ۚ— قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ وَّقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَیْـًٔا ۟
الله وفرمایل:هو!همداسې ده.ستا رب فرمائي چې دا ماته خورا اسانه ده او ته نه ګورې چې له دې نه وړاندې مې له نشت نه پیدا کړې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً ؕ— قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَ لَیَالٍ سَوِیًّا ۟
زکریا وویل:ای زما ربه یوه نښه راته وټاکه الله وفرمایل:ستا نښه داده.سره له دې چې ته به روغ رمټ وې درې شپې به له خلکو سره خبرې نه شې کولای.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ مِنَ الْمِحْرَابِ فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ اَنْ سَبِّحُوْا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟
نو هغه له استوګن او عبادت ځای نه راووت او په اشارو سره یې خپل قوم ته وویل چې: سهار او ماښام د الله پاک تسبیح ووایې.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: መርየም
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - በሰርፍራዝ - የትርጉሞች ማዉጫ

ተርጓሚ ሞሎዊ ጃንባዝ ሰርፍራዝ

መዝጋት