Check out the new design

የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል * - የትርጉሞች ማዉጫ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ማኢዳህ   አንቀጽ:
اُحِلَّ لَكُمْ صَیْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهٗ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّیَّارَةِ ۚ— وَحُرِّمَ عَلَیْكُمْ صَیْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
د سمندر ښكار او خواړه درته حلال شوي ستاسو او نورو لارويو د ګټې اخيستنې لپاره خو د وچې ښكار تر هغه درباندې حرام دى څو چې په احرام كې ياست او هغه الله نه وېره كوئ چې هغه ته به ورغونډېږئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
جَعَلَ اللّٰهُ الْكَعْبَةَ الْبَیْتَ الْحَرَامَ قِیٰمًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْیَ وَالْقَلَآىِٕدَ ؕ— ذٰلِكَ لِتَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَاَنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
الله د درناوي وړ كور كعبه د خلكو د سمبالښت لپاره (وسيله) ګرځولې او همداسې حرامه مياشت، د كعبى هدی او د غاړې پټۍ، دا د دې لپاره څو تاسي وپوهېږئ چې يقينا الله په هغو ټولو شيانو پوهيږي چې په اسمانو او ځمكه كې دي او چې الله خامخا په هر شى ښه پوه دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
اِعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ وَاَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ؕ
پوه شئ چې بې شكه الله د سخت عذاب وركوونکی هم دى او ډېر مهربان بخښونكى هم دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَمَا تَكْتُمُوْنَ ۟
په دې رسول باندې له (پيغام) رسولو پرته بل څه نشته او تاسو يې چې څرګندوئ او يا يې پټوئ، په هغو الله ښه پوهيږي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قُلْ لَّا یَسْتَوِی الْخَبِیْثُ وَالطَّیِّبُ وَلَوْ اَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِیْثِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟۠
ورته وايه ناولي او پاك خو نه دي سره برابر كه څه هم د ناپاكو ډېروالى ښه درته ښكاره شي نو الله نه وېره كوئ ای هوښيارانو تر څو بريالي شئ.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَسْـَٔلُوْا عَنْ اَشْیَآءَ اِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ ۚ— وَاِنْ تَسْـَٔلُوْا عَنْهَا حِیْنَ یُنَزَّلُ الْقُرْاٰنُ تُبْدَ لَكُمْ ؕ— عَفَا اللّٰهُ عَنْهَا ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟
اى مومنانو! د داسې خبرو پوښتنې مه كوئ چې كه درته څرګنده شي نو بيا مو خپه كړي، خو كه هغه مهال يې پوښتنه كوئ چې قراّن نازليږي نو بيا به درته څرګنده شي، الله ترې تېر شوى دى (له پخوانۍ ګناه) او الله خو بخښونكى د زغم څښتن دى.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
قَدْ سَاَلَهَا قَوْمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ثُمَّ اَصْبَحُوْا بِهَا كٰفِرِیْنَ ۟
له تاسو نه مخكې يوې ډلې همدا ډول پوښتنې كړې وې، خو بیا پرې کافران شول.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
مَا جَعَلَ اللّٰهُ مِنْ بَحِیْرَةٍ وَّلَا سَآىِٕبَةٍ وَّلَا وَصِیْلَةٍ وَّلَا حَامٍ ۙ— وَّلٰكِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— وَاَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟
نه كومه بحيره (هغه څاروی چې کله به یې یو ټاکلی عدد بچي وزیږول بیا به یې غوږ څیري کېده) الله (روا) ګرځولې، نه سائبه (هغه څاروى چې یو ټاکلی عمر به یې پوره کړ بیا به د بتانو په نامه خوشې كېدله)، نه وصيله (هغه اوښه چې پرله پسې يې ښځينه بچي زېږولي وي او بتانو ته نذر كېدله) او نه حام (هغه اوښ چې څو اوښې يې بلاربې كړې وي او بتانو ته نذر كيده)، خو څوك چې كافران شوي په الله دروغ تړي او زياتره يې عقل نه كاروي.
የአረብኛ ቁርኣን ማብራሪያ:
 
የይዘት ትርጉም ምዕራፍ: አል-ማኢዳህ
የምዕራፎች ማውጫ የገፅ ቁጥር
 
የቅዱስ ቁርዓን ይዘት ትርጉም - የፓሽቶኛ ትርጉም - ሩዋድ የትርጉም ማዕከል - የትርጉሞች ማዉጫ

ሩዋድ የትርጉም ማዕከል ከ ረብዋ የዳዕዋ ማህበር እና ከ የእስልምና ይዘት በተለያዩ ቋንቋዎች አገልግሎት ማህበር ጋር በመተባበር የተተረጎመ

መዝጋት