Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አል ቀለም   አንቀፅ:

قلم

ከሱራዋ ጥቅል ሀሳብ መካከል:
شهادة الله للنبي بحسن الخُلق، والدفاع عنه وتثبيته.
د الله له لوري د نبي په ښو اخلاقو شاهدي، له هغه دفاع او د هغه پر خپل حال ټينګ ساتل.

نٓ وَالْقَلَمِ وَمَا یَسْطُرُوْنَ ۟ۙ
ن) د دغه ډول تورو په اړه خبره د البقرې سورت په پيل کې تېره شوه. الله پر قلم لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې خلک يې پر خپلو قلمونو ليکي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ
اې رسوله! ته د هغه نبوت له امله چې الله درباندې پېرزو کړی لېونی نه يې، بلکې ته له هغه لېونتوبه روغ يې چې مشرکان يې درپسې تړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّ لَكَ لَاَجْرًا غَیْرَ مَمْنُوْنٍ ۟ۚ
پرته له شکه ستا لپاره پر هغه څه چې خلکو ته يې د پیغام په وړلو کې ګالې نه ختمېدونکې بدله ده او د هغې له امله پرتا د هيچا احسان هم نشته.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّكَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیْمٍ ۟
او پرته له شکه ته پر داسې لويو اخلاقو يې چې قرآن راوړي دي، نو ته په بشپړ ډول پر هغو اخلاقو متصف يې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَسَتُبْصِرُ وَیُبْصِرُوْنَ ۟ۙ
نو ته به هم ووينې، او دغه درواغ ګڼونکي به هم وويني.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
بِاَیِّىكُمُ الْمَفْتُوْنُ ۟
کله چې حق په ډاګه شي څرګند به شي چې له تاسو کوم يو لېونی و؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۪— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟
اې رسوله! پرته له شکه هغه پوهيږي چې څوک يې له لارې اوښتي او هغه ښه پوه دی پر هغو کسانو چې لارموندونکي دي، او پوهيږي چې هغوی ترې لار ورکي دي، او پرته له شکه ته هغه څوک يې چې پرسمه لار یې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟
نو اې رسوله! پر هغه څه چې ته ورسره راغلی يې د درواغ ګڼونکو پيروي مه کوه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَدُّوْا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُوْنَ ۟
هغوی هيله لري که چېرې نرمي ورسره وکړې او د دين پر حساب ورسره مهربانه واوسې؛ نو هغوی به هم درسره نرمي وکړي او مهرباني به درسره وکړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ
او پيروي مه کوه د هغه چا چې په باطله ډیر قسم کوونکی دی او سپک هم دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
هَمَّازٍ مَّشَّآءٍ بِنَمِیْمٍ ۟ۙ
د خلکو زيات غيبت کوونکی وي، او د هغوی ترمنځ زيات د خبرو وړونکی راوړونکی وي؛ تر څو د هغوی تر منځ بېلوالی راولي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ
د ښېګڼې زيات ايساروونکی، پر خلکو د هغوی په مالونو، عزتونو او نفسونو کې تېری کوونکی وي، او زيات بدکاره او ګناهکاره وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
عُتُلٍّۢ بَعْدَ ذٰلِكَ زَنِیْمٍ ۟ۙ
بدخویه خالي، په خپل قوم کې پر بل پورې تړلی حرامونی دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ؕ
له دې امله چې هغه د مال او اولادونو څښتن دی پر الله او د هغه پر رسول يې له ايمان راوړلو لويي کړې ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟
کله چې زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دغه خو د پخوانيو چټیات دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سَنَسِمُهٗ عَلَی الْخُرْطُوْمِ ۟
ژر به يې پر پوزه داسې نښه ورکېږدو چې عيبجنوي يې او تل به ورسره وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• اتصاف الرسول صلى الله عليه وسلم بأخلاق القرآن.
د رسول -صلی الله عليه وسلم- پر قرآني اخلاقو متصف والی.

• صفات الكفار صفات ذميمة يجب على المؤمن الابتعاد عنها، وعن طاعة أهلها.
د کافرانو صفتونه بد صفتونه دي د مؤمنانو لپاره له هغو او د هغو د څښتنانو له پيروۍ څخه لېرې والی په کار دی.

• من أكثر الحلف هان على الرحمن، ونزلت مرتبته عند الناس.
څوک چې زياتې لوړې کوي د رحمان پر وړاندې به سپک وي، او د خلکو پر وړاندې به يې مرتبه راولوېږي.

اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
پرته له شکه موږ دغه مشرکان په وچکالۍ او لوږه و ازمويل، لکه څنګه مو چې د هغه بڼ څښتنان ازمويلي وو کله چې هغوی لوړې کولې چې هرومرو به يې سهار مهال په منډه منډه مېوې شکوي ترڅو يې کوم بې وزله ترې ونه خوري.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟
او هغوی په خپلو لوړو کې د (ان شاء الله) په ويلو سره استثناء نه کوله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟
نو الله يو اور ورولېږی چې هغه بڼ يې وخوړی په داسې حال کې چې څښتنان يې ويده وو او هغوی اور ترې نه شو ايسارولای.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ
نو هغه د تياره شپې غوندې تک تور وګرځېدی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ
نو ځينو يې ځينو ته سهار مهال نارې کړې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟
په دې ويلو سره: چې سهار وختي د بې وزلو له راتلو مخکې مو کښت ته ووځئ که چېرې تاسو يې د مېوې پرې کوونکي ياست.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ
نو خپل کښت ته په منډه منډه ورغلل يو له بل سره يې په ټيټ آواز خبرې کولې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ
ځينو يې ځينو ته ويل: نن پرتاسو باغ ته هيڅ بې وزله هم در ننه نه وځي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟
او سهار وختي روان شول په داسې حال کې چې د خپلو مېوو د منع کولو هوډ يې لرلو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ
نو کله يې چې هغه سوزېدلی وليد ځينو يې ځينو ته وويل: هرومرو موږ يې لاره غلطه کړې ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟
بلکې موږ يې د مېوو له راټولولو بې برخې کړل شوي يو د هغه څه له امله چې موږ ترې د بې وزلو د ايسارولو هوډ کړی وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟
تر ټولو غوره يې وويل: آيا ما نه درته ويل کله مو چې ترې د بې وزلو د بې برخې کولو هوډ کړی و: چې ولې د الله پاکي نه وايئ، او هغه ته توبه نه باسئ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
هغوی وويل: زموږ پالونکي لره پاکي ده، بېشکه موږ پر خپلو ځانو ظلم کوونکي وو کله مو چې د خپل باغ له مېوو څخه د بې وزلو د منع کولو هوډ وکړ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟
نو مخ يې را واړولو او د ملامتيا په ډول يې يو پر بل خبرې ورګرځولې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟
د پښېمانتيا له امله يې ويل: های زموږ زيانه، پرته له شکه موږ له بريده اوښتونکي وو چې بې وزله مو يې له حقه ايسارول.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟
کېدای شي زموږ پالونکی له دغه باغ څخه غوره بدله راکړي، پرته له شکه موږ يوازې يو الله ته ورګرځېدونکي يو، له هغه د بښنې هيله لرو، او ښېګڼه ترې غواړو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
همدغه له روزي څخه د بې برخې کولو عذاب غوندې موږ هغه چاته سزا ورکوو چې له موږ سرغړونه کوي او د آخرت عذاب تر دې هم لوی دی که چېرې هغوی يې په سختۍ او دوام پوهېدلای.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ډاريږي، د خپل پالونکي په وړاندې تلپاتې جنتونه دي چې خوندونه به پکې اخلي، نعمتونه به يې نه ختميږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ
نو آيا موږ به مسلمانان په بدله کې د کافرانو غوندې کړو لکه څنګه چې د مکې مشرکان ګومان کوي؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ
اې مشرکانو تاسو لره څه دي څنګه دا ډول ظالمانه کږه پرېکړه کوئ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ
يا له تاسې سره کوم داسې کتاب دی چې د پيروي کوونکي او سرغړوونکي ترمنځ برابري پکې لولئ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ
بېشکه تاسې لره په دغه کتاب کې هغه څه دي چې تاسو يې په آخرت کې د ځانونو لپاره غوره کوئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ
يا تاسې لره پر موږ داسې په قسمونو ټينګې کړل شوې ژمنې دي چې د هغو د غوښتنو پر بنسټ به تاسو لره هغه څه وي چې د ځانونو لپاره يې پرېکړه کوئ؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ
اې رسوله! د دغې خبرې له ويناوالو وپوښته: له هغوی کوم يو يې ضامن دی؟!.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟
يا هغوی لره له الله پرته داسې شريکان دي چې هغوی په بدله کې له مؤمنانو سره برابروي؟! نو خپل دغه شريکان دې راولي که هغوی په هغه څه کې رېښتيني وي چې دعوی يې کوي چې هغوی له مؤمنانو سره په بدله کې برابر دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ
د قيامت په ورځ به سختي څرګنده شي او زموږ پالونکی به خپله (بلا کیف) پنډۍ ښکاره کړي او خلک به سجدې کولو ته وبلل شي چې مؤمن به سجده وکړي، کافران او منافقان به همداسې پاتې شي د سجدې کولو توان به نه لري.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• منع حق الفقير سبب في هلاك المال.
د بې وزله د حق نه ورکول د مال د تباهۍ لامل کيږي.

• تعجيل العقوبة في الدنيا من إرادة الخير بالعبد ليتوب ويرجع.
په دنيا کې د سزا په ورکړه کې بيړه کول د بنده په حق کې د خير اراده ده ترڅو توبه وباسي او رجوع وکړي.

• لا يستوي المؤمن والكافر في الجزاء، كما لا تستوي صفاتهما.
مؤمن او کافر په بدله کې نه سره برابريږي، لکه څنګه يې چې صفتونه نه سره برابريږي.

خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— وَقَدْ كَانُوْا یُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ وَهُمْ سٰلِمُوْنَ ۟
سترګې به ټيټې وي، چې رسوايي او پښېماني به پرې خپره وي، په داسې حال کې چې په دنيا کې له هغوی غوښتنه کېده چې الله ته سجده وکړي او هغوی له هغه څه په سلامتۍ کې وو چې نن پکې اخته دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَذَرْنِیْ وَمَنْ یُّكَذِّبُ بِهٰذَا الْحَدِیْثِ ؕ— سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
نو اې رسوله! ما او هغه څوک سره پرېږده چې دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن يې درواغ ګڼلی، ژر به هغوی سوکه سوکه عذاب ته يوسو چې هغوی به پردې نه پوهيږي چې دا د هغوی سره چل او هغوی لره مهلت دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟
او تر يوې مودې مهلت ورکوم ترڅو په خپله ګناه کې زيادت وکړي، پرته له شکه زما چل د کفر او درواغ ګڼلو په اړه پياوړی دی، هغوی له ما نه خلاصيږي او نه زما له عذابه پاتې کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ۚ
اې رسوله! ته له هغوی پر هغه څه کومه بدله غواړې چې ورته رابولې يې، چې له دې امله هغوی د لوی پېټي وړونکي دي، نو دا له تا څخه د هغوی د مخ اړولو لامل دی؟! خو حقيقت د دې خلاف دی، ته ترې کومه بدله نه غواړې، نو بيا هغوی لره ستا له پيروۍ کوم څه راګرځوونکي دي؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟
يا هغوی لره د پټو پوهه ده چې هغه حجتونه ليکي پر کومو چې ستا پر خلاف استدلال کوي؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوْتِ ۘ— اِذْ نَادٰی وَهُوَ مَكْظُوْمٌ ۟ؕ
اې رسوله! صبر کوه د هغه څه لپاره چې د مهلت په ورکولو ستا پالونکی کومه پرېکړه کوي، اوله خپل قومه په تنګۍ کې د ماهي (کب) والا يونس عليه السلام غوندې مه کېږه؛ کله يې چې خپل پالونکی را وبللو په داسې حال کې د درياب په تيارو او د ماهي د خېټې په تيارو کې غمګين و.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَوْلَاۤ اَنْ تَدٰرَكَهٗ نِعْمَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ لَنُبِذَ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ مَذْمُوْمٌ ۟
که چېرې د الله لورېينه نه وای ورته رسېدلې هرومرو به يې خالي ځمکې ته غورځولی وای په داسې حال کې چې هغه به ملامت و.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاجْتَبٰىهُ رَبُّهٗ فَجَعَلَهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
خو پالونکي يې غوره کړ، نو له خپلو نېکو بندګانو يې وګرځولو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنْ یَّكَادُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَیُزْلِقُوْنَكَ بِاَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَیَقُوْلُوْنَ اِنَّهٗ لَمَجْنُوْنٌ ۟ۘ
او کله چې هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسول يې درواغجن ګڼلی دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن واوري، نو نېږدې دي چې تاته له سخت تېز کتلو به دې په خپلو سترګو وښويوي او د خپلو غوښتنو د پيروۍ او له حقه د مخ اړولو له مخې به وايي: بېشکه هغه رسول چې دغه څه يې راوړي هرومرو لېونی دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَا هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠
او دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن نه دی مګر د انسانانو او پېريانو لپاره يو پند او نصيحت.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• الصبر خلق محمود لازم للدعاة وغيرهم.
صبر داسې ستايل شوی خوی دی چې بلونکو او نورو لپاره يې خپلول اړين دي.

• التوبة تَجُبُّ ما قبلها وهي من أسباب اصطفاء الله للعبد وجعله من عباده الصالحين.
توبه مخکېني ګناهونه له منځه وړي، او هغه د بنده لپاره د الله د غوره کولو له لاملونو څخه ده او د هغه له نېکو بنده ګانو څخه ګرځول.

• تنوّع ما يرسله الله على الكفار والعصاة من عذاب دلالة على كمال قدرته وكمال عدله.
هغه ډول ډول عذاب چې الله يې پر کافرانو او ګناهکارانو رالېږي د هغه د ځواک پر بشپړتيا او پوره عدالت دلالت کوي.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አል ቀለም
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት