Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አር ረሕማን   አንቀፅ:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ یُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۘ
او د ګواښ په ډول به هغوی ته ويل کيږي: دا هغه دوزخ دی چې ګناهکارانو به په دنيا کې درواغ ګڼلو اوس يې د سترګو په وړاندې دی چې هيڅ نټه نه شي ترې کولای.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَطُوْفُوْنَ بَیْنَهَا وَبَیْنَ حَمِیْمٍ اٰنٍ ۟ۚ
د هغه دوزخ او سختو ګرمو اوبو ترمنځ به اخوا دېخوا کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِ ۟ۚ
او د هغه چا لپاره چې په آخرت کې د خپل پالونکي په وړاندې له درېدلو ډاريږي؛ نو ايمان يې راوړی او نېک عمل يې کړی، دوه جنتونه دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ذَوَاتَاۤ اَفْنَانٍ ۟ۚ
دغه دواړه بڼونه د لويو شنو څانګو والا دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ تَجْرِیٰنِ ۟ۚ
په هغو دواړو بڼونو کې دوې داسې چينې دي چې اوبه پکې بهيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فِیْهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجٰنِ ۟ۚ
په هغو دواړو کې به له هغو مېوو چې خوند ترې اخېستل کيږي دوه دوه ډوله وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی فُرُشٍ بَطَآىِٕنُهَا مِنْ اِسْتَبْرَقٍ ؕ— وَجَنَا الْجَنَّتَیْنِ دَانٍ ۟ۚ
پر داسې فرشونو به تکيه وهونکي ناست وي چې استر به يې له پنډو وېښمو وي، او کومې مېوې او خوندور شيان چې له دواړو جنتونو ترلاسه کوي، د ولاړ، ناست او تکيه وهونکي لپاره به نېږدې وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فِیْهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ ۙ— لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ
په هغو کې به داسې مېرمنې وي چې نظرونه به يې يوازې پر خپلو مېړونو ورګرځېدلي وي، د هغوی بکارتونه به له خپلو مېړونو يې مخکې نه انسان او نه پېري ور زايل کړي وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
كَاَنَّهُنَّ الْیَاقُوْتُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ
ګواکې هغوی په ښايست او پاکوالي کې لال او مرجان دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
هَلْ جَزَآءُ الْاِحْسَانِ اِلَّا الْاِحْسَانُ ۟ۚ
د هغه چا بدله له دې پرته بل څه چې د خپل پالونکي په پيروي يې ښېګڼه کړې چې الله ښه بدله ورکړي؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمِنْ دُوْنِهِمَا جَنَّتٰنِ ۟ۚ
او له دغو دوو يادو بڼونو پرته به دوه نور بڼونه هم وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مُدْهَآمَّتٰنِ ۟ۚ
پرته له شکه ډېر سخت شینوالی دی د هغوی دواړو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فِیْهِمَا عَیْنٰنِ نَضَّاخَتٰنِ ۟ۚ
په دغو دوو باغونو کې دوې داسې چينې دي چې اوبه به يې سختې را خوټيږي، د هغو دواړو د اوبو خوټېدل به هيڅ نه ختميږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فِیْهِمَا فَاكِهَةٌ وَّنَخْلٌ وَّرُمَّانٌ ۟ۚ
په دغو دوو باغونو کې زياتې مېوې، لويې د خرما ونې او انار دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ
نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• أهمية الخوف من الله واستحضار رهبة الوقوف بين يديه.
له الله څخه د وېرې اهميت او د هغه په وړاندې د درېدلو د ډار استحضار.

• مدح نساء الجنة بالعفاف دلالة على فضيلة هذه الصفة في المرأة.
د جنت د مېرمنو په پاک لمنۍ سره ستاينه کول په ښځه کې د دغه صفت په غوره والي دلالت کوي.

• الجزاء من جنس العمل.
بدله د عمل له جنسه وي.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አር ረሕማን
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት