Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አጥ ጡር   አንቀፅ:

طور

ከሱራዋ ጥቅል ሀሳብ መካከል:
الحجج والبراهين لرد شبهات المكذبين للنبي صلى الله عليه وسلم.
حجتونه او برهانونه د نبي صلی الله عليه وسلم د درواغ ګڼونکو د شبهاتو د رد لپاره دي.

وَالطُّوْرِ ۟ۙ
الله پر هغه غره لوړه وکړه پر کوم چې موسی عليه السلام خبرې ورسره کړې وې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَكِتٰبٍ مَّسْطُوْرٍ ۟ۙ
او پر هغه کتاب يې لوړه وکړه چې ليکل شوی دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فِیْ رَقٍّ مَّنْشُوْرٍ ۟ۙ
په غوړول شوې پرانستې داسې پاڼه کې لکه نازل کړل شوي کتابونه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَّالْبَیْتِ الْمَعْمُوْرِ ۟ۙ
او پر داسې کور يې لوړه وکړه چې په آسمان کې يې پرېښتې په لمانځلو آباد ساتي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوْعِ ۟ۙ
او پر داسې پورته کړل شوي آسمان يې لوړه وکړه چې هغه د ځمکې چت دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَالْبَحْرِ الْمَسْجُوْرِ ۟ۙ
او له اوبو په ډک سمندر يې لوړه وکړه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ ۟ۙ
چې ای رسوله! هرومرو ستا د پالونکي عذاب پر کافرانو راتلونکی دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مَّا لَهٗ مِنْ دَافِعٍ ۟ۙ
چې هغه لره هيڅ داسې ايساروونکی نشته چې له هغوی يې ايسار کړي، او پر هغوی له راتلو مخه يې ونيسي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَّوْمَ تَمُوْرُ السَّمَآءُ مَوْرًا ۟
په کومه ورځ چې آسمان په خوځولو وخوخيږي، او د قيامت د اجازې په موخه په لړزه شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَّتَسِیْرُ الْجِبَالُ سَیْرًا ۟ؕ
او غرونه له خپلو ځايونو په روانېدو وچليږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَوَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ
نو په دغه ورځ د هغو خلکو لپاره تباهي او زيان دی چې له کافرانو د الله له لوري د عذاب کړې ژمنه يې درواغ ګڼله.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ خَوْضٍ یَّلْعَبُوْنَ ۟ۘ
هغه کسان چې په باطل جوړولو کې ساعت تېری کوي، د بېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو پروا نه کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَوْمَ یُدَعُّوْنَ اِلٰی نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا ۟ؕ
په کومه ورځ چې د جهنم اور ته په شدت او سختۍ ورټېل وهلو سره ټېل وهل کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
هٰذِهِ النَّارُ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟
او هغوی ته به د ګواښ په ډول وویل شي: دا همغه اور دی چې کله به مو رسولانو ترې وېرولئ، نوتاسو به درواغ ګڼلو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• الكفر ملة واحدة وإن اختلفت وسائله وتنوع أهله ومكانه وزمانه.
کفر يو ملت دی که څه هم لارې بېلې شي، خلک، ځای او زمانه يې بېله بېله وي.

• شهادة الله لرسوله صلى الله عليه وسلم بتبليغ الرسالة.
د الله د خپل رسول صلی الله عليه وسلم لپاره د هغه د رسالت پر رسونه شاهدي ورکول.

• الحكمة من خلق الجن والإنس تحقيق عبادة الله بكل مظاهرها.
د پېريانو او انسانانو په پيدايښت کې موخه دا وه چې په هر ډول د الله عبادت ترسره شي.

• سوف تتغير أحوال الكون يوم القيامة.
ژر ده چې د قيامت په ورځ به د کايناتو حالات بدلون ومومي.

اَفَسِحْرٌ هٰذَاۤ اَمْ اَنْتُمْ لَا تُبْصِرُوْنَ ۟
نو آيا دغه عذاب چې تاسو يې وينئ کوډې دي؟! او که يې تاسو نه وينئ؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِصْلَوْهَا فَاصْبِرُوْۤا اَوْ لَا تَصْبِرُوْا ۚ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
د دغه اور ګرمي او سختي وڅکئ ، نو که د هغه پر سختۍ ګاللو صبر کوئ او يا پرې صبر نه کوئ، ستاسو صبر کول او صبر نه کول برابر دي، نن به يوازې د هغه څه بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو کوم کفر او ګناهونه کول.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَعِیْمٍ ۟ۙ
پرته له شکه هغه کسان چې له خپل پالونکي د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې وېريږي په داسې جنتونو او لویو نعمتونو کې وي چې نه به ختميږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فٰكِهِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ۚ— وَوَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟
پر هغه څه به خوندونه اخلي چې الله کوم خوندور خواړه، څښاک او نکاح ورکړي دي، او خپل پاک پالونکی به يې د اور له عذابه وساتي، نو د خپلو خوندونو موخې په ترلاسه کولو او ناوړه شيانو څخه په خونديتوب به بریالي شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ
او هغوی ته به وویل شي: هغه څه په مزه مزه خورئ او څښئ چې زړونه مو غواړي، کوم څه چې خورئ او څښئ يې له هغه به د هيڅ ضرر او زيان وېره نه لري، دا ستاسو لپاره په دنيا کې ستاسو د غوره کړنو بدله ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی سُرُرٍ مَّصْفُوْفَةٍ ۚ— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟
پر ښکلو تکيو به يې څنګونه وهلي وي په داسې حال کې چې ځينې به يې ځينو ته مخامخ وي، او له سپينو غټ سترګو مېرمنو سره به يې ودونه وروکړو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَمَاۤ اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— كُلُّ امْرِىۢ بِمَا كَسَبَ رَهِیْنٌ ۟
او هغه کسان چې ايمان يې راوړی او په ايمان راوړلو کې يې اولادونو د هغوی پيروي کړې ده، اولادونه به يې ور سره يوځای کړو ترڅو يې سترګې پرې يخې شي، او که يې خپلو کړنو ته ونه رسيږي، موږ به يې د کړنو له بدلې هيڅ هم کم نه کړو، هر انسان به په خپله بده ترسره کړې کړنه يې ګرو وي، او هيڅوک به يې له کړنې څه کم نه شي کړلای.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَمْدَدْنٰهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَّلَحْمٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟
او په ډول ډول مېوو به د دغو جنت د خلکو مرسته وکړو، او په هر هغه غوښه به يې مرسته وکړو چې غواړي يې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَتَنَازَعُوْنَ فِیْهَا كَاْسًا لَّا لَغْوٌ فِیْهَا وَلَا تَاْثِیْمٌ ۟
په جنت کې به يوبل ته داسې ګیلاسونه ورکوي، چې په څښلو به يې هغه څه نه کيږي کوم څه چې په دنيا کې پرې مرتبيږي، چې د نېشې له امله باطلې خبرې او ګناه کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَاَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُوْنٌ ۟
او پر هغوی به داسې هلکان را ګرځي چې د هغوی د خدمت لپاه به ګمارل شوي وي، د جسم په صفاوالي او سپينوالي کې به په صدفونو کې د ساتل شويو ملغلرو غوندې وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟
او جنتیان به يوبل ته مخ ور اړوي، ځينې به يې له ځينو د دنيا د حال په اړه پوښتنې کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِیْۤ اَهْلِنَا مُشْفِقِیْنَ ۟
نو هغوی ته به ځواب ورکوي: پرته له شکه موږ په دنيا کې په خپلو کورنيو کې د الله له عذابه ډارېدلو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَوَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُوْمِ ۟
نو الله پر موږ اسلام ته په لارښوونه کولو احسان وکړ، او موږ یې له ډېر سخت ګرم عذابه وژغورلو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوْهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیْمُ ۟۠
له شک پرته موږ په خپل د دنيوي ژوند کې د هغه عبادت کولو، او را بللو مو ترڅو مو د اور له عذابه وساتي، بېشکه هغه ښېګڼه کوونکی او د خپلو بندګانو لپاره په ژمنه کې رېښتينی دی، پر هغوی مهربان دی، پر موږ د هغه له نېکۍ او لورېينې دا هم ده چې ايمان ته يې زموږ لارښوونه کړې ده او جنت ته يې ننه اېستلو او له اوره يې لېرې کړو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَذَكِّرْ فَمَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَّلَا مَجْنُوْنٍ ۟ؕ
ای رسوله! په قرآن نصيحت کوه، پر تا چې الله د ايمان او عقل پېرزوينه کړې ته نه فال ګر يې چې له پېريانو روايت وکړې او نه لېونی يې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهٖ رَیْبَ الْمَنُوْنِ ۟
آيا دغه درواغ ګڼونکي وايي: بېشکه محمد رسول نه دی، بلکې هغه شاعر دی موږ د دې انتظار کوو چې مرګ يې ور واخلي، نو ترې آرامه شو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قُلْ تَرَبَّصُوْا فَاِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُتَرَبِّصِیْنَ ۟ؕ
ای رسوله! هغوی ته ووايه: زما د مړينې انتظار کوئ، او زه د هغه څه انتظار کوم چې پر تاسو زما د درواغ ګڼلو له امله کوم عذاب را نازليږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• الجمع بين الآباء والأبناء في الجنة في منزلة واحدة وإن قصر عمل بعضهم إكرامًا لهم جميعًا حتى تتم الفرحة.
د پلرونو او اولادونو ترمنځ په جنت کې په يو منزل کې را ټولول که څه هم د ځينو يې عمل کم وي د هغوی ټولو لپاره درناوی دی ترڅو يې خوشحالي بشپړه شي.

• خمر الآخرة لا يترتب على شربها مكروه.
د آخرت د شرابو پر څښلو ناوړه څه نه مرتبيږي.

• من خاف من ربه في دنياه أمّنه في آخرته.
څوک چې په دنيا کې له خپل پالونکي ووېريږي په آخرت کې به يې په امن کړي.

اَمْ تَاْمُرُهُمْ اَحْلَامُهُمْ بِهٰذَاۤ اَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ
بلکې آيا د هغوی په وينا عقلونه يې داسې امر ورته کوي: چې بېشکه هغه فال ګر او لېونی دی؟! نو هغه څه را ټولوي چې په يو تن کې نه شي را ټولېدلای، بلکې هغوی له پولو اوښتونکی قوم دی، نو شريعت او عقل ته نه راګرځي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ تَقَوَّلَهٗ ۚ— بَلْ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ
آيا هغوی وايي: چې پرته له شکه محمد دغه قران له ځانه جوړ کړی دی، او هغه ته وحي نه ده شوې؟! هغه له ځانه نه دی جوړ کړی، بلکې پر هغو له ايمان راوړلو څخه لويي کوي، نو وايي: چې له ځانه يې جوړ کړی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَلْیَاْتُوْا بِحَدِیْثٍ مِّثْلِهٖۤ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟ؕ
نو د هغه(قرآن) غوندې خبره دې راوړي که څه هم له ځانه جوړه کړل شوې وي که چېرې هغوی په خپله دعوی کې رېښتيني وي چې هغه (قران) له ځانه جوړ کړی دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ خُلِقُوْا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَ ۟ؕ
آيا هغوی پرته له کوم داسې پيداکوونکي پيدا کړل شوي دي چې هغوی پيداکوي؟! او که هغوی په خپله د ځانونو پيداکوونکي دي؟! د پیداکړل شوي شتون له پيداکوونکي پرته شونی دی، اونه پيداکوونکی څه پيداکولای شي، نو ولې خپل پيداکوونکی نه لمانځي؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— بَلْ لَّا یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ
آيا هغوی آسمانونه پيداکړي او که ځمکه؟! بلکې هغوی باور نه لري چې الله د هغوی پيداکوونکی دی، ځکه که يې دغه باور وکړ يو به يې وګڼي، او پر رسول به يې ايمان راوړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَبِّكَ اَمْ هُمُ الْمُصَۜیْطِرُوْنَ ۟ؕ
يا له هغوی سره ستا د پالونکي د روزۍ زېرمې دي نو چاته چې وغواړي ورکوي يې، او له نبوت څخه چې چاته وغواړي ورکوي يې او ترې ايساروي يې؟! يا هغوی له خپلې خوښې سره سم واک لرونکي او تصرف کوونکي دي؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَّسْتَمِعُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَلْیَاْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ
يا هغوی لره کومه داسې زينه ده چې آسمان ته پرې خېژي ترڅو پکې د الله وحي ته غوږ نيسي چې هغوی ته د دې وحي کيږي چې هغوی پر حق دي؟! نو له هغوی دې هغه څوک له داسې څرګند دليل سره راولي چې دغې وحي ته يې غوږ نيولی وي چې رېښتيني مو وګڼي په هغه څه کې چې تاسې يې دعوی لرئ چې پر حقه ياست.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ لَهُ الْبَنٰتُ وَلَكُمُ الْبَنُوْنَ ۟ؕ
آيا هغه پاک ذات لره لوڼې دي چې تاسو يې بدې ګڼئ او تاسو لره زامن دي چې خوښيږي مو؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ؕ
ايا ای رسوله! ته له هغوی پر هغه څه کومه بدله غواړې چې د خپل پالونکي له خوا يې ور رسوې؟! نو هغوی له همدې امله د داسې بار پورته کوونکي دي چې د پورته کولو توان يې نه لري.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟ؕ
يا له هغوی سره د پټو پوهه ده چې خلکو ته هغه څه ليکي چې له پټو يې پرې خبروي، نو پر هغه څه يې خبروي چې ترې غواړي يې؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ یُرِیْدُوْنَ كَیْدًا ؕ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا هُمُ الْمَكِیْدُوْنَ ۟ؕ
يا دغه درواغ ګڼونکي پر تا او دين دې کوم چل کول غواړي؟! نو پر الله بروسه وکړه، هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی پر هغوی په خپله چل شوی دی نه پر تا.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ لَهُمْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
آيا هغوی لره له الله پرته په حقه بل معبود دی؟! الله سپېڅلی او پاک دی له هغه شرک څخه چې هغوی يې نسبت ورته کوي. ټول هغه څه چې تېرشول نه وو او په هيڅ حال يې فکر هم نه کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنْ یَّرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَآءِ سَاقِطًا یَّقُوْلُوْا سَحَابٌ مَّرْكُوْمٌ ۟
او که له آسمانه کومه را لوېدونکې ټوټه وويني وايي به: دغه يوپربل د پاسه ورېځې دي لکه څنګه چې عادتا وي، نو پند نه اخلي او نه ايمان راوړي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَذَرْهُمْ حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ فِیْهِ یُصْعَقُوْنَ ۟ۙ
ای رسوله! هغوی په خپل ضد او انکار کې يې پرېږده ترڅو له هغې ورځې سره يې مخامخ شي چې پکې عذابيږي به، او هغه د قيامت ورځ ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَوْمَ لَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ
په کومه ورځ چې چل به يې لږ او ډېره ګټه هم ور ونه شي رسولای او نه به له عذابه په اېستلو د هغوی مرسته کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا عَذَابًا دُوْنَ ذٰلِكَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
او پرته له شکه د هغوکسانو لپاره چې پر ځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی د آخرت له عذابه مخکې په دنيا کې د وژلو او بندي کولو عذاب دی، او په برزخ کې د قبر عذاب دی؛ خو ډېری يې پر دغه نه پوهيږي، نو ځکه يې پر کفر ولاړ دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَاِنَّكَ بِاَعْیُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ
او ای رسوله! د خپل پالونکي پر پرېکړه او شرعي حکم صبر کوه، ځکه ته زموږ د سترګو په وړاندې او ساتنه کې يې، او د خپل پالونکی په ستاينه دې هغه مهال پاکي بيانوه کله چې له خوبه پاڅېږې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاِدْبَارَ النُّجُوْمِ ۟۠
او له شپې د خپل پالونکي پاکي بيانوه، او هغه لره لمونځ کوه، او د سهار لمونځ کوه کله چې ستوري د ورځې د رڼا له امله مخ په ډوبېدو وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• الطغيان سبب من أسباب الضلال.
سرکښي د لارورکۍ له لاملونو څخه ده.

• أهمية الجدال العقلي في إثبات حقائق الدين.
د دين د حقيقتونو په اثبات کې د عقلي بحث اهميت.

• ثبوت عذاب البَرْزَخ.
د برزخ د عذاب ثبوت.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አጥ ጡር
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት