Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አድ ዱኻን   አንቀፅ:
اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ مِیْقَاتُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
بېشکه د قيامت ورځ چې د بندګانو ترمنځ به پرېکړه پکې کيږي د ټولو مخلوقاتو لپاره ټاکلی وخت دی چې الله به هغوی پکې راغونډوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَوْمَ لَا یُغْنِیْ مَوْلًی عَنْ مَّوْلًی شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ۙ
هغه ورځ چې خپل به خپل ته او ملګری به ملګري ته ګټه نه شي رسولای، او نه به هغوی د الله له عذابه ژغورل کيږي، ځکه پاچايي به هغه ورځ الله لره وي، هيڅوک يې دعوی نه شي کولای.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِلَّا مَنْ رَّحِمَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠
پرته له هغه چا چې له خلکو الله پرې رحم کړی وي، ځکه هغه به له مخکې لېږلي نېک عمل څخه ګټه پورته کوي، بېشکه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې زورور کېدلای، او له بندګانو يې چې څوک توبه وباسي پر هغو مهربان دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّوْمِ ۟ۙ
بېشکه د زقوم هغه ونه چې الله د دوزخ په تل کې را شنه کړې ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
طَعَامُ الْاَثِیْمِ ۟
د لوی ګناه کوونکي خوراک دی او هغه کافر دی چې د هغې ناوړه مېوه به خوري.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
كَالْمُهْلِ ۛۚ— یَغْلِیْ فِی الْبُطُوْنِ ۟ۙ
دغه مېوه به د تورې تانبې غوندې د هغې د سخت ګرموالي له امله د هغوی په ګېډو کې اېشيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
كَغَلْیِ الْحَمِیْمِ ۟
په شان د هغه اوبو چې په ګرموالي او خوټکیدو کې انتهاء ته رسیدلې وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
خُذُوْهُ فَاعْتِلُوْهُ اِلٰی سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
پر اور ګومارل شويو پرېښتو ته به وويل شي: هغه را ونیسئ، په تشدد او سختۍ يې د دوزخ منځ ته را کش کړئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ثُمَّ صُبُّوْا فَوْقَ رَاْسِهٖ مِنْ عَذَابِ الْحَمِیْمِ ۟ؕ
بيا د د غه په عذاب شوي پر سر د پاسه ګرمې اوبه ور تويې کړئ چې عذاب ترې جلا نه شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
ذُقْ ۖۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْكَرِیْمُ ۟
او هغه ته به د ملنډو په ډول وویل شي: دغه دردوونکی عذاب وڅکه، بېشکه ته داسې برلاسی وې چې په خپل قوم کې دې پلوی عزتمن و ظلم نه پرې کېدلو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ هٰذَا مَا كُنْتُمْ بِهٖ تَمْتَرُوْنَ ۟
بېشه دغه عذاب هغه دی چې تاسو يې د قيامت په ورځ په رامنځته کېدو کې شک کولو، نو د هغو په ليدلو سره مو شک له منځه ولاړلو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ مَقَامٍ اَمِیْنٍ ۟ۙ
بېشکه د خپل پالونکي د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره به متقيان د درېدلو په ځای کې له هر ناوړه څخه ډاډه وي چې هغوی ته دې ور ورسيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚۙ
په باغونو او روانو چينو کې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَّلْبَسُوْنَ مِنْ سُنْدُسٍ وَّاِسْتَبْرَقٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟ۚۙ
په جنت کې به نري او ډبل ورېښم اغوندي، ځينې به ځينو ته مخامخ ناست وي، له هغوی به يو د بل څټ نه ويني.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
كَذٰلِكَ ۫— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟ؕ
لکه څنګه مو چې په ياد شويو شيانو يې درناوی وکړ، په جنت کې به يې له داسې ښايستو ښځو سره ودونه ور وکړو چې لويې لويې سترګې به يې وي چې د سترګو سپين به يې ډېر تک سپين وي او تور به يې ډېر تک تور وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ
خپل خادمان به را غواړي تر څو هر ډول مېوې چې غواړي يې ورته را یې وړي له ختمېدو او ضرره به يې ډاډه وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا الْمَوْتَ اِلَّا الْمَوْتَةَ الْاُوْلٰی ۚ— وَوَقٰىهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟ۙ
تل به پکې وي، د دنيا په ژوند کې له لومړي مرګ پرته بل مرګ به پکې نه څکي، او پالونکی به يې د اور له عذابه ساتي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟
دغه ياد شوی ستا د پالونکي له لوري فضل او احسان دی د هغوی جنت ته په ننه اېستلو او له اوره په ژغورلو سره، هغه لویه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته رسېدلای.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟
نو دغه قرآن مو آسانه کړ او ای رسوله! ستا په عربي ژبه مو په نازلولو سره آسانه وګرځولو ترڅو هغوی پند واخلي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَارْتَقِبْ اِنَّهُمْ مُّرْتَقِبُوْنَ ۟۠
نو د خپلې بريا او د هغوی د تباهۍ انتظار کوه، بېشکه هغوی هم ستا د تباهۍ انتظار کوونکي دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• الجمع بين العذاب الجسمي والنفسي للكافر.
د کافر لپاره د جسمي او نفسي عذاب يوځای والی.

• الفوز العظيم هو النجاة من النار ودخول الجنة.
لویه بريا چې ده له اوره ژغورل کېدل او جنت ته داخلېدل دي.

• تيسير الله لفظ القرآن ومعانيه لعباده.
د الله لخوا د خپلو بندګانو لپاره د قرآن لفظ او معناوې آسانول.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አድ ዱኻን
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት