Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አዝ ዙኽሩፍ   አንቀፅ:
اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ عَذَابِ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
بېشکه د کفر او ګناهونو له امله مجرمان به د قيامت په ورځ د دوزخ په عذاب کې د تل لپاره اوسېدونکي وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَا یُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟ۚ
له هغوی به عذاب نه سپکيږي او هغوی پکې د الله له رحمته ناهيلي وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْا هُمُ الظّٰلِمِیْنَ ۟
موږ پر هغوی اور ته په ننه اېستلو ظلم نه دی کړی، خو هغوی د کفر له امله پر خپلو ځانو ظالمان وو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَنَادَوْا یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ ۟
د دوزخ څوکيدار مالک ته به په دې ويلو آواز وکړي: ای مالکه، ستا پالونکی دې موږ مړه کړي، نو موږ به له عذابه په آرامه شو، مالک به په خپله وينا ځواب ورکړي: بېشکه تاسو په عذاب کې تل پاتې کېدونکي ياست نه مړه کېږئ او نه عذاب درڅخه پرې کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَقَدْ جِئْنٰكُمْ بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟
له شک پرته موږ په دنيا کې تاسې ته هغه حق دروړی و چې هيڅ شک پکې نه و، خو ستاسو ډېری حق لره بد ګڼونکي واست.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ اَبْرَمُوْۤا اَمْرًا فَاِنَّا مُبْرِمُوْنَ ۟ۚ
نو که چېرې هغوی د نبي صلی الله عليه وسلم پر وړاندې چل جوړ کړی او هغه ته يې دام چمتو کړی، نو بېشکه موږ هغوی لره د هغوی تر چل پورته تدبير نيوونکي يو.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اَمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ ؕ— بَلٰی وَرُسُلُنَا لَدَیْهِمْ یَكْتُبُوْنَ ۟
يا هغوی ګومان کوي چې موږ د هغوی پټې خبرې نه اورو چې په خپلو زړونو کې يې پټوي، او يا هغه راز چې په خپلو کې يې په پټه وايي، ولې نه، بېشکه موږ دغه ټول اورو، او پرېښتې له هغوی سره دي چې هر هغه څه ليکي چې هغوی يې کوي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قُلْ اِنْ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ وَلَدٌ ۖۗ— فَاَنَا اَوَّلُ الْعٰبِدِیْنَ ۟
اې رسوله ووايه! هغو کسانو ته چې الله ته لوڼې منسوبوي، الله د هغوی له وينا ډېر لوړ دی، الله لره هيڅ اولاد نشته، هغه له دغه څخه پاک او سپېڅلی دی، نو زه الله تعالی لره له لومړيو لمانځونکو او سپېڅلتيا بيانوونکو يم.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
سُبْحٰنَ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟
د آسمانونو او ځمکې پالونکی او د عرش پالونکی له هغه څه پاک دی چې دغه مشرکان يې وايي، چې هغه ته د شريک، مېرمن او بچي نسبت کول دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟
نو ای رسوله! هغوی پرېږده چې په هغه څه کې ننوځي چې پر کوم باطل دي، او بازۍ کوي، تر څو له هغې ورځې سره مخ شي چې ژمنه يې ورسره کيږي او هغه د قيامت ورځ ده.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَهُوَ الَّذِیْ فِی السَّمَآءِ اِلٰهٌ وَّفِی الْاَرْضِ اِلٰهٌ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟
او همغه پاک ذات په آسمان کې په حقه معبود دی او هغه په ځمکه کې په حقه معبود دی، او هغه په خپل مخلوق، تقدير او تدبير کې حکمت والا دی، د خپلو بندګانو پر حالاتو ښه پوه دی له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَتَبٰرَكَ الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۚ— وَعِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
او د الله خير او هغه پاک ذات برکت زياتيږي، هغه ذات چې يوازې هغه لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده او د هغو دواړو ترمنځ چې دي د هغو پاچايي ده، او يوازې هغه سره د قیامت د نیټې پوهه ده چې قيامت پکې رامنځته کيږي، له هغه پرته له بل چا سره يې پوهه نشته، او يوازې د هغه لوري په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَا یَمْلِكُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟
او هغه شيان چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي د الله په وړاندې د سپارښتنې واک نه لري، مګر هغه څوک چې دا شاهدي يې ويلې وي چې نشته د عبادت وړ مګر يوازې الله او هغه پوهيږي پر هغه څه چې شاهدې يې پرې ويلې ده، لکه عیسی، عزير او پرېښتې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟ۙ
او که چېرې هغوی وپوښتې: چې هغوی چا پيداکړي دي؟ هرومرو به وايي: الله پيداکړي يو، نو له دغه اعتراف وروسته څنګه د هغه له عبادته ګرځول کيږي؟!
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَقِیْلِهٖ یٰرَبِّ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۘ
الله تعالی د خپل پیغنبر په شکایت پوه و[دالله په علم کې دا وه] چې له قومه يې په درواغجن ګڼلو او د هغوی په اړه دا وينا وه: ای زما پالونکيه، دغه زما قوم پر هغه څه ايمان نه راوړي چې زه دې هغوی ته ورسره لېږلی يم.(نويې ورته وويل).
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلٰمٌ ؕ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟۠
نو له هغوی مخ اړوه، او هغه څه ورته وايه چې د هغوی د شر مخه پرې نيسې، او دا حالت په مکه کې و، خو ژر ده چې هغوی به پر هغه څه پوه شي چې له کوم عذاب سره مخامخ کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• كراهة الحق خطر عظيم.
د حق بد ګڼلو خطر لوی دی.

• مكر الكافرين يعود عليهم ولو بعد حين.
د کافرانو چل پر هغوی ورګرځي که څه هم له يوې مودې وروسته وي.

• كلما ازداد علم العبد بربه، ازداد ثقة بربه وتسليمًا لشرعه.
هر کله چې د بنده پوهه د خپل پالونکي په اړه زياتيږي، نو همدومره يې پر خپل پالونکي باور او د هغه شريعت ته غاړه اېښودل زياتيږي.

• اختصاص الله بعلم وقت الساعة.
د قيامت د وخت پوهه تر الله پورې ځانګړې ده.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አዝ ዙኽሩፍ
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት