Check out the new design

የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ * - የትርጉሞች ማውጫ


የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አል-ሙዕሚኑን   አንቀፅ:
بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِالْحَقِّ وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟
امر داسې نه دی لکه هغوی يې چې دعوی کوي، بلکې موږ هغه حق ورته راوړی چې شک پکې نشته او هغوی هرومرو الله لره د شريک او زوی په دعوی کې درواغجن دي، الله ډېرلوړ دی د هغوی له وينا څخه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
مَا اتَّخَذَ اللّٰهُ مِنْ وَّلَدٍ وَّمَا كَانَ مَعَهٗ مِنْ اِلٰهٍ اِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ اِلٰهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ
الله څوک زوی نه دی نيولی لکه څنګه چې کفارګومان کوي او نه له هغه سره په حقه بل معبود شته، که داسې وی چې له هغه سره په حقه بل معبود وی، هرومرو به هر معبود له مخلوق څخه له خپلې هغې برخې سره تللی و چې پيداکړې يې ده او يو پر بل به برلاسي شوي وی؛ د نړۍ نظام به فاسد شوی وی، خو حقيقت دا دی چې له دې څخه هيڅ هم نه دي واقع شوي؛ نو دا پر دې دلالت کوي چې پر حقه معبود یو دی او هغه يوازې الله دی، پاک او سپېڅلی دی له هغه څه څخه چې مشرکان يې ورته بيانوي او د زوی او شريک وړ نه دی.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠
پر هر هغه څه پوه دی چې له مخلوق پټ دي او پر هر هغه څه هم پوه دی چې ليدل کيږي او په حواسو درک کيږي، پر هغه له دغو شيانو هيڅ هم پټ نه دي؛ نو هغه پاک ذات لوړ دی له دې چې هغه لره دې کوم شريک وي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
قُلْ رَّبِّ اِمَّا تُرِیَنِّیْ مَا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ
ووايه: ای رسوله! ای زما پالونکيه! که په دغو مشرکانو کې هغه سزا را ووينې چې ژمنه يې ورسره کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِیْ فِی الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟
ای زما پالونکيه! که چېرې هغوی ته سزا ورکړې او زه د دغه شاهد وم؛ نو ما له هغوی څخه مه ګرځوه چې ما ته هغه مصيبت را ورسيږي کوم چې هغوی ته ورسيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاِنَّا عَلٰۤی اَنْ نُّرِیَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقٰدِرُوْنَ ۟
او بېشکه موږ پردې قادر يو چې له هغوی سره مو د کومې سزا ژمنه کړې تا داسې وګرځوو چې مشاهده يې کړې او ويې وينې، نه له دې څخه بې وسې يو او نه له نورو څخه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ السَّیِّئَةَ ؕ— نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَصِفُوْنَ ۟
ای رسوله! څوک چې بدي درسره کوي هغه ته په غوره عادت ځواب ورکوه، دا چې ترې تېرېږه او په آزار يې زغم کوه، موږ پر هغه شرک او تکذيب ډېر ښه پوهېږو چې هغوی يې بيانوي او يا يې تاته بيانوي چې وړ دې نه دي لکه جادو او لېونتوب.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَقُلْ رَّبِّ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ هَمَزٰتِ الشَّیٰطِیْنِ ۟ۙ
او ووايه: ای زما پالونکيه! په تا پناه غواړم د شيطانانو له چونګارو او وسوسو څخه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَاَعُوْذُ بِكَ رَبِّ اَنْ یَّحْضُرُوْنِ ۟
او پر تا پناه غواړم ای زما پالونکيه له دې چې زما په چارو کې هغوی ماته راشي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُوْنِ ۟ۙ
آن تردې چې کله له دغو مشرکانو څخه يوه ته مرګ راشي او څه چې پرې نازليږي هغه وويني؛ نو په خپل ژوند کې چې څه ترې پاتې شوي يا يې د الله پر وړاندې کومه کوتاهي کړې وي د پښېمانۍ په ډول وايي: ای زما پالونکيه بېرته مې د دنيا ژوند ته وګرځوه.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
لَعَلِّیْۤ اَعْمَلُ صَالِحًا فِیْمَا تَرَكْتُ كَلَّا ؕ— اِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآىِٕلُهَا ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهِمْ بَرْزَخٌ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟
کېدای شي زه غوره کار وکړم، کله چې ورته را وګرځم، هيڅکله نه، چاره به داسې نه وي لکه هغه يې چې غوښتنه کوي، هغه يوازې داسې تورې دي چې هغه يې ويونکی دی، که دنيا ته را وګرځول هم شي؛ نو کړې ژمنه به پوره نه کړي او دغه مړ شوي به د دنيا او آخرت تر منځ په يو مانع کې پاتې شي، د بېرته را ژوندي کېدلو او را پورته کېدلو تر ورځې پورې، دنيا ته به ترې را نشي تر څو د هغه څه تلافي وکړي کوم چې ترې پاتې دي او يا هغه څه سم کړي چې خراب کړي يې دي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَلَاۤ اَنْسَابَ بَیْنَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ وَّلَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟
کله چې د پوکولو لپاره ګومارل شوې پرېښته په ښکر کې د دويم ځل لپاره د قيامت اعلانوونکی پوکی وکړي؛ نو د هغوی تر منځ به نه هغه نسبونه وي چې يو پر بل پرې وياړي ځکه د آخرت سختيو به بوخت کړي وي او نه به ځينې له ځينو څخه پوښتنې کوي پر هغه څه د بوختيا له امله چې غمجنوي يې.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
نو د چا چې تلې پر بديو د نېکيو د زياتوالي له امله درنې شوې همدغه خلک بريالي دي چې خپله موخه يې ترلاسه کړه او له هغه څه څخه لرې کړی شول چې ترې وېرېدل.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فِیْ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ
او د چاچې پر نېکيو د بديو د زياتوالي له امله تلې سپکې شي؛ نو همدوی هغه کسان دي چې خپل ځانونه يې د هغه څه په ترسره کولو چې زيان ورته رسوي او هغه ايمان او نېک عمل په پرېښودلو چې ګټه ورته رسوي ضايع کړي دي؛ نو هغوی په اور کې اوسېدونکي وي چې نه به ترې اېستل کيږي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
تَلْفَحُ وُجُوْهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِیْهَا كٰلِحُوْنَ ۟
اور به يې مخونه سوځوي او په اور کې به يې سربېره او لاندې شونډې د سختې تروشۍ له امله له غاښونو سره راټولې شي.
ዓረብኛ ተፍሲሮች:
በዚህ ገፅ ያሉት አንቀፆች ከሚያስተላልፉት ጠቃሚ መልዕክት መካከል:
• الاستدلال باستقرار نظام الكون على وحدانية الله.
د نړۍ د نظام په سمه توګه پاتې کېدو څخه د الله پر يوازېتوب استدلال کول.

• إحاطة علم الله بكل شيء.
پر هر څه د الله تعالی د پوهې چاپېروالی.

• معاملة المسيء بالإحسان أدب إسلامي رفيع له تأثيره البالغ في الخصم.
له بدۍ کوونکي سره ښه چلند کول يو لوړ اسلامي ادب دی چې په مقابل لوري کې زيات اغېزناک وي.

• ضرورة الاستعاذة بالله من وساوس الشيطان وإغراءاته.
د شيطان له وسوسو او تېر اېستلو څخه پر الله د پناه غوښتولو اړتيا.

 
የመልዕክት ትርጉም ሱራ (ምዕራፍ): አል-ሙዕሚኑን
የሱራዎች ማውጫ ገፅ ቁጥር
 
የተከበረው ቁርአን መልዕክተ ትርጉም - የቁርኣን አጭር ማብራርያ ትርጉም በፓሽቶኛ ቋንቋ - የትርጉሞች ማውጫ

ከቁርአን ተፍሲር ጥናት ማዕከል የተገኘ

ለመዝጋት